لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پوهان: د مستقل خریدارانو باوجود د چین د وسلې خرڅلاو کم شوی


د ادارې ترمخه په د 2016-2020 په مهال د چین د وسلې د صادراتو 60 فیصد برخه الجیریا، بنګله دېش او پاکستان ته تلله. یوازې د پاکستان برخه پکې 38 فیصد وه. پاکستان وايي جی ایف 17 تنډر نومې جهاز چین سره په شریکه تیاروي
د ادارې ترمخه په د 2016-2020 په مهال د چین د وسلې د صادراتو 60 فیصد برخه الجیریا، بنګله دېش او پاکستان ته تلله. یوازې د پاکستان برخه پکې 38 فیصد وه. پاکستان وايي جی ایف 17 تنډر نومې جهاز چین سره په شریکه تیاروي

د دې باوجود چې چین مستقل خریداران لري، په نړیواله کچه د چین د وسلې په خرڅلاو کې کمی لیدل کېږي او پوهان وايي دا ځکه چې د چین وسله په جنګ کې ډیره نه ده ازمول شوې او د چین نه وسله اخیستل د خریدارانو دپاره خفیه قیمت هم لري او سیاسي شرایط هم ورسره تړل شوي وي.

د وي او ای رپورټ د سټاک هوم د انټرنېشنل پیس ريسرچ انسټېټیوټ د شمېرو په بنیاد وايي چې د مخکینو پېنځو کلونو په مقابل کې د 2016-2020 په موده کې د چین د وسلې په خرڅلاو کې اووه اشاریه اته فیصد کمی شوی واو که په نړیواله کچه وکتل شي نو د چین د وسلې په صادراتو یا اېکسپورټس کې تر د پنېځه اشاریه شپږ فیصد کمی شوی دی.

چین هر کال د دریو نه تر د څلور بېلین ډالرو مالیت وسله اېکسپورټ کوي. دا خبره په سېنګاپور کې د اېس راجارتنم سکول اف انټرنېشنل سټډیز څېړونکي رېچرډ بېټزنجر کوي.

د دغې یونیورسټۍ په سمندر د امنیت د چارو کارپوهه کالن کوه وايي د نورو ملکونو په مقابل کې د چین وسله ارزانه وي خو د دې مرمت او ساتنه د نورو په مقابل کې د مصرف په لحاظ زیاته قیمتي وي.

هغه وویل په جنګ کې د نه ازمول کېدو په سبب ډیر خریداران په دې اړه سوچ کوي چې د چین جوړه وسله به څومره موثره وي. د امریکې جوړې ځینې وسلې په جنګ کې ازمول شوي او په خریدارانو کې ښه نوم لري.

کوه وايي تر ټولو لویه مسله د "مېډ اېن چاینا" لېبل یا عنوان دی چې د چین د وسلې په خرڅلاو کې د کمي یو سبب لیدل کېږي. هغه زیاته وي د "مېډ اېن چاینا" دا "سټېګما" یا بدنامي یوازې د وسلې سره نا بلکې د چین نورو مصنوعاتو سره هم تړلې ده.

د سټاک هوم انټرنېشنل پیس ريسرچ انسټېټیوټ وايي د 2019-2020 په مهال چین د امریکې، روس او فرانس نه پس د وسلې صادرونکی څلورو لوی هېواد و.

د ادارې ترمخه په د 2016-2020 په مهال د چین د وسلې د صادراتو 60 فیصد برخه الجیریا، بنګله دېش او پاکستان ته تلله. یوازې د پاکستان برخه پکې 38 فیصد وه.

څېړونکي وايي چین د وسلې جوړولو دپاره مضبوطه بنیادي اډاڼه او د ډرون جوړولو بهترینه ټېکنالوجي لري او د وسلې جوړولو طریقې یې د روس نه زدکړي دي. څېړونکي کوه وايي د سمندري جهازونو تیارولو موقعې هم لري.

چین په افریقا، منځني ختیځ، جنوبي اېشیا او لاطیني امریکې کې د وسلې مستقل خریداران لري او د څېړونکوي په قول هغه ملکونه چې د امریکې سره سیاسي مسلې لري د وسلې ضرورت پوره کولو دپاره د چین مخه کوي.

امریکايي څېړونکی ډېنیل کی وايي چین په هره سیمه کې خریداران لټوي او د وسله په ټېکنالوجۍ کې یې ښه پرمختګ هم کړی دی، د وسلو قیمت یې کم دی نو ځکه ډیر ملکونه د چین جورې وسلې کې دلچسپي لري.

څېړونکي وایي چې چین نه د وسلې اخیستونکي زیاتره ملکونه د وسلې په اړه څه شکایت نه کوي خو بیا هم کله نه کله تاوتریخوالی رامنځته شي.

دوه کاله وړاندې د اردن هوايي ځواک د چین شپږ د چین جوړ سي اې فور بي نومې ډرون د خرڅ دپاره وړاندې کړل او د جهاز رانۍ د خبرونو وېب پانې اورټ ډیفېنس وویل داسې ښکاریده چې اردنیان د ډرون د کارکردګۍ نه مطمین نه وو.

د اېس راجارتنم سکول اف انټرنېشنل سټډیز څېړونکي رېچرډ بېټزنجر وايي په عمومي توګه د چین وسله سم کار کوي خو کارکردګي یې د امریکايي وسله په شان بیا هم نه وي.

چاینا ډېلي ورځپاڼه وايي چین اوس مهال تیار دی د ابدوز نه چلېدونکی د اواز د رفتار نه د تېز تلونکي مزایل صادرات هم شروع کړي. رپورټ وايي دغه مزایل د چین په قوي ترینو وسلو کې شمارل کېږي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG