لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د نړیوال جام په ستره مقابله کې هندوستان اسټریلیا ته ماتې ورکړه


India wins
India wins

په لندن او وېلز کې روان د کرکټ نړیوال جام په ۱۴مه لوبه کې تیره شپه د موجوده چمپېن اسټریلیا او هندوستان تر منځه په یوه ستره لوبه کې هندوستان اسټریلیا ته په ۳۶ زنرونو ماتې ورکړې.

هندوستان د لوبې ټاس ګټلو وروسته د لومړي بېټنګ فیصله وکړه او اسټریلیا ته يې د ګټې لپاره ۳۵۳ منډو حدف ورکړو. د دغې په ځواب کې د اسټریلیا لوبډلې ۳۱۶ منډې جوړې کړې. دا د اسټریلیا خلاف د کوم یو ټیم په وړلډ کپ کې تر ټولو لوې حدف وو.

د هندوستان لوبغاړو د لوبې پېل په پام سره وکړو او اوپنرانو يې په لومړي لسو اورونو کې محتاطه لوبه کوله. او په لومړیو ۱۲ اورونو کې ۵۰ منډې جوړې کړې.

خو دغه محتاط انداز د هند لپاره ښه هم وګرځید او د هندوستان اوپنرانو تر منځه ۱۲۷ منډو پارټنر شپ جوړ شو. د هندوستان لخوا شېکهر دهون تر ټولو زیات ۱۱۷ رنز جوړ کړل. د هندوستان کېپتان او د نړۍ تر ټولو غوره بېټسمین ویرات کوهلي ۸۲، روهت شرما ۵۷، هارډک پانډیا ۴۸ او دهوني ۲۷ منډې جوړې کړې.

د اسټریلیا لخوا سټاېنس ۲، پېټ کمنز، مچل سټارک او کلټرناېل ۱،۱ لوبغاړی وسوځو.

د دغه لوې حدف په ځواب کې د اسټریلیا اوپنرانو ډیره په مزه لوبه پېل کړه او د وکټ ساتلو په غرض يې ډیرې په مزه مزه منډې وکړې. د اسټریلیا اوپنرانو ډیوډ وارنر او اېرن فنچ تر منخه د ۶۱ منډو ملګرتیا یا پارټنر شپ وشو. د فنچ وروسته سټیون سمته میدا ته راغی خو هغه هم هغه شان تنده لوبه وه نه کړه کومه چې د دغه لوې حدف سرکولو لپاره پکار وه.

د اسټریلیا لوبډلې په ۲۴ اوور کې ۱۳۳ منډې جوړې کړې وې چې ډیوډ وارنر هم وسوځید. او د هغه وروسته د اسټریلیا پاتو لوبغاړو د تیزې لوبې په کوښښ کې پرله پسې خپلې وکټې وباېللې.

د اسټریلیا لخوا سټیون سمته ۶۹، کېري ۵۵، عثمان خواجه ۴۲ او ګلېن مېکسویل ۲۸ رنزونه جوړ کړل. د اسټریلیا ټوله لوبډله په ۵۰ اورونو کې په ۳۱۶ منډو جوړولو وسوځیده او دغه لوبه هندوستان په ۳۶ منډو وګټله.

د هندوستان لخوا بهونېشور کمار او جېسپرت بمرا ۳،۳ او چاهال ۲ وکټې واخستې.

د نړیوال جام په سیالیو کې اسټریلیا لوبډلې درې لوبې کړي دوه سیالۍ یې ګټلي او نن يې خپله سیالي وباېلله. هندوستان نن خپله دویمه لوبه هم وګټله.

د ګل یا دوشنبې په ورځ به د نړیوال جام په ۱۵مه لوبه کې جنوبي افریقا او وېسټ انډیز یو بل ته مخامخ کیږي. جنوبي افریقا په روان ورلډ کپ کې خپلې درې لوبې باېللي او وېسټ انډیز په دوو لوبو کې یوه باېللې او یوه ګټلې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG