لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ډېنمارک پارلېمنټ په ولسي ځایونو کې د قران او نورو مذهبي کتابونو په سوزولو پابندي ولګوله


اېنر سټاجبرګ، د ډېنمارک ډېموکرېټس نومې پارټۍ چې د مهاجرت مخالفت کوي، د نوي قانون مخالفت وکړو. هغه وویل تاریخ به "زمونږ په اړه سخته فېصله کوي."
هغه وویل "خبره دا ده چې ایا په بیان د ازادۍ تعین مونږ خپله کوو اوکه بهر نه ( د بل چا ) په وېنا."
اېنر سټاجبرګ، د ډېنمارک ډېموکرېټس نومې پارټۍ چې د مهاجرت مخالفت کوي، د نوي قانون مخالفت وکړو. هغه وویل تاریخ به "زمونږ په اړه سخته فېصله کوي." هغه وویل "خبره دا ده چې ایا په بیان د ازادۍ تعین مونږ خپله کوو اوکه بهر نه ( د بل چا ) په وېنا."

د ډېنمارک پارلېمنټ د زیارت، پنجشنبې، په ورځ یو قانون منظور کړو چې ترمخه به یې په ولسي ځایونو کې قران او نور مقدس مذهبي کتابونه سوزول غېرقانوني اقدام وي.

د ډېنمارک پارلېمنټ دغه قانون پس له دې منظور کړی چې د قران د سوزول کېدو په ضد د مسلمانانو په ملکونو کې د احتجاجونو وروسته د ډېنمارک د امنیت په اړه اندېښنې راپورته شوې وې.

په ډېنمارک او سویډن کې د قران د سوزول کېدو یا قران ته د نقصان رسوول کېدو خلاف د احتجاجونو او د اسلامي ملکونو سره د دواړو ملکونو د تاوتریخوالي پېدا کېدو وروسته دا غوښتنې کېدلې چې د قران د سوزولو په عمل دې پابندي ولګول شي.

ډېنمارک غوښتل چې د ایین دلاندې ورکړی شوي د رای د ازادۍ چې په کې په مذهب تنقید هم شامل دی‌ او د قومي سلامتیا ترمنځ توازن وساتي. دا په داسې حال کې چې د قران سوزول کېدل په د اسلامي وسله والو حملې راوپاروي.

په ډېنمارک او سویډن کې د ناقدینو دلیل وو د مذهب په ازادۍ، چې په کې د قران سوزول هم شامل دی، قدغن به په سخت زیار ترلاسه شوي شخصي ازادۍ کمزوري کړي.

اېنر سټاجبرګ، د ډېنمارک ډېموکرېټس نومې پارټۍ چې د مهاجرت مخالفت کوي، د نوي قانون مخالفت وکړو. هغه وویل تاریخ به "زمونږ په اړه سخته فېصله کوي."

هغه وویل "خبره دا ده چې ایا په بیان د ازادۍ تعین مونږ خپله کوو او که د بهر نه ( د بل چا ) په وېنا."

د ډېنمارک حکومت د نویو قوانینو دفاع کړې، ویلي یې دي چې دا به د رای په ازادۍ ډیر اثر و نه لري او په نورو قانونی طریقو به په مذهب تنقید کېدلی شي.

حکومت ویلي د نوي قانون په خلاف ورزۍ جرمانې او تر د دوو کلونو پورې د قېدا سزا کېدلی شي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG