لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څېړونکي: که د بجلۍ په اړه پاکستان د آي ایم ایف غوښتنې پوره کوي نو زور به یې تر عوامو خیژي


د انګرېزۍ ورځپاڼې "د نيوز" د خبر ترمخه پاکستان نړيوالې مالياتي ادارې آي اېم اېف ته باور ورکړی چې د بجلۍ نرخونه به لوړوي اؤ د بجلۍ په برخه کې د پيداوار په وخت د لګښت خرڅه به وصولوي چې نزدې د 210 اربه روپیو پورې ده.

څېړونکي وايي که څه هم دا ګام به د توانايۍ په څانګه کې د مالي استحکام په ترلاسه کولو کې مرسته وکړي خو ددې زور به عوامو ته رسيږي.

مطبوعات وايي چې په پنجاب صوبه کې د مالي شمېرو په سر د پاکستاني مذاکرات کوونکو او آي اېم اېف ترمنځ هم اختلافات مخې ته راغلي دي.

آي اېم اېف ویلي چي پنجاب صوبه د مطلوبه امدن په راغونډولو او د بې خرته لګښتونو په مخنیوي کې پاتې راغلې ده.

رپورټونه وايي نړیوالې مالياتي ادارې آي اېم اېف د پنجاب صوبې په مالي حېثيت د ټکونو په ترڅ کې ویلي چي دغه صوبه د مطلوبه امدن په راغونډولو او د خپلو لګښتونو په راکمولو کې پاتې راغلې ده.

ورځپاڼه دي نيوز ليکي د پاکستاني چارواکو او آي اېم اېف د مامورينو ترمنځ خبرو کې دا خبره هم مخې ته راغلې ده چې په پنجاب کې د ټېکسونو راغونډولو اختيار دې د محصولاتو مرکزي بورډ ته وسپارل شي.

ددې ترڅنګ آي اېم اېف ته د بجلۍ په نرخونو کې په ټاکلي وخت د اضافې کولو باور ورکړی شوی چې امکان څرګنديږي په هېواد کې د بجلۍ په قيمتونو کې د جولاي د اولنۍ نېټې څخه نوره اضافه وشي.

د پاکستان د بجلۍ څانګه له يوې اوږدې مودې راهیسې د ګردشي قرضو د مسلې سره مخ ده خو د بجلۍ په نرخونو کې د تېرو دوو کلونو راهیسې د اضافې باوجود هم دا قرضه 2.7 ټرلينه روپو ته ختلې ده.

د انرژۍ د څانګې ماهرين وايي پاکستان کې د پاور سېکټر ټولې 22 کمپنيانې دي او دغو کې 17 کمپنۍ په خساره کې روانې دي.

د توانايۍ د چارو ماهر خالد ولید وي او اې ډیوه ته وایي، د بجلۍ په څانګه کې ددې د خورولو په نظام کې مسلې دي او د بجلۍ په خورولو کې ددې ضياع ډيره زياته ده .

هغه وایي له دې پرته په کراچۍ او پېښور کې د بجلۍ د بېلونو وصولي هم کمه ده او بله دريمه ستونزه د استوګنو سيمو کې د صنعتونو په نسبت د بجلۍ د زيات استعمال ده.

د خالد ولید په وینا "په نوره نړۍ کې د بجلۍ په استعمال کې د صنعتونو برخه زياته وي او دغه شان د ګېس په څانګه کې لويه مسله کيمياوي صنعتونو ته په رعايتي نرخونو د ګېس ورکولو ده او آي اېم اېف غواړي چې دغه صنعت په رعايتي نرخونو د ګېس ورکول بند کړي".

د پاکستان او نړيوالې مالياتي ادارې ترمنځ د 3 اربه ډالرو د لنډ مهاله قرض پروګرام لاندې د 1.1 ارب ډالره اخري قسط ترلاسه کولو په سر جایزه خبرې په داسې حال کې روانې دي چې پاکستان د خپل تاريخ د ستونزمن اقتصادي بحران سره مخ دی، د ګرانۍ کچه لوړه شوې ده، د زر مبادلې ذخيرې یې د 8 اربه ډالرو څخه ښکته راغلي دي او روپۍ هم د ډالر په مقابله کې خپل قدر بایللی دی.

اقتصاد پوهان وايي د آي اېم اېف په غوښتنو عمل کول به حکومت ته مشکل وي.

اقتصادپوه شهریار بټ وایي ،آي اېم اېف غواړي چې پاکستان په خپل اقتصاد کې اصلاحات راولي، د ټېکسونو په مد کې امدن زيات کړي او د ټېکسونو داېره دې ټول هېواد ته وغځوي،

ډیوه سره خبرو کې هغه وایي د آي ایم ایف غوښتنه ده چې د مځکو کاروبار کونکي دې د ټېکس جال کې راوستل شي او ددې سره د زراعتو په څانګه دې هم ټېکسونه ولګول شي چې دا ټولې غېر مقبوله فېصلې دي حکومت ته به یې کول ګران وي.

د پاکستان وزير اعظم شهباز شريف وړاندې د خزانې د مرکزي وزير محمد اورنګزيب تر مشرۍ لاندې خپلې اقتصادي ډلې ته ویلي چي د لنډ مهاله قرض پروګرام د ترسره کېدو وروسته دې د آي اېم اېف سره د يوې بلې اوږد مهاله قرض لوظنامې لپاره خبرې پېل کړي.

د پاکستان حکومت لا نه ده واضحه کړې چې د آي اېم اېف څخه به د اږود مهاله پروګرام لاندې څومره رقم اخلي خو امريکايي خبري ادارې بلومبرګ فرورۍ کې خپل رپورټ کې ويلي وو چي پاکستان د آي اېم اېف څخه 6 اربه ډالره نور قرض ترلاسه کول غواړي.

پاکستان کې د امریکا سفیر ډونلډ بلوم تېره ورځ د پاکستان د وزير اعظم شهباز شريف سره ملاقات کړی او د امریکا د سفارت اعلامیه وايي په ليدنه کې امريکايي سفير د آي اېم اېف پروګرام د لارې پاکستان ته د اقتصادي اصلاحاتو لپاره د امریکا د مرستې باور ورکړی دی.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG