د کرکټ نړیوال جام په یوه سیالۍ کې نن د افغانستان او هندوستان تر منځه سخته او خوندوره لوبه هندوستان په ۱۱ منډو وګټله. د لوبې په اخیري اوور کې افغانستان ته ۱۶ منډې پکار وې، په لومړي بال محمد نبي څلوریزه وکړه خو د دغې وروسته د هندوستان محمد شامي غوره بالنګ وکړو او پرله پسې يې ۳ لوبغاړي وسوځول.
دا په روان ورلډ کپ کې د کوم بالر لخوا لومړی هیټرک یا پرله پسې درې وکټې وې.
په ساوتهمپټن کې د نړیوال جام په دغه لوبه کې هند د پچې یا ټاس ګټلو وروسته لومړی د بېټنګ فیصله وکړه. د هندوستان لوبډله چې په روان ورلډ کپ کې تر ټولو غوره لوبډلو کې یوه ګڼل کیږي د افغانستان د بالرانو د ښه بالنګ مقابله وه نه کړی شوه. او لومړي لوبغاړي يې په میدان ډیر ټینګ نه شول.
د هندوستان اوپنر او غوره بېټسمین روهت شرما یواځې په یوه منډه یا رنز جوړولو مجیب الرحمان اوټ کړو. د هند دویم اوپنر کی اېل راهول په ۳۰ رنزونو جوړولو د محمد نبي په بال وسوځید.
د اوپنرانو وروسته د هندوستان کېپتان ویرات کوهلي او شنکر ښه پارټنرشپ وکړو او په ۲۶ اورونو کې د هندوستان سکور ۱۲۲ ته ورسوو. خو په ۲۹ منډو د وي جی شنکر د اوټ کیدو لږ وخت وروسته د هند کېپتان ویرات کوهلي هم د محمد نبي په بال رحمت شاه کېچ کړو. په دغه وخت کې د هندوستان سکور ۱۳۵ وو.
د دغې وروسته د منندر سنګ دهوني او کی ایم یادیوه تر منخه ۶۰ منډو پارټنر شپ د هندوستان سکور ۱۹۲ ته ورسو خو دواړه لوبغاړو او پاتې نورو هندي بیټسمینانو د افغانستان د بالرانو سمه مقابله وه نه کړی شوه او چا هم ښه سکور وه نه کړو.
د هندوستان لوبډلې په مقرره ۵۰ اورونوکې د ۸ لوبغاړو په سوځیدو ۲۲۴ منډې جوړې کړې او افغانستان ته يې د ۲۲۵ منډو حدف ورکړو.
د افغانستان لوبډلې د دغه کم هدف پوره کولو لپاه محتاطه لوبه پېل کړه او هڅه يې کوله چې په لومړي اورونو کې وکټې ور نه کړي.
خو د هندوستان بالرانو نن یو وارې بیا ډیر ښه بالنګ وکړو او د افغانستان اوپنیران يې زیاتو منډو ته پرې نه ښودل. د افغانستان اوپنر حضرت الله ځاځی ۱۰ او ګلبدین ناېب په۲۷ منډو جوړولو وسوځیدل.
د اوپنرانو د اوټ کیدو وروسته د افغانستان بېټسمینانو محتاطه لوبه کوله. د افغانستان لخوا رحمت شاه ۳۶، حشمت الله شاهدي ۲۱، اصغر افغان ۸، نجیب الله ځدران ۲۱، راشد خان ۷ او محمد نبي تر ټولو زیاتې۵۲ منډې جوړې کړې.
د هندوستان لخوا محمد شامي ۴ وکټې واخستې چې پکې په اخیري اوور کې هیټرک یا پرله پسې ۳ وکټې هم شاملې وې. د هندوستان چاهال، پانډیا او جسپرت بهومرا ۲، ۲ وکټې واخستې.
په روان ورلډ کپ کې دا د هندوستان ۵مه لوبه وه. هندوستان خپل ۴ میچونه ګټلي او یواځې یو د باران دلاسه بې نتیجې پاتې شوی. د افغانستان په روان جام کې دا ۶مه لوبه وه چې دا يې هم وباېلله.