پاکستاني چارواکو ويلي، سمندري طوفان بايپر جوای د پاکستان د ساحلي سیمو نه تېر شوی او د هند د ګجرات په سيمه کې د ساحل سره ټکر شوی دی.
د پاکستان د موسمياتي بدلون مرکزي وزيرې شېري رحمان تېر ماسخوتن په ټويټر ويلي،
بايپر جوای سمندري طوفان د هند د ګجرات سره په ټکر شوی او پای ته رسېدلی دی. پاکستان ورته پوره تياري نيولې وه خو د ډېره حده یې د زوره بچ پاتې شوی دی.
هغې ويلي، د سيند صوبې ساحلي سيمې لکه سجاول د سمندري اوبو د لوړېدو له امله ډوب شوي خو زیاتره خلک ترې ویستل شوي وو.
د پاکستان د سیند صوبې د ساحلي سيمو څخه د سمندري طوفان له امله د کوم تاوان اوښتو خبر نه دی ترلاسه شوی.
او پاکستان کې د قدرتي افتونو په وخت د انتظام ادارې [اېن ډي اېم اې] ويلي،
سمندري طوفان د هند د ګجرات په ساحلي پټۍ پوره شوی دی، د پاکستان د کېټي بندر نه 125 کلوميټره جنوب، جنوب لويديځ کې دی، طوفان اول کمزورشوی او بيا د ماښام پورې په هواګانو کې بدل شوی وو.
خو د سيند په ساحلي سيمو کې د نن ماښام پورې د بارانونو امکان څرګند کړی شوی دی.
د راپورونو ترمخه په هند کې د سمندري طوفان له امله دوه تنه مړه شوي دي.
رويټرز خبري ادارې د هندي چارواکو له قوله ویلي، د سمندري طوفان په حواله د وړاندې نه خبرداری او چمتو والی نيول شوی ځکه زیات تاوانونه نه دي اوښتي.
راپورونه وايي په هند او پاکستان کې د طوفان له امله د ساحلي سيمو څخه د 180000 کسان ويستل شوي وو. پاکستان د خپلې ساحلي سيمې څخه د 80000 پورې کسانو ويستلو ويلي وو.
ویل شوي د هند په ساحلي سيمو کې د طوفان او تېزو په نتيجه کې د بجلۍ نظام ګډوډ شوی دی.