لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په هندوستان کې د مسافرو د دوو رېل ګاډو په حادثه کې د مړو کسانو شمېره  د۲۰۰ نه زیاته شوې


د هندوستان وزیراعظم نرندره مودي په حادثه خفګان څرګند کړی او په کې د مړو کسانو کورنیو او زخمیانو سره يې غمرازي وکړه. هغه په ټوېټر خپل پېغام کې وویل د رېلوای وزارت ته یې دمرستې وړاندیز وکړو.
د هندوستان وزیراعظم نرندره مودي په حادثه خفګان څرګند کړی او په کې د مړو کسانو کورنیو او زخمیانو سره يې غمرازي وکړه. هغه په ټوېټر خپل پېغام کې وویل د رېلوای وزارت ته یې دمرستې وړاندیز وکړو.

په هندوستان کې د مسافرو دوه رېل ګاډي د جمعې په ورځ د رېل یا پاټلۍ نه وغورځېدل چې له امله يې د ۲۰۰ نه زیات کسان مړه شول. د پېښې په اړه په مخکینو رپورټونو کې د مړو شمېره تر ۵۰ کسانو پورې ښودل شوې وه.

هندي چارواکي پي کی جېنا په ټوېټر وویل چې په حادثه کې قریباً ۹۰۰ کسان زخمیان شوي هم دي.

امدادي کارکونکو ټوله شپه رېل ګاډو د ملبې نه د مړو او زخمیانو راوېستل. د خالي، شنبې، د ورځ سحر پورې د مړو شمېره ۲۰۷ ښودل کېده.

د چارواکو په وېنا په حادثه کې د رېل ګاډو د ۱۲ نه زیاتو ډبو ته نقصان رسېدلی دی.

د رېل ګاډو حادثه د کولکتا ښار نه ۲۲۰ کلومېټره په جنوب مغرب کې د وشوه.

چارواکو ویلي تحقیقات یې شروع کړي دي.

د رېلوای د وزارت ترجمان امبتاب شرما وویل د یو رېل ګاډي تر ۱۲ پورې ډبو ته نقصان رسېدلی دی. د هغه په قول د زیان من شوي ګاډي ملبه په بله پاټلۍ وغورځېدله چې له امله یې په دغه پاټلۍ د مخالف لوري نه د راتلوتکی ګاډی درې ډبې هم د پاټلۍ نه وغورځېدلې.

د پرېس ټرسټ اف انډیا خبري ادارې ترمخه لومړی ګاډی د وېسټ بنګال ریاست نه د تامېل ناډو ریاست مرکزي ښار چېنايي ته روان و.

د هندوستان وزیراعظم نرندره مودي په حادثه خفګان څرګند کړی او په کې د مړو کسانو کورنیو او زخمیانو سره يې غمرازي وکړه. هغه په ټوېټر خپل پېغام کې وویل د رېلوای وزارت ته یې دمرستې وړاندیز وکړو.

اېسوسي اېټېډ پرېس خبري اداره وایي هندوستان کوښښونو کوي چې په ملک کې د رېل نظام بهتر او محفوظ کړي خو د دې باوجود هر کال په سلګونو حادثې کې. د هندوستان د رېل نظام د دنیا به لویو نظامونو کې شمېرل کېږي.

د کال ۱۹۹۵ د اګست په میاشت کې د هندوستان سرښار نوي دلي کې د دوو رېل ګاډو د ټکر کېدو په نتیجه کې ۳۵۸ کسان مړه شول چې د ملک په تاریخ کې د رېل بدترینه حادثه وه.

ای پي او ايي په هندوستان کې د ټرېن د زیاترو حادثو سبب انساني غلطي او د سېنګنلو پخوانی نظام بلل کیږي.

د رپورټ ترمخه په هندوستان کې هره ورځ د ۱۲ مېلین نه زیات مسافر په ټرېنونو سفر کوي.

یادونه: د دې خبر معلومات د ای پي خبري ادارې نه اخیستل شوي دي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG