لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امريکې په هوايي ریاست کې اور دلاسه د مړو کسانو شمېره ۵۵ ته رسېدلې


د اور نه پس د لهانیا ښار یو منظر
د اور نه پس د لهانیا ښار یو منظر

د امریکې د هوايي ریاست په ماوي جزیره کې د ځنګلي اور له امله د مړه شویو کسانو شمېره ۵۵ ته رسېدلې ده.
په ماوي کې تر ټولو زیات نقصان د جزیرې په مرکزي ښار لهانیا کې شوی دی. اېسوسي اټېډپرېس خبري اداره وايي د تاریخ ښار ګڼ شمېر برخې په اور کې سوزېدلي دي.

یو سیمه اييز چارواکي د جمعې په ورځ وویل چې د ښار اوسېدونکي خپلو املاکو جاج اخیستلو دپار لهانیا ته ستنېدلی شي.

هوايي ریاست د قدرتي افتونو په اړه د خبرداري او د تحفظ نظام لري او د ماوي اوسېدونکو ویلي د اور په اړه د خبرداري په لړ کې دغه نظام کار نه دی کړی.

په کال ۱۹۶۰ کې د سمندري یا سونامي نه پس څادثاتي اور د هوايي تر ټولو لوی قدرتي افت دی. په دغه طوفان کې ۶۱ کسان مړه شوي وو. په ۱۹۴۷ کې بل طوفان کې ۱۵۰ مړه شوي وو.

ابتدايي رپورټو کې اور د لاسه د خلکو د مړینې شمېره د ۳۰ نه زیاته ښودلې وه. خو دغه شمېره پس له هغې زیاته شوې چې اور ځپلو علاقو کې نور مړي موندل شوي دي.

د هوايي ګورنر جاش ګرین د جمعې په ورځ‌ خبرداری وکړو چې د مرګونو شمېره نوره هم زیاتېدلی شي.

اور وژونکو ډلو د لهانیا او د نژدې سیاحتي مرکز شا او خوا حفاظي علاقه قایمه کړي خو رپورټونه وايي د زیارت تر ورځې پورې قابو نه و موندل شوی.

د امریکې صدر جوبایډن په ماوي کې ځنګلي اور لوی افت بللی او د ژمنه کړې چې وفاقي حکومت به ماوي سره مرسته کوی.

یادونه: د دې خبر معلومات د ای پي خبري ادارې نه اخیستل شوي دي

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

بلوچستان کې د تشدد زیاتېدل: وجه یې څه ده او خلک څه فکرمندي لري؟
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:48 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG