لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغانستان په زلزله کې لږ تر لږه 1000 کسان مړه شوي دي


په افغانستان کې د زلزلې دلاسه د خلکو د مړينې شمېر لږ تر لږه 1000 ته رسېدلی دی.

د ای اېف پي خبري ادارې ترمخه په زلزله کې د خلکو د مړينې ورستۍ شمېره په پکتیکا ولایت کې طالبانو د اطلاعاتو او د ثقافت څانګې مسول محمد امین حذیفه خبریالانو په يو پېغام کې څرګنده کړې ده.

د رپورټ ترمخه طالب چارواکي وویل د تلفاتو شمېره مخ په زیاتېدو ده او خلک قبرونه کندي.

د دې نه وړاندې طالب مامورینو په زلزله کې د 900 نه د زیاتو کسانو د مړ کېدو او تر د 600 پورې کسانو د زخمي کېدو رپورټونه مطبوعاتو ته ورکړي وو.

زلزله د ګل، دوشنبې، او د نهې، س سه شنبې، په منځ شپه کې راغلې ده.

دقدرتي افتونو په مهال د طالبانو کې دمرستو ادارې زلزله کې په لویه کچه دانسانانو دمړینې پخلی کړی اؤ دطالبانو حکومتي چارواکي وایي چې دې زلزلې زیات زیانونه په مشرقي سیمو کې اړولي دي.

رویټرز خبري اداره وایي دا په افغانستان کې د تیرو دوؤ لسیزو راپدیخوا تر ټولو خونړۍ زلزله وه چې دامریکې جیولیوجیکل سروی یې شدت شپږ اعشاریه یو ښودلی دی اؤ وایي ددې زلزلې مرکز دخوست ښار نه ۴۴ کلو میټره په واټن زمکه کې دننه ۵۱ کلو میټره ؤ.

رویټرز خبري شبکې داسې عکسونه خپاره کړي چې پکې دافغانستان په مشرقي سیمو کې ګڼ شمیر کورونه ړنګ شوي لیدل کیږي اؤ خلک د مړو اؤ زخمیانو د راویستلو په هڅه کې دي.

دپاکستان وزیراعظم شهباز شریف افغانستان کې په راغلي زلزله کې په شوې مرګ ژوبله دغم اؤ خفګان څرګندونه کړې ده اؤ وایي پاکستان د مصیبت نه په ډکو دې شیبو کې دخپل ګاونډي ورور هیواد افغانستان ترشا ولاړ دی اؤ هر رقم کومک به ورسره کوي.

په ټویټر ښاغلي شهباز شریف لیکلي چې اړونده چارواکو ته یې دافغانستان مصیبت ځپلو خلکو سره دمرستو لارښوونه کړې ده.

دپاکستان خارجه دفتر هم پخپل یو بیان کې ویلي چې دپاکستان چارواکي اؤ ادارې دمصیبت په دې شیبو کې دافغانستان سره هر هغه کومک ته چمتو ده چې دغه هیواد ورته اړتیا لري.

ددې ترڅنګ دپاکستان صدر ډاکټر عارف علوي، پخواني وزیراعظم عمران خان ، یو شمیر نورو حکومتي اؤ سیاسي مشرانو هم افغانستان کې په راغلې زلزله کې په لویه پیمانه شوې مرګ ژوبله باندې خواشیني ښکاره کړې ده اؤ‌ په نړۍ یې افغانستان سره دچټک مرستو غږ کړی دی.

د طالبانو د حکومت يو وياند بلال کريمي په ټویټر ویلي، د پکتيکا ولايت په څلورو ضلعو/ ولسوالیو کې د سلګونو په شمېره کې کسان مړه شوي او ټپيان شوي دي.

په کابل کې د طالبانو د پولیسو ویاند خالد ځدران هم د سوونو کسانو د مړینې او ژوبلېدو خبر ورکړی خو دغو دواړو طالب چارواکو کره شمېره نه ده ښودلې.

ويل شوي زلزله کې د پاکستان سره پولې ته نزدې د افغانستان په پکتيکا ولايت کې په سوونو کورونه تباه شوي او خلک د ملبې لاندې ګېر پاتې دي.

د زلزلې زورور ټکانونه د پښتونخوا په مرکز پېښور او ځینو نورو سیمو او همدارنګه په پایتخت اسلام اباد او د پنجاب په ځینو سیمو کې هم محسوس شوي دي خو تر اوسه پکې چاته د ځاني یا مالي‌ زیان د اوښتو خبرونه نه دي ورکړل شوي.

د یورپ د مډیټرانې د زلزلو څېړنیز مرکز (اي ایم ایس سي) په یو ټویټ کې ویلي، د زلزلې ټکانونه د 500 کیلومیټره په فاصله

په افغانستان، پاکستان او هند کې شاوخوا 119 میلینه خلکو محسوس کړي دي.

د پاکستان د موسمياتو محکمې هم د زلزلې شدت [6.1] ښودلی دی

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG