لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

فلسطیني امدادي کارکوونکي: په غزه کې د اسرایل بمبارۍ پينځه تنان وژلي

د تېر کال د اکتوبر په اوومه نېټه په اسرایل د حماس د حملې وروسته په وېسټ بېنک کې د یهودي ابادکارانو تشدد زیات شوی دی او اسرایلي ځواکونو په ګڼ شمېر کلو چاپي وهلي دي چې هدف يې د اسرایلي پوځ په قول د وسله والو فعالیتونه محدودول دي
د تېر کال د اکتوبر په اوومه نېټه په اسرایل د حماس د حملې وروسته په وېسټ بېنک کې د یهودي ابادکارانو تشدد زیات شوی دی او اسرایلي ځواکونو په ګڼ شمېر کلو چاپي وهلي دي چې هدف يې د اسرایلي پوځ په قول د وسله والو فعالیتونه محدودول دي

اسرایلي ځواکونو د شورو، چهارشنبې، په ورځ د غزه په مرکزي برخه کې فضايي حملې وکړې او فلسطیني امدادي کارکوونکو وویل د اسرایل په بمبارۍ کې لږ تر لږه پينځه کسان ووژل شوو.

اسرایلي پوځ د شورو، چهارشنبې، په ورځ وویل په وېسټ بېنک کې په ځینو کلیو د یهودي ابادکارانو د حملو وروسته يې یو شمېر کسان ګرفتار کړي دي.

د اسرایل ډيفېنس فورسز یا د اسرایل دفاعي ځواکونو وویل په بیت فوریک کلي د یهودي اباد کارانو په حمله کې حمله کوونکو کاڼې وورول او دوه سرحدي پولیس يې زخميان کړل.

د تېر کال د اکتوبر په اوومه نېټه په اسرایل د حماس د حملې وروسته په وېسټ بېنک کې د یهودي ابادکارانو تشدد زیات شوی دی او اسرایلي ځواکونو په ګڼ شمېر کلو چاپي وهلي دي چې هدف يې د اسرایلي پوځ په قول د وسله والو فعالیتونه محدودول دي.

اسرایلي ځواکونو د شورو، چهارشنبې، په ورځ په جنوبي لبنان کې تازه حملې وکړې. د دې نه یوه هفته مخکې د اسرایل او د حزب الله ډزبندي شروع شوې ده.

د وي او ای ډیوه وېټس اېپ اېپليکېشن
د وي او ای ډیوه وېټس اېپ اېپليکېشن

د ډزبندۍ د معاهدې ترمخه پکار ده چې اسرایل او دحزب الله د سرحدي علاقې نه په شا شي. په خالي ځای کې به د لبنان ځواکونه او د متحده قومونو امن ساتونکي ګمارل کېږي.

د لبنان د صحت وزیر فراس الابیض د شورو، چهارشنبې، په ورځ وویل د اسرایل او د حزب الله به جنګ کې لږ تر لږه ۴۰۴۷ کسان وژل شوي او د ۱۶۶۰۰ نه زیات نور کسان زخمیان شوي دي.

امریکايي او نورو چارواکو په تېرو څو ورځو کې د دې امید اظهار کړی دی چې د اسرایل او د حزب الله ډزبندي به په غزه کې په جنګ بندۍ کې مرسته وکړي.

په غزه کې د اوربند دپاره د امریکې، مصر او قطر کوښښونه ناکامه شوي دي.

په غزه کې جنګ په اسرایل د حماس د حملې نه شروع شوی دی. په اسرایل د حماس په حمله کې تر ۱۲۰۰ پورې کسان وژل شوي او تر ۲۵۰ پورې نور کسان حماس یرغمال نیولي وو.

د حماس د حملې په جواب کې اسرایل د فلسطیني مسلح ډلې خلاف په غزه کې جنګ شروع کړی چې د غزه د صحت وزارت وايي تراوسه په کې ۴۴۵۰۰ نه زیات فلسطینیان وژل شوي دي چې زیاتره ښځې او ماشومان دي. اسرایل وايي په غزه کې په زرکونو وسله وال هم وژل شوي دي.

امریکې او نورو مغربي ملکونو د ایران حمایت یافته حماس او حزب الله ترهګر تنظیمونه ټاکلي دي.

Forum

XS
SM
MD
LG