لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ترکي او شام په زلزله کې د 2,300 نه زیات کسان مړه شوي


ترک مامورینو وویل په ترکي کې زلزلې دلاسه د 1500 نه زیات کسان مړه شوي دي او په زرګونو نور بې کوره شوي دي
ترک مامورینو وویل په ترکي کې زلزلې دلاسه د 1500 نه زیات کسان مړه شوي دي او په زرګونو نور بې کوره شوي دي

په ترکي او د شام په شمال کې د ګل، دوشنبې، په سحر د 7.8 شدت زلزلې دلاسه د 2,300 نه زیات کسان مړه شوي او امدادي کارکونکي وايي په سلګونو کسانو د ړنګېدلو ودانیو ملبې دلاندپراته دي.

امدادي کارکونکو په زلزله کې د تباه شویو کورونو او ودانیو په ملبه کې د ژوندي کسانو د لټون کار شروع کړی دی.

د زلزلې لومړۍ څپې د شام پولې سره نژدې د ترکي غازي عینتاب سيمه وجقوله او د دې وروسته د اووه اشاریه پېنځه درجې زلزلې د شام شمالي سیمه ووهله.

ترک مامورینو وویل په ترکي کې زلزلې دلاسه د 1500 نه زیات کسان مړه شوي دي او په زرګونو نور بې کوره شوي دي.

د ترکي صدر رجب طیب اردګان په خبري غونډه کې وویل لږ تر لږه 2800 ودانۍ راغورځېدلي دي. هغه خبریالانو ته وویل د ړنګ شویو ودانیو ملبه د لېرې کولو کار دوام لري او ممکنه ده چې د مرګ ژوبلې تعداد زیات شي.

په شام کې د صحت مامورینو وویل زلزلې دلاسه لږ تر لږه 430 کسان د حکومت په ولکه کې سیمو کې مړه شوي دي او د امدادي کارکونکو وېنا وه چې د حکومت د مخالفینو په ولکه کې سیمو کې 380 کسان مړه شوي دي.

د رپورټونو ترمخه د غازي عینتاب تاریخي قلعه او تاریخي عمارتونو ته نقصان رسولی دی.

د شام په ادلب ښار کې د زلزلې وروسته یو منظر
د شام په ادلب ښار کې د زلزلې وروسته یو منظر

او د شام د صحت محکمې ويلي د حکومتي ولقې په علاقه کې 326 کسان مړه شوي او د ژغورنې ادارې ويلي د ياغيانو په علاقه کې د 100 نه زیات کسان مړه شوي دي.

د ترکي د کورنيو چارو وزیر ویلي، د لومړۍ زلزلې وروسته 20 نورې جټکې محسوس کړی شوي دي او د ترکی لس صوبې زلزلې ځپلې دي.

يورپي يونين ويلي، زلزله ځپلې سيمې ته یې د ژغورنې ټيمونه لېږلي دي.

د فرانس، جرمني او برتانيې حکومتي مشرانو ویلي دوی تيار دي چې د زلزلې څخه اغېزمنو مرستې وکړي. اسرايل او روس هم د ترکي د مرستو ويلي دي.

د امريکې د ملي امنيت سلاکار جېک سېلوان ویلي، صدر جوبايډن د نړیوالې پرمختيا او نورو ادارو ته لارښوونه کړې چې د زلزله ځپلو د مرستو جاج واخلي.

هغه ويلي، امريکا په ترکي او شام کې شوې زلزلې د تباهۍ په رپورټونو ژوره اندېښمنه ده. او امریکا هر ډول مرستو ته تیاره ده.

ترکي د نړۍ د هغو سيمو څخه يو دی چرته چې وړاندې هم زورورې زلزلې شوي دي.

په 1999 کې په ترکي کې د 7.4 شدت زلزله کې 17000 کسان مړه شوي وو.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG