لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ډي ائي خان: وسله وال بريد کې پوليس افسرد وروڼو سره وژل شوی


د ډي پي او په وينا وژل شوي پوليس افسر په تېر وخت کې د سني شيعه فرقه ايزه نښتو په پېښو کې پلټنې کړي ،
د ډي پي او په وينا وژل شوي پوليس افسر په تېر وخت کې د سني شيعه فرقه ايزه نښتو په پېښو کې پلټنې کړي ،

د پاکستان خېبرپښتونخوا صوبې په سويلي سيمه ډېره اسماعيل خان کې د نامالومو وسله والو په بريد کې د پوليس تاڼېدار د هغه دوه ورڼه او يو بل کس وژل شوي دي .

د پوليس چارواکو په وينا دغه پېښه نن د شورو په ماښام د ډېره اسماعيل خان (ډي ائي خان) د ښار په منځنۍ علاقه فقيرني گېټ سيمه کې رامنځته شوې ده ، او نامالومو وسله والو د پوليس افسر په کور اول لاسي بمونه توغولي او بيا يې پرې ډزې کړي دي .

د ډي ائي خان رينج د پوليس مشر ډي ائي جي عبدالغفور وائس اف امريکا ډيوه ريډيو سره خبرو کې د پېښې په اړه ووئيل ، د پوليس تاڼېدار قېصر جهان په کور باندې په دوه موټر سائيکلو سورو نامالومه وسله والو بريد کړی ، اول يي پرې لاسي بمونه ويشتي او بيا يي پرې ډزې کړي دي . چې په نتيجه کې يې قېصر جهان ، د هغه دوه وروڼه خرم جهان او اطهرجان او يو بل کس وژل شوي دي .

د ډي ائي خان ضلعې د پوليس مشر(ډي پي او)صادق بلوچ په وينا ، قېصر جهان يو تکړه پوليس افسرؤ ، هغه دا وخت پېښور کې د پوليس په ځانگړي ټيم کې په ډيوټۍ ؤ ، او له دې وړاندې په کال ۱۳ـ۲۰۱۲ م کې په ډي ائي خان کې د پوليس د تفتيشي ځانگې مشر پاتې شوی ؤ .

د ډي پي او په وينا وژل شوي پوليس افسر په تېر وخت کې د سني شيعه فرقه ايزه نښتو په پېښو کې پلټنې کړي ، او هغه ته د لاقانونه گرځول شوؤ ډلو لخواهم گواښونه وو .

د پوليس چارواکو په وينا د پېښې وروستو د حمله کوؤنکو د لټون دپاره پوليس ټوله علاقه په گېره کې اخيستې او عمليات يې پېل کړي دي .

ځانګړې ویډیوګانې

پيوټن د نورو شپږو کلونو دپاره د روس صدر منتخب شو
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:55 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG