لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چارواکي وايي اورونو دلاسه د امریکې په کېلېفورنیا ریاست کې ۱۰ کسان مړه شوې دي


د ځنګلاتو او د اورونو د تحفظ د کېلېوفورنیا ادارې د لاس اېنجلس په علاقه کې په پینځو مختلفو ځایونو کې اورونه لګېدلي دي چې په کې د پېليسېډز، ايټن، هرسټ، لیډیا او د سنسېټ علاقې شاملې دي. د ایټن او د پېليسېډز اورونه د ټولو نه لوی ګڼل کېږي
د ځنګلاتو او د اورونو د تحفظ د کېلېوفورنیا ادارې د لاس اېنجلس په علاقه کې په پینځو مختلفو ځایونو کې اورونه لګېدلي دي چې په کې د پېليسېډز، ايټن، هرسټ، لیډیا او د سنسېټ علاقې شاملې دي. د ایټن او د پېليسېډز اورونه د ټولو نه لوی ګڼل کېږي

د امریکې په کېلېفورنیا ریاست کې چارواکي وايي په هغه اورونو کې ۱۰ کسان وژل شوي دي چې د لاس اېنجلس ښار کې يې په پراخه کچه تباهي کړې ده.

د لاس اېنجلس کاونټۍ د صحت چارواکي د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په اورونو کې د خلکو د مرګ ژوبلې په اړه نوي معلومات وړاندې کړل چې د مخکنیو شمېرو نه دوچنده زیاتې دي. چارواکو خبرداری کړی چې په اورونو د قابو موندل کېدو او د ويجاړې شویو ودانیو د لټون وروسته د مرګ وژبلې شمېرې زیاتېدلی هم شي.

اور وژونکو ټوله شپه اورونو د وژلو کوښښونه کول او په داسې حال کې هواګانې یو څه تم شوي وې، هېلې کاپټرو په اورونو د هوا نه اوبه هم شيندلې.

صدر جوبایډن د زیارت، پنجشنبې، په ماسپښین په وایټ هاوس کې یوې غونډې ته وویل په اورونو د قابو موندلو دپاره وفاقي حکومت کېلېفورنیا ته اضافي پېسې او وسایلو مهیا کړي دي. بایډن وویل لاس اېنجلس بدترینو اورونو ځپلی دی.

نایب صدرې کاملا هېرېس چې د کېلېفورنیا ریاست نه د سېنېټ غړې هم وه، د وایټ هاوس غونډې ته وېنا کې د لاس اېنجلس اورونه د قیامت په څېر وبلل او ويې وېل د دې اثرات به تر اینده میاشتو او کلونو پورې لیدل کېږي.

deewa
deewa

د هېرېس یو کور هم د لاس اېنجلس په هغه برخه کې دی چې اوسېدونکو ته يې د وتلو هدایات شوي دي خو دا نه ده معلومه چې ایا د هغې کور ته څه نقصان رسېدلی او که نا؟

په لاس اېنجلس کې چارواکو تر ۱۸۰۰۰۰ کسانو ته د خپلو کورونو نه د وتلو هدایات جاري کړي دي. په زرکونو کورونه به اورونو کې تیاه شوي او په لسګونو زرګونه هېکټره ځمکه سوځېدلې ده.
د لاس اېنجلس ښاروالې یا مېير کېرن باس وویل دا بې مثاله او د اور تاریخي طوفان دی.

د ځنګلاتو او د اورونو د تحفظ د کېلېوفورنیا ادارې د لاس اېنجلس په علاقه کې په پینځو مختلفو ځایونو کې اورونه لګېدلي دي چې په کې د پېليسېډز، ايټن، هرسټ، لیډیا او د سنسېټ علاقې شاملې دي. د ایټن او د پېليسېډز اورونه د ټولو نه لوی ګڼل کېږي.

چارواکو په سپږمه علاقه کې هم د زیارت، پنجشنبې، په ورځ اور د شروع کېدو خبر ورکړو چې په سیمه کې اوسېدونکو ته د انخلا هدایات جاري کړی شوي دي.

په ځینو علاقو کې غلاګانې هم شوي دي او ۲۰ کسان د لوټ مار په الزام ګرفتار کړی شوي دي.

يادونه: د دې خبر ځینې معلومات د ای پي او روېټرز خبري ادارو نه اخیستل شوي دي

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG