لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خواریکښه طبقه وایي پاکستان کې د ملا ماتوونکې ګرانۍ دلاسه يې دخپلو ورځنیو اړتیا پوره کولو توان بایللی


 د خزانې پخوانی وزیر ډاکټر سلمان شاه وي او ای ډیوه ته ویلي په پاکستان کې د روزګار پېدا کولو لپاره د اقتصاد په کليزه توګه د 6 نه تر 7 پورې وده کول ضروري دي او د 2 فيصدى ودې معنا به دا وي چې روزګار به نه وي او د وړاندې څخه په کار اخته خلک به هم بې کاره کېږي
د خزانې پخوانی وزیر ډاکټر سلمان شاه وي او ای ډیوه ته ویلي په پاکستان کې د روزګار پېدا کولو لپاره د اقتصاد په کليزه توګه د 6 نه تر 7 پورې وده کول ضروري دي او د 2 فيصدى ودې معنا به دا وي چې روزګار به نه وي او د وړاندې څخه په کار اخته خلک به هم بې کاره کېږي

په دې ورستیو کې د خیبر پښتونخوا په شمول ګرد پاکستان کې د غنمو د اوړو بیعو کې اضافه شوې ده اؤ خواریکښه طبقه وایي دوي د دیاړۍ په ډیرو کمو پیسو کې دخپل ژوند ورځنۍ اړتیاوې نه شي پوره کولی اؤ نه هم دګرانو خوراکي توکیو داخستو جوګه پاتې شوې دي.

دپېښور یو دیاړي مار یا خواریکښ لایق زاده ډیوه ته وایي د عامو شیانو بیعو کې چې په کوم رفتار اضافه روانه ده دده لپاره اوس ګرانه ده چې د خپلې کورنۍ سره مالي مرسته وکړي.

ټیکه دار انجینیر نیاز الله برکي وایي حکومت چې دخواریکښو لپاره کوم لږ ترلږه اجرت ټاکلی دی دیاړي مار یا خواریکښ نه شي کولی چې دې کې ځان او خپله کورنۍ وساتي.

رپورټونه وایي دا مهال خیبر پښتونخوا کې دشلو کلو اوړو توړه په 3300 روپۍ خرڅېږي اؤ ددې ترڅنګ دنورو خوراکي شیانو ،ګیس اؤ بجلۍ بیعې هم په بره تللي دي خو دمزدورانو دیاړیانې ورته پځائ ولاړې دي اؤ دهغوئ ستونزو کې ورځ تر بلې اضافه کیږي.

کلن لایق زاده د تیرو شپږو کالو راهسې د پیښور د خوراکي توکیو لویې منډهۍ رام پورې دروازې کې د مزدور په توګه کار کوي،هغه وایس اف امریکا ډیوه سره د خبرو په وخت وویل کلي کې یې مور، خویندې ، میرمن او څلور ماشومان دي. یو ورور یې د وینې رنځ لري. دلته پیښور کې یې درملنه روانه ده.

وایي دوي دوه ,روڼه د کور د ګټې وټې ذمه وار دي خو نیزدې ورځو کې چې د ګرانۍ کومه لړۍ شروع شوې ده ، دوي نه شي کولی چې خپلې کورنۍ ته پیسې ولیږي"

"د ورځې مونږ دوه درې سوزکي ډک کړو. مونږ څلور تنان په یو ځایې کار کوو. د اوو، اته سوه روپۍ مزدوري وشي. دې کې د خوراک خرچه، د کوټې کرایه او د بجلي بل ورکړو. کور ته د لیږلو د پاره پیسې پاتې نهشي. په قرضو کور ته سودا راوړو"

لایق زاده وایي ده خپله سکول کې زده کړې نه دي کړې. دوه ماشومان یې سکول کې داخل کړي وو خو اوس به هغوي هم مزدورۍ له راولي ترڅو د ژوند ګاډی په شریکه په وړاندې بوځي.

د ستمبر ۲۰۲۱م د یو حکومتي راپور ترمخې د پاکستان ۲۲ فیصده ابادي د لایق زاده په څېر د غربت د کرښې نه لاندې په ژوند کولو مجبوره دي. کوم چې د میاشتې تر دریوؤ زرو روپو پورې آمدن لري. خو بې طرفه څیړونکي وایي دغه هیواد کې به د غربت د کرښې نه د لاندې تنانو شمیره زیاته وي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ نړیوال بانک په روان مالي کال کې د پاکستان د اقتصادي ودې 2 فيصدو ته د رسیدو اټکل کړی چې د تېر جون په میاشت کې د شوي څلور فيصدى ودې د اټکل څخه 2 فيصدي کم دی.

نړيوال بانک په خپل راپور کې دا هم ویلي چې پاکستان د سختو اقتصادي ستونزو سره مخامخ دی او په دغه هېواد کې ګراني هم د اوياېم د لسيزې وروسته تر ټولو زیاتې کچې ته رسېدلې ده.

د اقتصادي چارو کارپوهه او د خزانې پخوانی وزیر ډاکټر سلمان شاه وي او ای ډیوه ته ویلي په پاکستان کې د روزګار پېدا کولو لپاره د اقتصاد په کليزه توګه د 6 نه تر 7 پورې وده کول ضروري دي او د 2 فيصدى ودې معنا به دا وي چې روزګار به نه وي او د وړاندې څخه په کار اخته خلک به هم بې کاره کېږي چې له امله به يې ټولنيز اړی ګړی جوړېږی.

نیاز الله برکي چې تر شلو پورې دیاړي مار مزدورانو ته روزګار ورکوي ډیوه ته وایي حکومت چې جون ۲۰۲۲م کې کوم بجټ جوړ کړی دی هغه وخت ګراني دومره نه وه. هغې کې حکومت کم نه کم اجرت پنځویشت زره روپۍ د میاشتې ټاکلې وې. اوس ګرانۍ کې ډیره اضافه شوې ده. په دغه حساب که د مزدور تنخا ۴۸ زره روپۍ د میاشتې شي نو هم پکې ګزاره ګرانه ده.

هغه وایي په کوم رفتار چې ګرانۍ کې اضافه روانه ده. ددې بدې اغیزې به په لاندې طبقې غورځیږي.

خو لایق زاده وایي "کلي ته نه شم تلی ځکه چې هلته نه د زمیدارۍ خوند شته او نه دتجارت او صنعت مزه شته. ژمي کې هسې هم هلته کارونه نه وي. دلته پیښور کې به مخکې کارونه ډیر وو خو اوس دلته هم د کارونو مزه نیشته. مجبوره یم چې هم دلته پاتې شو"

د ګرانۍ د علتونو په اړه دنړیوال بانک رپورټ کې ددې لامل هم د پاکستان کمزورې اقتصادي وده ګرځول شوې په کوم کې چې نړیوال بانک روان مالي کال کې د 2 فيصدي کمي اندازه لګولې ده.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG