لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان کې د سیاسي ګوندونو په انتخابي منشور کې بشري حقونو څومره ځاې موندلی؟


PTM

د پاکستان د انګریزۍ ژبې ورځپاڼې ډان په خپله یوه اداریه کې لیکلي د تير واکمن حکومت په دور کې په پاکستان کې د بشري حقونو په هکله یواځېنی پرمختګ د نرښځيانو د حقونو په برخه کې شوی. د پخوا راهسې سياسي گوندونو په خپل انتخابي منشور کې نرښځیان د پامه غورځولي وو. خو مسلم لیګ (ن) ډلې هم دغه ګام د خپل حکومت د مودې ختمیدو لږ وخت وړاندې ترسره کړی.

ډان اخبار په خپله اداريه کې لېکلي د تیر حکومت په اخېري وخت کې هم د حکومت دغه هڅو دا حقيقت پټ نه کړی شو چې د ملگرو ملتونو لخوا وخت په وخت کيدونکي جاج کې د پاکستان کارکردگي ورځ تر بله په خرابیدو ده. په دغه هیواد کې په زوره د خلکو د بې درکه کيدو پېښې هم هغه شان روانې دي. چې په تاريخ کې د جابرانه حکومتونو لويه نخښه بلل کيږي.

د ډان اخبار اداریه وايي خبره ښکاره ده چې سياسی گوندونو د بشري حقونو د خوندي ساتلو په لړ کې پوره کار نه دی کړی. نه خو د یو سیاسي حکومت لخوا سمه قانون سازي شوې او نه هم قانون عملي کيدو کې څه پرمختګ لیدل شوی.

د جولايي په ۲۵مه نېټه په پاکستان کې اعلان شوي انتخاباتو وړاندې سیاسي ګوندونو خپل انتخابي منشور اعلان کړي. اولس به په دې انتخاباتو کې د خپلې خوښې کاندیدانو او د سیاسي ګوندونو ملاتړ کوي. نو پکار ده چې ټول سیاسي ګوندونه په خپل منشور کې د سیاسي نعرو تر څنګ خپل پلانونه هم اولس ته اوښايي.

د ډان اخبار تر مخه د پاکستان لویو سیاسي ګوندونو لکه پاکستان مسلم ليگ (ن)، پاکستان پيپلزپارټي او پاکستان تحريک انصاف ګوندونو کې یواځې پيپلز گوند په هیواد کې په زور بې درکه شوو خلکو مسلې ته ځاې ورکړی. اخبار لیکلي چې په راروانو انتخاباتو کې به د رياستی واک او قدرت پرځاې د اولس مټ قوي کولو لپاره سياسي گوندونو ته پکار وي چه د دغې ناوړه عمل د مخنيوي لپاره خپله تگلاره وړاندې کړي.

اداریه وايي چه په تير حکومت کې د ترهگرۍ د مخنيوي ذمه واري د رياستي انتظاميې په لاس کې ورکړل شوې وه. خو سياسی مشران بايد په جمهوري او پارليمانيلار د هیواد استخباراتي ادارو کار اوڅاري.

اداريه زياتوي چې په هر سياسی عمل کې د ښځو برابره ونډه ډيره مهمه ده او باېد ټول سیاسي ګوندونه دغې ته پام وګرځوي او په عمومي څوکیو ۱۰ سلینه کوټه ښځو کاندیدانو ته ورکړل شي.

د اداريې تر مخه په پنجاب صوبه کې تیر واکمن گوند د کورني تشدد مخنیوي پر ضد قانون منظور کړو او بيا يې د ښځو لپاره د تحفظ یو شمیر مرکزونه هم جوړ کړل خو ددغې په مقابله کې د پاکستان تحريک انصاف ګوند په خېبر پښتونخوا کې ډیر کم کار کړی دی.

ډان اخبار په خپله اداريه کې په پاکستان کې د لږکیو لپاره د توپير او غير مساوي ژوند په سره هم نيوکې کړي او انديښنه يې څرګند کړې چې سیاسي ګوندنه تل د مذهبي ډلو د اثر لاندې وي او د دوي غوښتنې يې اوریدلي او منلي. اخبار د دغې په مثال کې د پاکستان تحريک انصاف لخوا په خيبر پښتونخوا صوبه کې اېتلافي سیاسي ګوند جماعت اسلامی په وینا په نصابی کتابونو کې د مذهبي بنياد پرستۍ او سخت دریزه مواد شامل کړی شو.

بيا په هيواد کې د مذهب د سپکاوي لانجمن قانون پر سر هم څوک د بدلون راوستو خبره نه شي کولی اود دغه قانون نه زیات تره لږګې په نخښه کیږي.

په هیواد کې د ماشومانو د حقونو خوندي ساتلو او په کم عمرۍ کې د ودونو مسلې ته د سیاسي ګوندونو پام اړولو په وخت ادارېې غوښتنه کړې باېد ټول گوندونه په حقيقي توگه د خپلو قابليتونو جاج واخلی ځکه که دغه سیاسي ګوندونه د اولس په توقعاتو باندی پورا شي نو بيا تر بل حکومتهيې هم پکار راځي.

XS
SM
MD
LG