لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کرکټ نړیوال جام: انګلېنډ بنګله دېش ته په ۱۰۶ منډو ماتې ورکړه


په لندن او وېلز کې روان د کرکټ نړیوال جام په یوه لوبه کې نن کوربه انګلېنډ بنګله دېش ته په ۱۰۶ منډو ماتې ورکړه.

بنګله دېش ټاس یا پچه وګټله او انګلېنډ ته یې د لومړي بېټنګ بلنه ورکړه. د انګلېنډ لوبډله چې په روان نړیوال جام کې تر ټولو غوره لوبه بلل کیږي، نن يې یو وارۍ بیا ښه لوبه وکړه. د انګلېنډ اوپنرانو د ۱۲۸ پارټنرشپ وکړو چې پکې جاني بېرسټو ۵۱ او جېسن رايې ۱۵۳ منډې جوړې کړې.

د ښه اوپننګ پارټنرشپ وروسته د نیوزي لېنډ پاتو لوبغاړو هم غوره بېټنګ وکړو او بټلر ۶۴، کېپتان اېین مورګن ۳۵، جی روټ ۲۱ او پلېنکټ ۲۷ منډې جوړې کړې او بنګله دېش ته يې د ګټې لپاره ۳۸۷ منډو حدف ورکړو.

دا د نړیوال جام په یوه لوبه کې تر ټولو زیاتې منډې وې. د دې نه وړاندې پاکستان ۳۴۸ منډې جوړې کړې وې.

د بنګله دېش لخوا محمد سېف الدین او مهدي حسن مرزا ۲،۲ او مستفیض الرحمان او مشرفي مرتضا ۱،۱ وکټ اخستي.

د دغې په ځواب کې د بنګله دېش د لوبې پېل ښه نه وو او لومړي لوبغاړي يې زر وسوځیدل. د بنګله دېش لخوا شکیب الحسن ښه بېټنګ وکړو او ۱۲۱ منډې يې جوړې کړې. خو د بنګله دېش پاتې لوبغاړو هغه شان لوبه وه نه کړه کومې چې د لوبې ګټې لپاره پکار وه.

د بنګله دېش بېټسمینانو کې مشفیق الرحمان ۴۴، محمدالله ۲۸، مصدق حسین ۲۶ او تمیم اقبال ۱۹ منډې جوړې کړې. د انګلېنډ لخوا ارچر او بېن سټوک ۳،۳ مارک ووډ ۲ او پلنکټ او عادل رشید ۱،۱ وکټ ترلاسه کړو.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG