لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ذبیح الله مجاهد به د دوحې په غونډه کې د طالبانو د حکومت د پلاوي په مشرۍ ګډون کوي


د قطر په سرښار دوحه کې د ملګرو ملتونو په کوربتوب د افغانستان لپاره د یو شمېر هیوادونو د ځانګړو استازو غونډې ته دوې ورځې پاته دي او د طالبانو د حکومت ویلي د ذبیح الله مجاهد په مشرۍ یو پلاوی به پکې د طالبانو د حکومت په استازیتوب ګډون کوي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د سه شنبې- نهې په ورځ ویلي چې د جون پر 25مه د بهرنیو چارو د وزیر امیر خان متقي په مشرۍ په یوه غونډه کې د دوحې د درېیمې غونډې په اړه خبرې شوې دي.

بلخي پر ایکس په یوه بیان کې د بهرنیو چارو د وزیر په حواله ویلي، د حکومت د مشرتابه له هدایت سره سم به "د اسلامي امارت هیئت [طالبانو حکومت] د دوحې په راتلونکې ناسته کې د ذبیح‌الله مجاهد په مشرۍ ګډون کوي".

ملګرو ملتونو ویلي چې د دوحې درېیمه دوه ورځنۍ غونډه به افغانستان لپاره د یو شمیر هیوادونو د ځانګړو استازو په ګډون د جون په 30 او د جولای په اوله جوړه شي.

ملګرو ملتونو ویلي چې دا غونډه به د امن او په سیاسي چارو کې د ملګرو ملتونو د مرستیالې روزمري ډیکارلو په مشرۍ جوړه شي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د عمومي مشر ځانګړې استازې او د یوناما مشرې روزا اوتنبیوا د تېرې جمعې په ورځ په نیویارک کې خبریالانو ته وویل چې د دوحې په درېیمه غونډه کې به په افغانستان کې د بشري حقونو او د ښځو د حقونو اړوندو مسلو باندې خبرې نه کیږي.

د یوناما د مشرې دغو څرګندونو د بشري حقونو د نړیوالو تنظیمونو او د افغان میرمنو د حقونو د تنظیمونو توند غبرګونه راپارولي او په جلا جلا بیانونو کې یې پر ملګرو ملتونو تور پورې کړی چې له خپل منشوره یې سرغړونه کړې ده.

خو ملګرو ملتونو د سه شنبې- نهې په ورځ په یوه بیان کې وویل چې د دوحې د غونډې یوه ورځ وروسته به د دغې ټولنې مرستیاله او د یوناما مشره د افغانستان د مدني ټولنې او د ښځو د حقونو له فعالانو سره هم په یوه غونډه کې خبرې وکړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د شورو- چارشنبې په ورځ په کابل کې د یوناما له مشرې روزا اوتنبایوا سره لیدلي او دواړو لوریو د دوحې په راتلونکې غونډه کې د طالبانو د حکومت د پلاوي د ګډون تر څنګ د ایجنډا پر ټکو او نورو اړوند مسایلو خبرې اترې کړې دي.

ملګرو ملتونو ویلي د جولای په دویمه به د امن او په سیاسي چارو کې د ملګرو ملتونو مرستیاله روزمري ډیکارلو او د یوناما مشره روزا اوتنبیوا د مدني ټولنې له افغان فعالانو سره وویني:

"د دوحې خبرې د یو بهیر برخه ده؛ یو ځل خبرې نه دي، ددغو خبرو وروستی هدف دا دی چې افغانستان په خپله او له ګاونډیانو سره په سوله کې ژوند وکړي، په بشپړ ډول په نړیواله ټولنه کې ضم شي او د بشري حقونوپه ځانګړي ډول د ښځو د حقونو په ګډون خپل نړیوال مکلفیتونه ترسره کړي".

په دې بیان کې د مېرمن ډیکارلو له قوله ویل شوي، "ددې اونۍ په غونډه کې به مونږ پر دې بحث وکړو چې افغانان، د افغانستان ګاونډیان، سیمه او له هغې وړاندې نړیواله ټولنه له کومو ازمایښتونو سره مخ ده".

مېرمن ډیکارلو ویلي چې په دې غونډه کې به ددې موقع هم ترلاسه شي چې د افغانانو په ګټه له واکمنو چارواکو سره اصولي تعامل تر سره شي.

ملګرو ملتونو د دوحې په دویمه غونډه کې د مدني ټولنې او د ښځو د حقونو یو شمیر افغان فعالانو هم ګډون کړی وو. طالبانو ته هم د دوحې په دوېیمه غونډه کې د ګډون بلنه ورکړل شوې وه.

خو طالبانو د فرورۍ په غونډه کې د ګډون لپاره ځینې شرطونه ایښي وو چې د ملګرو ملتونو عمومي مشر نه وو منلي او طالبانو هم پکې برخه وانه خیستله. د افغانستان په اړ د دوحې لومړۍ مشاورتي غونډه د تېر 2023م کال په می میاشت کې شوې وه.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG