امربکا د اتوار- یکشنبې په ورځ اعلان وکړو چې د کرایمیا ټاپو د اوکراین برخه ده خو د کییف د ځواکونو لپاره تر ټولو سمدستي اندیښنه دا ده چې هغه زمکې بیرته ونیسي چې ماسکو په یو کلن جنګ کې نیولي دي.
دغه اعلان د روس په ناقانونه توګه د سیمې د الحاق د نهمې کلیزې په وخت شوی دی.
د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې وویل:
" امریکا به هیڅکله د روس لخوا د ټاپو ځان سره یوځای کیدل په رسمیت ونه پیژني. کرایمیا اوکراین دی”
په ورته وخت کې د صدر جو بایډن د ملي امنیت سلاکار جیک سلیوان،، د NBC "میټ دی پریس" ته وویل که څه هم د سولې خبرې اترې نه کیږي. خو دا په اوکراین پورې اړه لري چې پریکړه وکړي چې بریا یا د منلو وړ سفارتي پایله څه ګڼي.
سلیوان وویل:
"دا په اوکراین پورې اړه لري چې وضاحت یې و کړي."
"دا زموږ لپاره مهمه ده ... چې د اوکراینه بغیربه داوکراین لپاره هیڅ نه وي ځکه نو دا پریکړه امریکا نشي کولې چې د اوکراین بریا تشریح کړي. البته امریکا به د جګړې په ډګر کې د اوکراین ملاتړ کوي، ترڅو دوی هغه بریا ترلاسه کړي چې دوی یې تعریفوي”
د اوکراین صدر ولادیمیر زیلینسکي تېر کال ویلي وو:
"کرایمیا د اوکراین ده او کله به یې نه پرېږدو. د اوکراین او ټول ازاد يورپ په ضد د روس دغه جګړه له کرایمیا پیل شوې او باید د کرایمیا په ازادولو سره پای ته ورسېږي."
خو سلیوان یادونه وکړه چې زیلینسکي په تیره اونۍ کې وویل چې:
"موږ به بالاخره د دې شخړې سفارتي پړاو ته ورسیږو."
سلیوان په اخر کې وویل:
"اوس مهال مهمه دا ده چې دوی اړتیا لري په سویل او ختیځ کې هغه سیمې بیرته واخلي چې د دوی ورته اوس مهال پام دی، او موږ اړتیا لرو چې دوی ته وسايل ورکړو چې دا کار وکړي."