لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په پاکستان کې سېلابونو د لاسه د خلکو د مړينې شمېره 1400 ته رسېدلې


د قدرتي افتونو په وخت د پاکستان د حکومت امدادي ادارې نېشنل ډېزاسټرمېنېجنمنټ، اېن ډي اېم ای، ترمخه، د پاکستان په سېلابونو کې تر 1400 پورې کسان مړه شوي چې 500 پکې ماشومان دي، تر اووه لکو پورې خلک بې کوره شوي او د پاکستان د ټولې رقبې دریمه برخه او اوبو لاندې شوې
د قدرتي افتونو په وخت د پاکستان د حکومت امدادي ادارې نېشنل ډېزاسټرمېنېجنمنټ، اېن ډي اېم ای، ترمخه، د پاکستان په سېلابونو کې تر 1400 پورې کسان مړه شوي چې 500 پکې ماشومان دي، تر اووه لکو پورې خلک بې کوره شوي او د پاکستان د ټولې رقبې دریمه برخه او اوبو لاندې شوې

په پاکستان کې سېلابونو دلاسه د خلکو د مړينې شمېره 1400 ته رسېدلې او د سېلابونو صورتحال کتلو دپاره د پاکستان په سفر د متحده قومونو مشر انېټونیو ګوټېرېس د جمعې په ورځ وویل چې "ړوند" فطرت هېواد په بې ځایه ډول په نخښه کړی دی.

د پاکستان دوه ورځنی سفر د شروع کولو وروسته، د متحده قومونو مشر وویل د نورو ملکونو په مقابل کې په موسمي بدلون کې د پاکستان لاس کم دی خو بیا هم فطرت پاکستان په هدف کړی دی. "داسې ښکاري چې فطرت غلطه هدفونه په نخښه کړي دي. پکار ده چې هغه څوک (په هدف شوی وی) چې د موسمي بدلون زیات ذمه وار دي پکار ده چې دوی د دې قسمه مشکل سره مخامخ شوی وی."

د وي او ای د رپورټ ترمخه، په نړیواله کچه د موسم په بدلون کې د پاکستان برخه د یو فیصد نه هم کمه ده خو پاکستان د دنیا په هغو لسو ملکونو کې شامل دی چې په موسم کې د بدلون د خطراتو سره تر ټولو زیات مخامخ دي.

په نړیواله کچه د موسم په بدلون کې د انساني لاس په اړه ګوټېرېس وویل "انسانیت په فطرت جنګ اعلان کړی دی او فطرت ځوابي ګزار کوي."

ماهرین وايي په پاکستان کې د وروستي درنو بارانونو او سېلابونو کې د نړیوالې تودوخي هم لاس دی.

د قدرتي افتونو په وخت د پاکستان د حکومت امدادي ادارې نېشنل ډېزاسټرمېنېجنمنټ، اېن ډي اېم ای، ترمخه، د پاکستان په سېلابونو کې تر 1400 پورې کسان مړه شوي چې 500 پکې ماشومان دي، تر اووه لکو پورې خلک بې کوره شوي او د پاکستان د ټولې رقبې دریمه برخه او اوبو لاندې شوې.

پاکستاني چارواکي وايي په سېلابونو کې سړکونو، پولونو او نورو بنیادي سهولتونو ته زیان رسېدلی دی او اووه اشاریه یو مېلین کورونه سېلابونو په مکمله توګه تباه کړي او یا یې ورته په جزوي ډول نقصان رسولی دی.

د موسمي بدلون دپاره د پاکستان وزیرې شېري رحمان ویلي سېلابونو سند صوبه د "اوبو سمندر" کې بدله کړې ده.

متحده قومونو د پاکستان سېلاب ځپلو دپاره د 160 مېلین ډالرو امداد غوښتنه کړې ده او د ادارې د صحت څانګې ډبلیو اېچ او ویلي شپږ اشاریه څلور مېلین سېلاب ځپلي خلک بشري امداد ته ضرورت لري.

د پاکستان وزیراعظم شهبازشریف او د متحده قومونو مشر اېنټونیوګوټېرېس
د پاکستان وزیراعظم شهبازشریف او د متحده قومونو مشر اېنټونیوګوټېرېس

اېن ډي اېم ای په خپل تازه رپورټ کې ویلي سېلابونو کې 246 پولونو ته په مکمله او یا په جزوي توګه نقصان رسېدلی دی، تر 7000 کلومېترو پورې سړکونو ته نقصان رسېدلی او د 1618740 هېکټره زرعۍ ځمکه سېلابي اوبو وړلې ده.

پاکستاني مامورین وايي سېلابونو دلاسه د 15 بېلین نه واخلي تر د 20 بېلین ډالرو مالیت نقصانات شوي او د بیا روغي هلې ځلې په کلونه اخلي.

ګوټېرېس وویل د سېلابونو وروسته د بحالۍ دپاره به پاکستان د اربونو ډالرو امداد ته ضرورت لري. هغه په نړیواله تولنه غږ وکړو چې پاکستان سره دې په لویه پېمانه امداد وکړي. "مونږ ته معلومه ده چې زمونږ ونډه محدوده ده. مونږ ته معلومه ده چې مونږ څه کولی شو دا به په سمندر کې د څاڅکي برابر وي خو مونږ (مرستې ته) ژمن یوو."

ګوټېرېس وویل پاکستاني مشرانو سره په دې امکان خبرې هم وکړې چې پاکستان سره د نړیوالې مرستې په موضوع دې نړیوال کانفرنس وکړی شي. د متحده قومونو مشر وویل پشکال لا ختم نه دی، په غرونو به ګلېشیرې ویلېږي نو ځکه د پاکستان مرسته پکار ده چې په اینده کې داسې ډول حالاتو دپاره تیار وي.

متحده قومونو ویلي سږ کال په پاکستان کې په ځینو ځایونو کې د اوسط نه پېنځه چنده زیات بارانونه شوي او د سلو کلونو ریکارډ یې مات کړی دی.

د جمعې په ورځ امریکې پاکستان سره د سېلاب ځپلو خلکو دپاره د 20 مېلین ډالرو اضافي امداد اعلان وکړو. تېره هفته امریکې د 30 مېلین ډالرو امداد اعلان کړی و.

د سېلاب ځپلو سیمو د دورې وروسته د امریکې د نړیوالې ترقۍ ادارې یواېس ایډ مشرې سمېنتا پاور په اسلام اباد کې خبري غونډې ته وویل د کومو سیمو يې چې سفر وکړو هلته د نظر تر حده پورې اوبه ولاړې وې
د سېلاب ځپلو سیمو د دورې وروسته د امریکې د نړیوالې ترقۍ ادارې یواېس ایډ مشرې سمېنتا پاور په اسلام اباد کې خبري غونډې ته وویل د کومو سیمو يې چې سفر وکړو هلته د نظر تر حده پورې اوبه ولاړې وې

د سېلاب ځپلو سیمو د دورې وروسته د امریکې د نړیوالې ترقۍ ادارې یواېس ایډ مشرې سمېنتا پاور په اسلام اباد کې خبري غونډې ته وویل د کومو سیمو يې چې سفر وکړو هلته د نظر تر حده پورې اوبه ولاړې وې.

هغې وویل سېلابي د سکولونو او کورونو ودانۍ د اوبو دلاندې وې او د غنمو او د پومبې فصلونه او د کهجورو اونې اوبو پتې کړې وی. هغې زیاته کړه سندونه د سمندرونو په شان ښکارېدل.

د امریکې تر څنګ قطر، متحده عرب امارات، چین، ایران، فرانس، برطانيي، ازربایجان، ناروی او قزاقستان پاکستان ته امداد لېږلی دی.

د امریکې د دفاع وزارت ویلي د نړیوالې ترقۍ دپاره امریکايي ادارې یو اېس اېډ په دوبۍ د ګودام نه پاکستان ته د انساني ژوند بچ کوبچ کولو دپاره ضروري شیان لېږل کېږي. دغه سامان به په شلو پروازونو کې پاکستان ته رسوول کېږي.


هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG