لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سيند هايکورټ د ډېنيل پرل په مقدمه کې د نظربند بنديوانو خوشي کولو امر وکړو


سيند هايکورټ د امریکايي جرنلېسټ ډېنيل پرل په مقدمه کې د بنديوانو تورنو نظر بندي غېر قانونه ګرځولې او د هغوی د خوشي کولو امر يې کړی دی.

د روان کال اپرېل د مياشتې په دوېمه نېټه د سيند ايالتي محکمې (سيند هایکورټ) د امریکايي جرنلېسټ ډېنيل پرل د تښتولو او وژلو په مقدمه کې فېصله اورولې، او په فېصله کې يې د مرکزي تورن بنديوان عمرشېخ د مرګ سزا په اووه کاله بند بدله کړې وه.

او د هغه سره په مقدمه کې نورو درې کسانو فهدنسيم، سلمان ثاقب اوشېخ عادل ته اورول شوې د عمر بند سزاګانې يې ختمې کړې وې.

سیند حکومت د هايکورټ د فېصلې پرضد هايکورټ ته خواست کړی او ياد کسان يې په زندانونو کې نظر بند ساتلي وو.

د سند هايکورټ د دوه ججانو بنچ چې مشري يې جسټس محمد کريم خان [کی کی] اغا کوي د عمر شېخ او نورو وکیل نديم نن د زيارت/ پنجشنبې په ورځ 24 دسمبر میډيا سره په خبرو کې وویل،

" جسټس کی کی اغا نن حکم وکړو چې دوی به په هیڅ قسمه غېر قانونه بند کې نه ساتل کيږي يواځې يو شرط یې ولګوؤ چې دوی به په هره پېشۍ سپريم کورټ ته حاضريږي، او د دوی د بندي ساتلو په اړه ټولې حکمنامې يې وځنډولې" .

راپورونه وايي عدالت دا هم امر کړی چې د عمر شېخ سره د نورو کسانو نومونه د ملک څخه بهر نه تلونکي نوملړ [اېګزټ کنټرول لسټ، اي سي اېل] کې واچول شي.

د سيند حکومت لخو د عدالت په فېصله سمدستي کوم غبرګون مخې ته نه دی راغلی او نه سرکاري وکیل په دغه اړه څه ويلي دي.

ډېنيل پرل چې د امريکې د وتلې ورځپاڼې وال سټريټ جنرل د سويلي ايشيا خبريال ؤ ، د کال 2002م د جنورۍ د مياشتې په 23نېټه په کراچۍ کې بې درکه شوی ؤ ، او نزدې يوه مياشت وروسته پاکستاني چارواکو ويلي ؤ ، چې د ډېنيل پرل د وژل کېدو ويډيو ورته ترلاسه شوې ده.

د امريکايي خبريال د تښتول کېدو او وژنې په کېس کې د څلورو کسانو احمد عمر شېخ ، فهدنسيم ، سلمان ثاقب او شېخ عادل په ضد مقدمه درج شوې وه.

په ياده مقدمه کې په کال 2002 کې مرکزي تورن احمد عمر شېخ ته د مرګ سزا او د هغه سره درې نورو ملګرو فهدنسيم، سلمان ثاقب اوشېخ عادل ته د عمر بند سزاګانې اورول شوې وې.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG