لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هند کې يو پُل غورځېدلی 132 کسان پکې مړه شوي دي


د راپورونو ترمخه یو شخصي شرکت يا کمپنۍ د دې پُل په مرمت نزدې اووه مياشتې کار کړی، خو د ځايي حکومت لخوا دغه پُل ته د پېدل تلونکو دپاره د محفوظه يا خونديتوب سند نه وو ورکړی شوی
د راپورونو ترمخه یو شخصي شرکت يا کمپنۍ د دې پُل په مرمت نزدې اووه مياشتې کار کړی، خو د ځايي حکومت لخوا دغه پُل ته د پېدل تلونکو دپاره د محفوظه يا خونديتوب سند نه وو ورکړی شوی

د هند چارواکو ويلي، په لويديځ رياست ګجرات کې په سيند دپاسه جوړ د ماچهو په نوم پُل چې په وروستيو کې بيا مرمت کړی شوی وو، غورځېدلی دی او لږ تر لږه 132 کسان پکې مړه شوي دي.

چارواکو ويلي، د پېښې ښکار کسان روغتونونو ته منتقل کړی شوي او په پېښه کې د مړينو سېوا کېدو اندېښنه څرګندنه کړی شوې او د ژوبلو کره شمېره نه ده ښودل شوې.

ځايي ميډيا ویلي، دغه پُل چې نزدې 150 کاله وړاندې جوړ شوی، پينځه ورځې وړاندې د مرمت کولو وروسته د پېدل تلونکو دپاره پرانستل شوی وو.

د راپورونو ترمخه یو شخصي شرکت يا کمپنۍ د دې پُل په مرمت نزدې اووه مياشتې کار کړی، خو د ځايي حکومت لخوا دغه پُل ته د پېدل تلونکو دپاره د محفوظه يا خونديتوب سند نه وو ورکړی شوی.

چاوراکو ويلي په دې پُل د هندوانو د ديوالي تهوار يا مېلې نمانځلو په مهال په لسګونو خلک راجمع شوي وو.

ویل شوي امدادي کار کوونکي او پوځي عسکر د پُل غورځېدو په مهال د خلکو ژغورولو دپاره په ځای کړی شوي دي.

د اې اېف پي خبري ادارې د خبر ترمخه چارواکي هڅې کوي چې پُل ته د نزدې ډېم څخه راتلونکې اوبه ودروي او د پمپونو د لارې د سيند نه اوبه اوباسي چې د ژغورنې عمليات چټک شي.

د هند وزیراعظم نريندرا مودي چې د پېښې په مهال په ګجرات رياست کې وو، په پېښه يې د خفګان څرګندونه کړې او په پېښه کې د مړه شوو د کورنيو دپاره یې د تاوان ورکولو اعلان کړی دی.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG