لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ډېنمارک د ترهګرۍ په اړه تحقیقاتو کې دوه کسان نیولي دي


د ډېنمارک چارواکو وویل یو کس په نېډرلېنډ یا هالېنډ کې نیول شوی دی خو دا واضحه نه وه چې ایا دغه ګرفتاري په جرمني کې د حماس په اړه د تحقیقاتو سره تړون لري او که نا؟
د ډېنمارک چارواکو وویل یو کس په نېډرلېنډ یا هالېنډ کې نیول شوی دی خو دا واضحه نه وه چې ایا دغه ګرفتاري په جرمني کې د حماس په اړه د تحقیقاتو سره تړون لري او که نا؟

په ډېنمارک کې حکومتي وکیل د جمعې په ورځ وویل د ترهګر‌ۍ په لړ کې د تحقیقاتو په مهال دوه کسان نیول شوي او څلور نور د پلټونو دلاندې دي او په هالېنډ کې یو تن او په جرمني کې ګڼ شمېر کسان حماس سره د تعلق په شک کې نیول شوي دي.

که څه هم ډېنمارک د نیول شویو کسانو په اړه څه نه دي ویلي چې آیا تعلق یې د حماس سره دی او که نا؟ خو په جرمني کې چارواکو ویلي هلته نیول شویو دریو کسانو په یورپ کې د یهودي تنظیمونو خلاف د حملو تیار کولو.

د ډېنمارک چارواکو وویل یو کس په نېډرلېنډ یا هالېنډ کې نیول شوی دی خو دا واضحه نه وه چې ایا دغه ګرفتاري په جرمني کې د حماس په اړه د تحقیقاتو سره تړون لري او که نا؟

په ډېنمارک کې نیول شوي دوه کسان به د مقدمې د شروع کېدو نه مخکې تر جنورۍ د نهمې نېټې په حراست کوي. د څلورو نورو کسانو درک نه معلوم او نه هم دا معلومه وه چې ایا لټون یې کولی شي او که نا؟

د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د ډېنمارک استخباراتي ادارې پي ايي ټي د دریو کسانو د ګرفتارولو اعلان وکړو چې په مبینه توګه یې د ترهګرۍ سازش کولو. حکومتي وکیل اېنډرېس لارنس د جمعې په ورځ‌وویل یو تن په عدالت کې د اورونې وروسته ازاد کړی شو. هغه دا و نه وېل چې ایا ازاد شوی تن اوس هم مشکوک دی او که نا؟

لارنس وویل د نورو څلورو کسانو درک نه دی معلوم خو هغه د دې خبرې تصدیق وکړو چې څوک مفرور شته.
د جرمني سرکاري وکیلان وايي د زیارت، پنجشنبې، په ورځ نیول شویو کسانو ته دا کار سپارل شوی وو چې په يورپ کې وړاندې محفوظ شوي حماس د وسلو ذخیره معلومه کړي.

د سرکاري وکیلانو په خبره دغه وسله به برلن ته وړل کېده چې په یورپ کې د یهودي ادارې خلاف حملو دپاره تیاره وساتل شي. درې کسان په برلن کې او یو تن د هالېنډ په ساحلي ښار روټرډېم کې نیول شوی دی.

جرمن چارواکي وايي په جرمني کې ګرفتار شوي درې واړه کسان د حماس زاړه غړي دي او د حماس په غېرملکي عملیاتو کې یې برخه اخیستې ده. چارواکی وايي مشکوک سان د حماس د عسکري څانګې د مشرانو سره تړون لري. امریکې او یورپین یونین حماس ترهګر تنظیم بللی دی.

په سمدستي ډول دا نه ده معلومه چې ایا په ډېنمارک اوپه جرمني کې د مشکوکو کسانو ګرفتارۍ د یو بل سره څه او څنګه تړون لري؟

د دې میاشت په شروع کې د یورپين یونین د داخلې چارو کمشنر یلاوا جانسن خبردار وکړو چې د اسرایل او د حماس د جنګ په مهال د کرسمس په موقع په یورپ کې د ترهګرۍ د حملو خطر زیات شوی دی.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG