لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په بنګله دېش کې سږ کال د ډېنګي مرض نه ۳۶۴ کسان مړه شوي


ډېنګي د زیاتېدونکو مریضانو دپاره د صحت وزارت په سرکاري هسپتالونو کې د اضافي بسترو او نورو ضروري سهولتونو بندوبست کړی دی خو د ډرېپونو کمی دی او چارواکو د ايي وي ډرېپونو جوړونکو ته ویلي چې پېداوار یا تولید یې زیات کړي
ډېنګي د زیاتېدونکو مریضانو دپاره د صحت وزارت په سرکاري هسپتالونو کې د اضافي بسترو او نورو ضروري سهولتونو بندوبست کړی دی خو د ډرېپونو کمی دی او چارواکو د ايي وي ډرېپونو جوړونکو ته ویلي چې پېداوار یا تولید یې زیات کړي

په بنګله دېش کې سږ کال د ډېنګي مرض نه د مړه شویو کسانو شمېره ۳۶۴ ته رسېدلې ده او د سږ ۲۰۲۳ د جنورۍ د میاشت راهسې ۷۸۰۰۰ کسان ډینکې مریضان کړي دي.

چارواکي خبرداری کوي چې ډېنګی نه د خلکو د مړینې شمېره نوره هم زیاتېدلی شي.

د بنګله دېش د ډرېکټرېټ جنرل اف هېلت سروسز وویل چې د میاشي دلارې خپرېدونکي ناورغۍ ډېنګي نه ۳۶۴ کسان مړه شوي تر ۷۸۰۰۰ پورې کسان په دې مرض اخته شوي دي.

چارواکو خبرداری کړی چې د اګست په میاشت کې ډېنګي نه خلکو د مړينې شمېره د رېکارډ حد پورې زیاتېدلی شی. په اګست کې تر اوسه پورې ۱۰۰ کسان د ډېنګي نه مړه شوي دي او د دې میاشت په وړمبو لسو ورځو کې ډېنګي تر ۲۳۰۰۰ کسان ناروغه کړي دي. د جولای په ټوله میاشت کې ۴۳۸۵۴ د ډېنګي ناروغۍ رپورټ شوې وې.

په کال ۲۰۲۲ کې په بنګله دېش کې ۶۲۳۸۲ کسان ډېنګي ناروغه کړي او دغه کال په هېواد کې ډېنګي نه د خلکو د مړیني شمېره ۲۸۱ وه.

د دېنګي علامات د عامې فلو په شان او اکثر خلک ترې صحت یاب شي خو کله کله ترې د انسان په بدن کې دننه وینا شروع شي، اعضا کار پرېږدي او د انسان مرګ ترې وشي.

که څه هم دېنګي څه مخصوص علاج نه لري خو د دې مرض خلاف وېکسین شته.د بنګله دېش نه علاوه په سایپرېس او د لاطیني امریکې بولویا کې هم سږ کال د ډېنګي وبا خپره شوې ده.

ماهرین وايي د پشکال د موسم بارانونه د ۱۶۰ مېلین ابادۍ ملک بنګله دېش کې د ډېنګي صورتحال نور خرابولی شو.

د اګست په میاشت کې د پشکال بارانونه ډېنګي په خپرېدو کې مرسته کړې ده، ماهرین وايي.

ډېنګي د زیاتېدونکو مریضانو دپاره د صحت وزارت په سرکاري هسپتالونو کې د اضافي بسترو او نورو ضروري سهولتونو بندوبست کړی دی خو د ډرېپونو کمی دی او چارواکو د ايي وي ډرېپونو جوړونکو ته ویلي چې پېداوار یا تولید یې زیات کړي.

د بنګله دېش په سرښار ډهاکه چې چارواکو د میاشو او د ولاړو اوبو د لرې کولو دپاره هلې ځلې شروع کړي دي. ماهرین وايي میاشې په ولاړو اوبو کې افزایش کوي.

یادونه: د دې خبر معلومات د اېسوسي اېټېډ پرېس خبري ادارې نه اخیستل شوي دي

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG