لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پوليس د امنيتي ننګونو سربېره هم د پوليو د ټيمونو امنيت ساتي



د بلوچستان د سرحدي سيمې ږوب يو پوليس افسر عبدل پټان وايي، چې په بلوچستان کې په روان د پوليو ضد کيمپېن کې د پنجاب، سند او پښتونخوا ترمنځ په ټولو لويو لارو ټرانزټ مرکزونه جوړ شوي، چېري چې پوليس او ليويز عسکر د ويکسين په کار کې د پوليو ټيمونو بدرګه او کومک کوي
د بلوچستان د سرحدي سيمې ږوب يو پوليس افسر عبدل پټان وايي، چې په بلوچستان کې په روان د پوليو ضد کيمپېن کې د پنجاب، سند او پښتونخوا ترمنځ په ټولو لويو لارو ټرانزټ مرکزونه جوړ شوي، چېري چې پوليس او ليويز عسکر د ويکسين په کار کې د پوليو ټيمونو بدرګه او کومک کوي

په بلوچستان کې د پوليو ضد کيمپېنونه د پوليس او ليويز په کومک ترسره کېږي. پولیس چارواکي وايي سربېره د دې چې په پوليس په وار وار بريدونه شوي د پوليووايرس په مخنيوي کې د پوليو ټيمونو امنيت ساتل د دوی لومړۍ ترجيح ده.

د بلوچستان او جنوبي وزيرستان ترمنځ په لويه لاره پوليس او پوليوکارکوونکو د ويکسين لپاره ترانزټ مرکز جوړ کړی، چې په کې په سفر ماشومانو ته د پوليو ضد قطرې ورکړي.

جنوبي وزيرستان ته څېرمه د بلوچستان د سرحدي سيمې ږوب يو پوليس افسر عبدل پټان وايي، چې په بلوچستان کې په روان د پوليو ضد کيمپېن کې د پنجاب، سند او پښتونخوا ترمنځ په ټولو لويو لارو ټرانزټ مرکزونه جوړ شوي، چېري چې پوليس او ليويز عسکر د ويکسين په کار کې د پوليو ټيمونو بدرګه او کومک کوي.

پټان وویل " دا د خيبرپښتونخوا او کوټې ترمنځ پر د ډېره اسماعيل خان پر لويه لار جوړ ټرانزټ مرکز دی. دلته د پوليس عسکر ځای پر ځای شوي دي. پوليس دا هوډ کړی چې د پوليو کارکوونکو امنيت ته به لومړيتوب ورکوي. زموږ هڅه دا ده، چې تر هر ماشوم پوري د پوليو قطرې ورسوو. د پوليس غټه او لومړۍ ذمه واري هم د پوليو کارکوونکو امنيت ساتل دی."

په بلوچستان کې په وار واردپوليوکارکوونکوپرامنيت ساتونکوپوليس عسکرو د وسله والوبريدونه شوي. خو د بلوچستان پوليس ډي ايس پي فضل اکبر مندوخېل وي او اې ډيوه ته وايي، چې عسکر يې د امنيتي ننګونو سربېره هم د پوليو کارکوونکو امنيت ساتي، چې پوليو کارکوونکي د بشپړ امنيت په چاپيريال کې د ويکسين کار ترسره کړي.

مندوخېل ویول " درې ټرانزټ مرکزونه، چې د ډېره اسماعيل خان پر سړک، د واڼه وزيرستان پر سړک او د کوټې پر لويه لار جوړ شوي دي. شاوخوا دوه سوه پوليس سرتېري د پوليو ټيمونو امنيت ساتي. موږ هڅه کوو، چې پوليو کارکوونکو ته د امنيت له پلوه کوم زيان ونه رسېږي. موږ دا هم هڅه کوو، چې د پوليو وايرس په بشپړه توګه ختم شي."

د سرحدي سيمې ږوب د پوليو ټيمونو مسوول صلاح الدين ايربزی وايي، چې پوليس عسکر په موثر پوليو کيمپېن کې ډېر مهم رول لري. له هر ګرځنده ټيم سره پوليس د ښار پر واټونو او کوڅو ګرځي، چې تر هر کور او ماشوم پوري د پوليو ضد قطرې ورسېږي.

" پوليس د پوليو ټيمونو بشپړ امنيت ساتي. په پوليو کيمپېن کې د رفيوزل يا انکاري په ويکسين کولو پوليس عسکر ډېر مهم رول لري، د پوليس په موجودګي کې خلک له ويکسين انکار نه کوي. پوليس په ښه توګه روزل شوي دي، له ټيم سره نږدې ګرځي، پوليس ټيمونو ته ډېر ښه تحفظ ورکړی دی. موږ د پوليس محکمې ډېره مننه کوو، چې زموږ کيمپېن په ښه توګه دوام لري."

د بلوچستان په څلوردېرشو ضلعو کې د پوليو ضد اووه ورځنی کيمپېن دوام لري. په کيمپېن کې يولس زره ګرځنده ټيمونه برخه اخلي، چې د صوبې په ښاري او کليوالو سيمو کې ماشومانو ته د پوليو ضد قطرې ورکړي.

د پولیو ضد په موجوده کېمپېن کې په بلوچستان کې د تشدد څه پېښه نه ده رپورټ شوې خو د خېبرپښتونخوا په مختلفو علاقو کې د پولیو ټیمونو په تحفظ ګمارل شوي پولیس حملې شوي دي.

د شورو، چهارشبنې په ورځ د خېبر پښتونخوا په بنو ضلعه کې په ورځ د پولیو ټیمونو په حفاظت مامورو پولیسو دوه بریدونه وشول شوي چې یو پولیس عسکر په کې ووژل شواؤ بل ژوبل شو.

تر دې پېښې څو ساعته وړاندې وسله والو بنو کې د پولیو ضد څاڅکو ورکوونکې ډلې په دوؤ ساتونکو نورو پولیس عسکرو هم ډزې کړې وې چې یو عسکر پکې ژوبل شوی ؤ.

تحریک طالبان پاکستان د دې پېښو ذمه واري پخپله غاړه اخستې ده.

په بنو کې د پېښو نه یوه ورځ وړاندې د خېبرپښتونخوا د باجوړ ضلعې په واړه ماموند سیمه کې هم وسله والو د پولیو ضد څاڅکو ورکوونکې ډلې په حفاظت مامورو پولیسو باندې برید کړی ؤ خو د باجوړ پولیسو وینا په دغه برید کې کومه مرګ ژوبله نه وه اوښتې.

  • 16x9 Image

    رفیع الله مندوخېل

    رفیع الله مندوخېل په بلوچستان کې د وي او اې ډیوه خبریال دی چې د پولیو په اړه رپوټونه جوړوي. ده له بلوچستان پوهنتونه په انګرېزي ادبیاتو کې ماسټري کړې ده او وخت په وخت یې د پاکستان له ګڼ شمېر رسنیو لکه «ډان»، «نوای وقت»، «انډیپینډینټ اردو»، «دي فرنټېر پوسټ» او «پیکټ رېډیو» سره هم کار کړی دی.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

امریکا د اسرایل او حماس ترمنځ تړون کې پراخه ګټې ویني
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:53 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG