لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ټي ټي پي د ډزبندۍ باوجود په خېبرپښتونخوا کې بریدونه څه پیغام لری؟


په دې روستيو کې د طالبانو سرچينو ډيوه ته ويلي د حکومت سره يې په مذاکراتو کې کوم د ذکر وړ پرمختګ نه دی شوی او نه د تېرو ډير ورځو راهسې د حکومتي چارواکو لخوا په خبرو اترو کې د کوم پرمختګ په اړه څه ويلي دي
په دې روستيو کې د طالبانو سرچينو ډيوه ته ويلي د حکومت سره يې په مذاکراتو کې کوم د ذکر وړ پرمختګ نه دی شوی او نه د تېرو ډير ورځو راهسې د حکومتي چارواکو لخوا په خبرو اترو کې د کوم پرمختګ په اړه څه ويلي دي

دپاکستان حکومت او دتحريک طالبان پاکستان ترمېنځه د 31مئ نه تر مامعلومې مودې د ډز بندۍ اعلان شوی دی خو بيا هم دخېبر پښتونخوا په قبايلي ضلعو او د صوبې په نورو برخو کې وخت په وخت د امنيتي ادارو اهلکار او ځايي خلک په بمي چاودنو او هدفي وژنو کې په نخښه کيږي.

که څه هم د ډزبندۍ له اعلان راپدیخوا ټي ټي پي د کوم بريد ذمه واري نه ده منلې خو څيړونکي وايي دا بريدونه ښايي چې ټي ټي پي کې نوې وسله والې ډلې جوړې شي يا پکې ځنې جنګيالي داعش خراسان سره د الحاق اعلان وکړي.

د څيړنيزي ادارې فاټا ريسرچ سنټر د شمېرو تر مخه د تېر جون په مياشت کې په قبايلي ضلعو کې د امنيتي ادارو14 اهلکار وژل شوي او 9 ټپيان شوي وو.

ددې ترڅنګ 22 عام وګړي په بېلا بېلو پېښو کې وژل شوي دي۔

په قبايلي ضلعو کې د جون مياشت کې ټول 31 بريدونه شوي، د فاټا ريسرچ سنټر شمېرې ښايي هم د جون مياشت کې د20 نه زيات وسله وال وژل شوي وو۔

د ادارې مشر منصور محسود ډيوه ته وويل روانه مياشت هم د هدفي وژنو او بمي چاودنو رپورټونه مخې ته راغلي دي۔

"هدفي وژنې زياتې په شمالي وزيرستان کيږي، هلته له طالبانو جلا د حافظ ګل بهادر ډلې د ډزبندۍ اعلان نه دی کړی، نوځکه دلته هدفي وژنې زياتې شوي دي، بل د داعش (خراسان) په اړه دا خبرونه دي چې دوي په پاکستان او افغانستان کې منظم شوي، او زمونږ دمعلوماتو ترمخه د داعش کوششونه روان دي چې دې سيمه کې ځان مضبوط کړي"

د ساوتهـ ايشين ټيررازم پورټل نومې وېب پاڼې د شمېرو ترمخه په خېبر پښتونخوا کې د کال2022م د جنورۍ مياشتې نه تر د جولائي17مې نېټې پورې ټول191 بريدونه شوي چپکې149 عام وګړي 207 دامنيتي ادارو اهلکار او201 وسله وال وژل شوي دي.

د وېب پاڼې تر مخه په جون کې 30 او جولایي کې16 بريدونه رپورټ شوي دي چې دې کې په باجوړ، پېښور او جنوبي وزيرستان کې د څلورو هدفي وژنو ذمه واري داعش خراسان ډلې اخستې ده، د نورو بريدونو کوم وسله وال تنظيم ذمه واري نه ده منلې.

څيړونکي او د مېلټنټ ډيسکورس نومې کتاب ليکونکي خادم حسېن ډيوه ته وایي کله چې يوه وسله واله ډله د رياست سره مزاکرات کوي نو دوي کې بېلا بېلې ډلې جوړې شي، بيا جلا شوې ډلې عمليات کوي او ځان ثابتول غواړي چې د بريدونو صلاحيت لري.

"چې کله دوي ځان ثابت کړي، ډيرې هدفي وژنې وکړي، ډيرې حملې وکړي ، ډير خلک ورسره ملګري کيدل شروع شي نو ډير شمېر جنګيالي دې سپلينټر ګروپ سره ملګري شي نو دوي بيا د نوي نوم سره د ځانله ډلې اعلان وکړي"

څيړونکي خادم حسین زياته کړه په دې خبره هغه وخت سوچ کول پکار ؤ چې کله د ټي ټي پي سره مذاکراتو پېل کېدل، چې څه رنګه به رياستي ادارې بيا د داسې ډلو مخنيوی کوي، لا هم تراوسه کومې ډلې د ټي ټي پي نه د جدا کېدو اعلان نه دی کړی، بلکې ټې ټي پي د ډزبندۍ په وخت هم اعلانونه کړي چې ځنې وړاندې جله شوې ډلې ورسره بيا يو ځايې شوي دي.

خو څيړونکي وايي نوې ډلې به هغه وخت مخې ته راځي کله چې د ټې ټې پي او حکومت ترمېنځه د مذاکراتو کومه نتيجه مخې ته راشي.

په دې روستيو کې د طالبانو سرچينو ډيوه ته ويلي د حکومت سره يې په مذاکراتو کې کوم د ذکر وړنوی پرمختګ نه دی شوی او نه د تېرو ډير ورځو راهسې د حکومتي چارواکو لخوا په خبرو اترو کې د کوم پرمختګ په اړه څه ويل شوي دي.

د مذاکراتو عمل کې وخت په وخت د دواړو خواو په يو بل د سنجيدګۍ نه ښودولو او د ځني غوښتنو نه منلو خبرونه مخې ته راځي۔ خو څيړونکي وايي په ملک کې روانو سياسي او اقتصادي مسلو د طالبانو سره روان مذاکرات په شا کړي دي، خو د خلکو د وژنو او د بريدونو لړۍ لا هم روانه ده.

د امنيت دټینګښت په اړه د په صوبه کې د تحریک انصاف د صوبايي حکومت یو مشر وزير شوکت يوسفزي وي او اې ډيوه ته ويلي پخوانۍ قبايلي سيمې اوس د صوبي برخه ده او حکومت ټولې ممکنه هڅې کوي چې هلته امنيت په ځای شي.

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG