لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

داعش د باجوړ د ځانمرګي بريد زمه واري منلې، په حمله کې د وژل شوو کسانو شمېره 54 ته رسېدلې


د افغانستان سره په پوله پرتې د خېبرپښتونخوا باجوړ کې پرون مازيګر د مذهبي سياسي ګوند جمعيت علمااسلام ف ګوند په غونډه د ځانمرګي برید زمه واري داعش منلې ده. په بريد کې د وژنو شمېره 54 ته رسېدلې ده.

داعش نن مطبوعاتو ته په لېږلي بيان کې د ځانمرګي برید زمه واري منلې او د ځانمرګي برید کوونکي عکس يې خپور کړی دی.

باجوړ کې دا لومړی ځل نه دی چې داعش د جمعيت علمااسلام ف په غونډه د ځانمرګي بريد زمه واري منلې ده، له دې وړاندې هم داعش د ياد مذهبي سياسي ګوند د ګڼو ځايي مشرانو او غړو د وژلو زمه وارۍ منلي دي.

خېبرپښتونخوا کې د سي ټي ډي پوليس مشر [اډيشنل انسپکټر جنرل] شوکت عباس په باجوړ کې د پېښې په ځای مطبوعاتو سره خبرو کې وويل، "په ځانمرکي بريد کې 54 کسان وژل شوي او د 46 وژل شوو پېژندګلو شوې ده".

هغه وویل په پېښه کې 83 کسان ژوبل شوي وو.

پوليس افسر زياته کړه، "تراوسه پورې پلټنو کې معلومه شوې، دا ځانمرګی بريد وو دوی ته د پېښې د ځای نه بال بيرنګان او نور مواد ترلاسه شوي دي او ځانمرګی برید وو".

هغه وويل، "د ځانمرګي په پېژندګلو کار روان دی وخت به اخلي فارنزک کې به معلوم شي"، هغه زياته کړه "د دوی د اندازې ترمخه د لسو نه تر دولسو کلوګرامه پورې مواد په چاودنه کې کارول شوي دي".

د پوليس افسر په خبره "دا به د وخت نه وړاندې ويل خو پلټنې روانې دي او اندازه یې سمه روانه ده چې چا دغه بريد کړی دی خو د وخت نه وړاندې په مطبوعاتو څه نه شي ویلی چې د تنظيم نوم يا خلکو نوم واخلي".

هغه وویل، "تراوسه پورې د پېښې په تړاو هیڅوک نه دی ګرفتار کړی شوي".

د خېبرپښتونخوا پوليسو دعوه کړې، د سي سي ټي وي کېمرې ويډیوز ترلاسه کولی شي چې د مبينه خودکش معلومات وشي او د پېښې په ابتدايي تحقيقانو کې د داعش خراسان د ککړتيا لاس ښکاري.

سي ټي ډي پولیس د ترهګرۍ او وژنو د مادو لاندې د ځانمرګي برید مقدمه د نامعلومو ترهګرو پرضد درج کړې ده.

د باجوړ روغتون [اېم اېس] ډاکټر لياقت علي نن وي او اې ډیوه ته وویل، تراوسه پورې دوی ته ټول 89 ژوبل ورغلي او 45 وژنې نوموړي تاييد کړي دي.

هغه وویل ځينې مړي داسې دي چې هغه د پېښې د ځای نه خلکو وړي دي او زياته یې کړه، د مړو شمېره د 50 نه زیاته ده.

ډاکټر لياقت علي وویل، ځینې ژوبل پوځي روغتون او ځینې د تېمرګرې روغتون ته منتقل کړی شوي دي.

امریکې، سعودي عرب او د پاکستان سياستوال د باجوړ پېښه په کلکه غندلې ده.

د پاکستان وزیراعظم شهباز شريف ويلي، د باجوړ په خار کې د جمعيت علمااسلام ف په غونډه د برید څومره غندنه وشي کمه ده.

هغه په ټویټر ويلي، "په سياسي ګوندونو د حملو څخه واضحه ده چې دښمن پاکستان کې د جمهوري نظام مخالف دی خو د دې به قطعا اجازه ور نه ورکړی شي".

هغه ويلي، "د پېښې زمه وار به په ګوته کړی شي او قرار واقعي سزا به ورته ورکړی شي".

د پاکستان وزیراعظم ويلي، "پاکستان قوم، قانون نافذونکې ادارې، او زمونږ محافظ به د دښمن داسې ناوړه هتکنډې کله کاميابېدو ته نه پرېږدي".

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG