لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکې حکومت د قرض حد زیاتولو دپاره د حکومت او د حزب اختلاف مذاکرات بیا شروع شول


د تېر کال په دې تصویر کې صدر بایډن په وایټ هاوس کې د کېوېن مېکارتي سره خبرې کوي چې په تصویر کې ګېڼ اړخته ناست دی
د تېر کال په دې تصویر کې صدر بایډن په وایټ هاوس کې د کېوېن مېکارتي سره خبرې کوي چې په تصویر کې ګېڼ اړخته ناست دی

د امریکې په کانګرس کې د حزب اختلاف ريپلېکن پارټۍ یو مرکزي مشر ویلي د حکومت د قرص 31.4 ډالرو حد د زیاتولو دپاره د صدر جوبایډن د واکمن ډېموکرېټک او د حزب اختلاف ریپبلېکن پارټۍ مذاکرات د جمعې په ورځ‌ بیا شروع شول.

د کانګرس د هاوس اف رېپرېزېنټېټیوز د ريپبلېکن پارټۍ سپیکر کېوېن مېکارتي چې ډېموکرېټک پارټۍ سره خبرو کې د خپلې ډلې مشري کوي، فاکس برنس چېنل ته مذاکراتو د بیا شروع خبره وکړه.

د روېټرز خبري ادارې ترمخه د وایټ هاوس یو چارواکي د خبرو د بیا شروع کېدو تصدیق وکړو.

د امریکې د حکومت د قرض حد د زیاتولو په اړه د مذاکراتو د بیا شروع کېدو خبر په داسې حال کې مخې ته راغلی چې که د جون د لومړۍ نېټې پورې د حکومت د قرض اخیستلو حد زیات نه کړی شو نو حکومت به د خپلو اخراجاتو ادایګي نه شي کولی، دیوالیه به شي. روېټرز وايي که داسې کېږي نو په نړیوال اقتصاد به یې هم بد اثر وغورځېږي.

د حکومت د قرض حد په زیاتولو د راضي کېدو په بدل کې د ریپبلېکن پارټي غړي مطالبه کوي چې حکومت دې خپلې خرچې کمې کړي.

په مذاکراتو کې د وقفې په مهال مېکارتي خبریالانو ته وویل غواړي چې د وایټ هاوس لخوا پرمختګ وویني خو لا نه دی شوی. هغه وویل چې د تېر کال به مقابل سږ کال پکار ده چې حکومت کمې پېسې خرچ کړي.

د وایټ هاوس یو چارواکي د فریقېنو ترمنځ د حقیقي "اختلافاتو" ذکر وکړو او ويې وېل چې خبرې به ګرانې وي. چارواکي وویل د صدر جوبایډن ډله کوښښ کوي چې داسې حل راوویستل شي چې دواړه پارټۍ پې اتفاق لري او په اسانه د سېنټ او د هاوس نه منظوري ترلاسه کړي.

په هاوس کې د ريپبلېکنز اکثریت دی او 222 چوکۍ لري. په هاوس کې د ډېموکرېټس 213 غړي دي.

په سېنېټ کې د ډېموکرېټس اکثریت دی. د ريپبلېکنز د 49 چوکو په مقابل کې 51 چوکۍ يې دي.

د ډېموکرېټس کوښښ دی چې د حکومت اخراجات د موجوده په سطح وساتي خو ریپبلېکنز د اخراجاتو کچه د 2022 سطحې ته بوتلل غواړي. په دې اړه هاوس تېره میاشت یوه منصوبه منظوره کړي چې اینده کال به د حکومت په اخراجاتو کې به تر اته فیصد پورې کمی وکړي.

ډېموکرېټس وايي د دغه مجوزه منصوبې په نتیجه کې به د تعلیم او د قانون د نفاذ په شمول د ملک دننه يو شمېر پروګرامونه ودرېږي او د حکومت په اخراجاتو کې 22 فیصد کمی وکړي.

د حکومت د قرض حد په سر د دواړو ګوندونو د اختلافاتو او د دې په نتیجه کې غیر یقیني صورتحال له امله صدر بایډن د کواډ تنظیم په غونډه کې شرکت دپاره د اسټرېلیا دوره منسوخ کړه. بایډن دا مهال د جي سېون تنظیم د غونډې په لړ کې په جاپان کې دی.

یادونه: د دې خبر معلومات د روېټرز خبري ادارې نه اخیستل شوي دي


هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG