لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ډالر په مقابله کې پاکستانۍ روپۍ نوره بې قدره شوې ده


تیره ورځ په انټر بېنک مارکیټ کې د ډالر بیعه 223 روپۍ او 42 پېسې وہ او نن په انټر بېنک مارکیټ کې 225 روپۍ او 39 پېسې دہ چې ورسره د ډالر بیعه یوہ روپۍ او 97 پېسې نورہ سېوا شوې دہ
تیره ورځ په انټر بېنک مارکیټ کې د ډالر بیعه 223 روپۍ او 42 پېسې وہ او نن په انټر بېنک مارکیټ کې 225 روپۍ او 39 پېسې دہ چې ورسره د ډالر بیعه یوہ روپۍ او 97 پېسې نورہ سېوا شوې دہ

د نړیوالې مالیاتي ادارې ایي اېم ايف لخوا پاکستان ته د پور د پروګرام د بحالۍ باوجود پاکستانۍ روپۍ د ډالر په مقابله کې نوره کمه شوې او په انټر بېنک مارکیټ کې د روپۍ په مقابله کې د ډالر بیعه 225 روپو ته رسېدلې ده خو سوداګر وايي په ازاد مارکیټ کې یو ډالر په 228 روپو خرڅیږي.

تیره ورځ په انټر بېنک مارکیټ کې د ډالر بیعه 223 روپۍ او 42 پېسې وہ او نن په انټر بېنک مارکیټ کې 225 روپۍ او 39 پېسې دہ چې ورسره د ډالر بیعه یوہ روپۍ او 97 پېسې نورہ سېوا شوې دہ.

په پاکستان کې د پېسو د بدلوونکو د اتحادیې مشر ملک بوستان وایي، د مالیاتي اداري څخه یو ارب ډالرہ قسط ترلاسه شوی خو په ملک کې د سېلابونو له امله ولاړو فصلونو ته 20 اربه روپۍ ډالرہ تاوان اوښتی چې له امله یې پاکستان د ګاونډي هېوادونونه خوراکي توکي په خصوصي توګه سبزیانې راغواړي د کوم سرہ چې د پاکستان درامدي بل سېوا کيږي او د هغې په وجه روپۍ د فشار ښکار دہ.

بوستان وایي بله دا چې په ایران د نړیوالو بندېزونو له امله د دغه هېواد سرہ په نقدو پېسو تجارت کيږي او د هغې له امله د ډالر طلب هم سېوا شوی دی.

د نوموړي په خبرہ د عمرې دپاره هم خلک سعودي عرب ته ځي په روپۍ د هغې فشار هم دی او بله دا چې د متحدہ عرب اماراتو قانون جوړ کړی چې ھر مسافر به په هوایي اډہ 5000 درهمه ښکارہ کوي چې له وجې يې د ډالر طلب سېوا شوی دی.

د تېرې میاشتې اګست د 16م راهسې د روپۍ په مقابله کې د ډالر بیعه د 240 روپو نه بیرته 213 روپو ته راکوزه شوې او د پاکستان دوست هېوادونو سعودي عرب او متحدہ عرب اماراتو ویلي وو چې پاکستان ته به څلور اربه ډالرہ ورکړي چې د زر مبادله ذخیرہ یې د کمېدو څخه بچ شي خو ويل کيږي دغه پیسې تراوسه نه دي ورکړی شوي.

د اګست په 26 د پاکستان سټېټ بېنک ویلي وو د پاکستان غېر ملکي مجموعي زر مبادله ذخیرہ 13اربه او 40کروړہ ډالرہ دہ او تراوسه پورې د ډالر په مقابله کې پاکستانۍ روپۍ 5.29 فیصدہ را غورځېدلې دہ.

په پېښور کې د پېسود بدلوونکو سوداګر انور شاه وايي پاکستان ته ترسيلات زر يا [رېمېټنسیز] راکم شوي دي او د هغې له وجې د پاکستان زر مبادله ذخيره هم کمه شوې چې له امله يې پاکستانۍ روپۍ د دباو سره مخ ده.

د پاکستان مرکزي بېنک نن د زیارت/ پنجشنبې په ورځ [8 ستمبر] ويلي، د روشن ډيجيټل اکاونټ پېسې پينځه اربه ډالرو څخه زياتې شوي دي او د ستمبر کال 2020 راهسې د کال 2022 د 5 ستمبر پورې پينځه اربه او اته کروړه ډالره په دغه اکاونټ کې اېښودی شوي دي.

مرکزي بېنک وايي د روشن ډيجيټل اکاونټ تعداد د څلور لکه 56000 نه زيات شوی چې پکې د 175 هيوادونو څخه پاکستانيانو اکاونټونه پرانستي دي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG