لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رپورټ: مختلفو کړکېچونو حالاتو په نړیواله کچه د ولس د پرمختګ مخه نیولې 


د انساني ترقۍ دپاره د یو اېن ډي پي د مېعار په مطابق په تېرو 32 کلونو کې دا لومړی ځل دی چې پرله پسې دوه کاله د انسانانو د ترقۍ کچه کمه شوي او یا په شا تللې ده
د انساني ترقۍ دپاره د یو اېن ډي پي د مېعار په مطابق په تېرو 32 کلونو کې دا لومړی ځل دی چې پرله پسې دوه کاله د انسانانو د ترقۍ کچه کمه شوي او یا په شا تللې ده

د متحده قومونو ترقیاتي پروګرام یو اېن ډوېلپمنټ پروګرام ویلي د کرونا وایرس وبا، په موسم کې بدلون، په اقتصادي کچه غیریقیني حالاتو او نورو مسلو د انسانو د پرمختګ لاره نيولې او په تېرو دریو لسیزو کې چې کومه ترقي شوي په شا تللې ده.

د 191 ملکونو نه ترلاسه شوي شمار شمېرې ښښي چې په 2020 او 2021 کې 90 فیصد ملکونه ناکامه شوي چې د خپلو خلکو دپاره بهتر مستقبل، ښه صحت او ښه ژوند یقیني کړي.

د انساني ترقۍ دپاره د یو اېن ډي پي د مېعار په مطابق په تېرو 32 کلونو کې دا لومړی ځل دی چې پرله پسې دوه کاله د انسانانو د ترقۍ کچه کمه شوي او یا په شا تللې ده.

د یو اېن ډي پي منتظم اخیم سټاینر وویل د سږ کال رپورټ ښښي په لسو کې نهه ملکونه په تللي دي. هغه وویل داسې مخکې کله نه دي شوي او وړاندې به په لسو کې د یو ملک د ترقۍ رفتار کمېدو او یا په شا تللو.

د یو اېن ډي د بشري پرمختګ په مېعار کې په یو ملک کې د صحت د خېر ښېګړې اسانتیاو، تعلیم او د ژوند مېعار ته کتنه کېږي. د یو اېن ډي پي د سږ کال رپورټ څرګندوي چې که ځينې ملکونه په خپلو پښو ودرېږي خو ځينې لا اوس هم په کړکېچونو کې مبتلا دي.

لاطیني امریکا، کرېبین، افریقې او د جنوبي اېشیا ځینې ملکونه په خصوصي توګه د مشکلاتو سره مخامخ دي.

سوېټزرلېنډ د سږ کال د فهرست په سر کی دی، ورپسې ناروی، ایس لېنډ، هانګ کانګ، اسټرېلیا او نور شتنه من ملکونه دي، چې پرمختګ يې کړی دی.

جنوبي سوډان او افریقې د سهاره سيمې ملکونه تر ټولو وروسته پاتې شوي دي.

د یو اېن ډي پي د رپورټ مشر لیکلوال پېډرو کانسیکو وویل د انساني ترقۍ د زوال تر ټولو لوی سبب اقتصادي بحران دی چې له امله يې د انسانو په اوسط عمر کې هم کمی شوی دی.

هغه وویل امریکا هم په هغو ملکونو کې شامل ملک دی چې د کرونا وایرس په سبب د خلکو اوسط عمر پکې د 79 نه 76 ته کم شوی دی.

کاسیکو وویل د خلکو د اعتماد په کچه کې هم کمی شوی دی او کوم خلک چې زیات بې اعتماده دي، انتهايي سخت سیاسي نظریات لري.

د یو اېن ډي پي رپورټ وايي عدم تحفظ او اختلافات یو بل ته تقویت ورکوي او هم د دې له امله هغه مسلې حل کولو دپاره اتفاق نشي ترلاسه کېدلی چې نړۍ ورسره مخامخ ده.

یادونه: د دې خبر معلومات جنیوا نه د وي او ای خبریالې لیزا شلاین د رپورټ نه اخیستل شوي دي


بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG