لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ډیووس کې نړیوالو مشرانو څه ترلاسه کړل؟


د پاکستان د سوات سیمې سره تعلق لرونکې ملاله یوسفزۍ نړیوالې غونډه ته د وینا په وخت په ښځو غږ اوکړو چې د دوي سره کیدونکي زور زیاتي خلاف خپل اواز پورته کړي
د پاکستان د سوات سیمې سره تعلق لرونکې ملاله یوسفزۍ نړیوالې غونډه ته د وینا په وخت په ښځو غږ اوکړو چې د دوي سره کیدونکي زور زیاتي خلاف خپل اواز پورته کړي

د سویټزرلینډ غره ییزې سیمې په یو وړوکي ښار ډیووس کې د نړۍ د شته مندو هیوادونو او د لویو کمپنو مشرانو د نړۍ په سیاسي او امنیتي چارو او یو بل سره تجارتي اړیکو مضبوطولو په سر د پنځه ورځو پورې خبرې وکړي.

د الپاین نومې د سیاحت په دغه ښار کې شوي د غونډې تر ټولو مهم موضوع دا و چې څنګه په بیلا بیلو برخو کې ویشل شوي نړۍ یو شریک راتلونکې پیدا کړی شي.

په غونډه کې د نړۍ شته مندو ملکونو او کامیاب مشرانو د مالدارو او غریبو ملکونو ترمنځ د نابرابرۍ، تجارت، امنیت، صحت او ماحولیاتي مسلو باندې خبرې کړي.

د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ سیاسي او کاروباري مشرانو ته په خپله وینا کې وویل نړۍ به د امریکې اقتصادي طاقت نه ګټه پورته کړي او زیاته يې کړه امریکا د کاروبارونو او مقابلې لپاره هرچاته خلاصه ده
د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ سیاسي او کاروباري مشرانو ته په خپله وینا کې وویل نړۍ به د امریکې اقتصادي طاقت نه ګټه پورته کړي او زیاته يې کړه امریکا د کاروبارونو او مقابلې لپاره هرچاته خلاصه ده

د تیرو ۴۶ کالونو راهسې په ډیووس ښار کې کیدونکې غونډه کې د طاقتورو ملکونو مشران د شته مندو او د غریب، ښځې او د سړي ترمنځ فرق او ماحول ته رسیدلي نقصان نه خبر وو خو د دغه مسلو کوم حل يې نه دی وړاندې کړی.

نړیوالو مشرانو د خپلو ویناو په وخت اندیښنې څرګندې کړې چې د نړۍ جدید صنعتي انقلاب او عصري ټیکنالوجي به د زوړ اقتصاد په ملینونو روزګارونه ختم کړي او داچې په روان اقتصادي میدان کې کارکوونکي خلک د ټیکنالوجۍ د نوي دور لپاره ضروري تجربه نه لري.

د ماشومانو تعلیم، رویو او په ټولنه کې د دوي د کردار لپاره کارکوونکې ادارې لیګو فاونډیشن مشر جان ګوډ وېن خبرداری وکړو چې د نړۍ ډېر ملکونه اوس هم ماشومانوته هغه زوړ تعلیم ورکوي چې د دوي د نیکونوپه وخت کې ورکړی کېدو. نوموړي خبرداری وکړو چې شمېره ښاي د نړۍ په دریو کې دوه ماشومان اوس هم د داسې روزګارونو زده کړې ترلاسه کوي چې هغه ختم شوي.

په غونډه کې د ښځو سره د کار په ځایونو کې کیدونکی زور زیاتی هم یو غټه موضوع وه.

د پاکستان د سوات سیمې سره تعلق لرونکې ملاله یوسفزۍ نړیوالې غونډه ته د وینا په وخت په ښځو غږ اوکړو چې د دوي سره کیدونکي زور زیاتي خلاف خپل اواز پورته کړي. د کینیډا وزیراعظم جسټن ټروډو د ښځو په حقونو او دوي د سړو برابر شمارلو لپاره د سنجیده بحث شروع کولو غږ وکړو.

خو په غونډه کې د مشرانو ترټول زیاته توجه د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ اړخ ته هم وه. نوموړي سیاسي او کاروباري مشرانو ته په خپله وینا کې وویل نړۍ به د امریکې اقتصادي طاقت نه ګټه پورته کړي او زیاته يې کړه امریکا د کاروبارونو او مقابلې لپاره هرچاته خلاصه ده.

ډانلډ ټرمپ په نړیوالو مشرانو غږ اوکړو چې داعش تندروه ډلې ته شکست ورکولو، د شمالي کوریا نیوکلیاي او میزایل پروګرام ختمولو لپاره په دغه هیواد دباو اچولو او د ترهګرۍ خلاف جنګ په شمول د امنیت او سلامتیه شریک مقصدونو ترلاسه کولو لپاره دې د امریکې سره یو ځای کار وکړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG