لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې څيړونکي وايي د اقتصاد فېصلې کول د پوځ کار نه دی


د پاکستان ونډو بازار [سټاک اېکسچېنج] 400 پواينټونه وروسته له هغې بره ختلی، چې د پوځ سرلښکر جنرل عاصم منیر د تاجرانو او پېسو بدلوونکې اتحاديې سره ليدلي او د ډالر د بيعې قابو کولو باور یې ورکړی دی
د پاکستان ونډو بازار [سټاک اېکسچېنج] 400 پواينټونه وروسته له هغې بره ختلی، چې د پوځ سرلښکر جنرل عاصم منیر د تاجرانو او پېسو بدلوونکې اتحاديې سره ليدلي او د ډالر د بيعې قابو کولو باور یې ورکړی دی

د پاکستان ونډو بازار [سټاک اېکسچېنج] 400 پواينټونه وروسته له هغې بره ختلی، چې د پوځ سرلښکر جنرل عاصم منیر د تاجرانو او پېسو بدلوونکې اتحاديې سره ليدلي او د ډالر د بيعې قابو کولو باور یې ورکړی دی. خو څیړونکي وایي دا د پوځ کار نه دی چې اقتصادي فیصلې وکړي او د دې به په راتلونکې کې کاروبار او ملکي معیشت ته تاوان هم رسي.

د پوځ سرلښکر تیره ورځ د پاکستان تاجرانو استازو سره ليدلي او رپورټونو ترمخه په دغو ليدنو کې تاجرانو په پاکستان کې د امریکايي ډالر بیلا بیلو نرخونو او موجوده وخت کې د ګری يا تور مارکیټ باندې اندېښنې ښکاره کړي دي. ويل شوي په پرانستې مارکيټ کې د ډالر زیات نرخ له وجې کاروباري خلک د هنډۍ استعمال کوي.

ويل شوي د پوځ مشر تاجرانو ته باور ورکړی چې په پرانستي يا اوپن مارکیټ کې د ډالر په نرخ قابو راوستو او پېسو بدلونکو دکاروبار په ټیکس نیټ کې راوستو د پاره به ګامونه پورته کولی شي.

څیړونکي په ملکي اقتصاد کې د پوځ په لاسوهنه نيوکې کوي.

اقتصاد پوهه جرنلسټ مهتاب حېدر وايي، د پاکستان معيشيت چې دا وخت په کوم حال کې دی د هغې دپاره ضروري ده ټولې ادارې یې د پياوړي کولو دپاره کار وکړي خو په بنيادي توګه دا د پوځ کار نه دی چې د ملکي اقتصاد ښه کولو دعوې وکړي.

وي او اې ډيوه سره خبرو کې نوموړي وويل، د بده مرغه دا وخت نګران حکومت دی او دا حکومت هم د اقتصاد ښه کولو دپاره څه عملي کار نه کوي او پاکستان کې تل د حکومتونو د نااهلۍ له امله پوځ ته موقعه په لاس ورځي چې په هره معامله کې مداخلت وکړي.

د رپورټونو ترمخه د پوځ مشر د تاجرانو سره ليدنه کې دا هم ويلي کوشش کوي چې د عرب اماراتو، کویت او سعودي عرب نه به د اربونو ډالرو سرمایه کاري پاکستان ته راوړي او زياته کړې یې ده، د معیشت په مختلفو مدنو د پاملرنې دپاره يو شمېر ټاسک فورسز هم کړی شوي دي.

د پوځ د مشر په ليدنو او اقتصاد ښه کېدو دپاره ګامونو به په ملکي معیشت څه اثر وي؟ اقتصاد پوه شاهد محمود وایي پاکستان کې ورځ تر بلې روپۍ بې قدره کيږي او دلته زياته سرمايه کاري په امريکايي ډالر کې کيږي ځکه د پاکستان په اقتصاد او کرنۍ د دوی اعتبار نشته.

شاهد محمود وایي هر سرمایه کار حقیقت ته ګوري، سرمایه کاري په بیانونو نه کیږي که هغه د وزیراعطم بیان وي او که د آرمي چیف بیان.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG