لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ناقدین: د خېبرپښتونخوا حکومت غواړي چې د عمران خان سرکاري هېلې کاپټر استعمال ته قانوني تحفظ ورکړي


په خېبر پښتونخوا کې په پارلېماني امورو  نظر ساتونکی خبريال لحاظ علي وايي د پاکستان تحريک انصاف مشر عمران خان د خېبر پښتونخوا  حکومت د هیلي کاپټرو په تېر وختونو کې څنګه استعمال کړی دی؟ د احتساب ادارو نه د ځان بچ کولو او قانوني تحفظ لپاره قانون کې دغسې قسمه ترميم وړاندې کيږي
په خېبر پښتونخوا کې په پارلېماني امورو  نظر ساتونکی خبريال لحاظ علي وايي د پاکستان تحريک انصاف مشر عمران خان د خېبر پښتونخوا  حکومت د هیلي کاپټرو په تېر وختونو کې څنګه استعمال کړی دی؟ د احتساب ادارو نه د ځان بچ کولو او قانوني تحفظ لپاره قانون کې دغسې قسمه ترميم وړاندې کيږي

د خېبرپښتونخوا د پاکستان تحریکً انصاف حکومت د صوبايي اسمبلۍ په اینده اجلاس کې د وزیرانو د مراعاتو الاؤنسز او تنخواګانو په قانون کې د تر میم اراده لري چې ترمخه به يې د صوبې وزیراعلا اختیار لري چې سرکاري هېلې کاپټرې او جهاز په کرایه د شخصي استعمال دپاره ورکړي.

سياسي څيړونکي وايي د مجوزه قانوني ترميم په شا د پاکستان تحريک انصاف مقصد دا دی چې د پارټۍ مشر او پخواني عمران خان ته د صوبايي حکومت د کاپټر په تېر وختونو کې استعمال له قانوني تحفظ ورکړی شي.

مخکې به وزیراعلا او ګورنر د سرکاري سفر دپاره د صوبايي حکومت د هېلي کاپټر استعمال کولی شو خو بیا د یو قانوني ترمیم دلارې صوبايي وزیرانو او مشیرانو ته هم د دې د استعمال اجازت ورکړی شو او اوس صوبايي حکومت یو وارې بیا د هېلې کاپټر د استعمال په اړه قانوني ترمیم کول غواړي.

صوبايي حکومت تجويز کړی چې د کال ۲۰۰۸ د نومبر د وړمبۍ نېټې نه د موجوده وخت پورې د وزیراعلا د اجازت نه پس د حکومت په مقرره شوي قیمت سرکاري هېلي کاپټر يا الوتکه د شخصي يا د ذاتي مقاصدو لپاره استعمالېدلی شي.

د مجوزه قانوني ترمیم په حقله وي او ای ډیوه د وزیراعلا د اطلاعاتو لپاره خصوصي مرستيال بېرسټر محمد علي سېف سره د وټس اېپ د لارې د رابطې کوشش وکړو خو د هغه څه ځواب ترلاسه نه شو.

توقع ده چې د سرکاري هېلې کاپټر د استعمال په اړه مجوزه قانوني ترمیم به د ډسمبر په پېنځمه نېټه د صوبايي اسمبلۍ غونډې ته پېښ کړی شي.

په صوبايي اسمبلۍ کې د حکومت مخالف ګوند عوامي نېشنل پارټۍ غړی او پارلېماني مشر سردار حسېن بابک وايي پي ټي ايي د سرکاري وسيلو او د اختياراتو ناجاېز او د سياسي مقاصدو لپاره استعمال کړی دی او اوس خپلو چارو ته قانوني تحفظ ورکول غواړي.

سردار حسېن بابک وايي:"زمونږ صوبه کې د هيلي کاپټر اجازت وزيراعلی او ګورنر ته و، هغوي ته اختيار و خو هغه هم د سرکاري کار لپاره. بيا قانون کې دوي ترميم وکړو چې وزیران او سېکرټريان يې هم استعمالولی شي خو په شا يې غرض هم دا و چې عمران خان ته لاره پرانيزي."

سردار حسېب بابک وايي په خېبر پښتوخوا اسمبلۍ کې د پاکستان تحريک انصاف عددي اکثريت دی او د کال ۲۰۱۳ راهسې دوي ترې نه ناجاېزې ګټې اخلي او د ذاتي او سياسي مقاصدو لپاره قوانینو کې وخت په وخت بدلونونه کوي.

بابک وايي "اوس دوي دا کوشش کوي چې د هيلي کاپټر استعمال د اډټ يا د حساب کتاب نه هم بهر کړي. دا بيخي سرکاري اختيار، حکومتي اختيار د ذاتي او ناجاېزه سياسي استعمال لپاره يو کوشش دی."

په خېبر پښتونخوا کې په پارلېماني امورو نظر ساتونکی خبريال لحاظ علي وايي د پاکستان تحريک انصاف مشر عمران خان د خېبر پښتونخوا حکومت د هیلي کاپټرو په تېر وختونو کې څنګه استعمال کړی دی؟ د احتساب ادارو نه د ځان بچ کولو او قانوني تحفظ لپاره قانون کې دغسې قسمه ترميم وړاندې کيږي.

لحاظ علي وايي: "څنګه چې د نواز شريف خلاف د تېر دور کېسونه د هغه د نااهلۍ سبب جوړ شو دغه شان پاکستان تحريک انصاف سره هم دا وېره ده چې د هیلي کاپټر دا استعمال (کوم چې د نېب د دستاوېزاتو تر مخه تقريبا د ۷۰۰ ګهنټو نه سېوا دی او عمران خان هغه وخت کې وزيراعظم هم نه و د عمران خان د نااهلۍ وجه ونه ګرځي. نو دې ته د قانوني تحفظ ورکولو لپاره د خېبر پښتونخوا حکومت د يو قانون وړاندې کولو اراده کړې ده."

سياسي څيړونکي او عام ولس هم په سماجي رسنيو لکه ټوېټر په قانون کې په دغه قسمه مجوزه ترمیم نيوکې کوي او وايي څنګه سياسي مشران، وزیران او سياسي چارواکي د حکومتي يا سياسي ګاډو استعمال کوي هم دغه شان به خلک اوس د حکومت د دغه دوه هيلي کاپټرو استعمال هم کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG