لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د ډپلومیټانو په نظر د افغانستان آینده


د ځینو پخوانیو خطاګانو په حقله د خبرو په وخت جېمز ډابېنز وویل یوه خطا دا وه چې په لومړی سر کې سوله ساتې ځواکونه افغانستان کې ځایې پر ځایې نه شول
دلته په واشنګټن کې څیړونکو د 2014م نه وروسته د افغانستان د حکومت د ممکنه ماتیدو د خطر سره سره د مثبت آینده اټکلونه هم کړي دي. د افغانستان لپاره د امریکې پخواني سفیر او د څیړنو ادارې Rand کې د نړیوال امنیت او دفاعي تګلارې د مرکز مشر جیمز ډابېنز ویلې افغانستان به د دواو ازمايشونو نه تېریږي. لومړی دا چې د نړیوالو ځواکونو نه امنیت افغان پوځ ته انتقال شې. او دویم ازمیښت به يې دا وي چې څنګه به په کامیابه توګه سیاسي واک د صدر کرزي نه راتلونکي مشر ته واوړي. هغه زیاته کړه په دغو دواړو ازمیښتونو کې د ناکامۍ له امله افغان حکومت د نسکوریدو سره مخ کیداې شي.
د راتلونکي په اړه د دغو چیلنجونو تر څنګ ښاغلي Dobbins دا هم وویل چې افغانستان په ډیرو شیانوکې کامیابی تر لاسه کړې. د شلو جګړه ځپلو هیوادونو او سیمو په اړه شوو څیړنو ته په اشاره کې هغه وویل افغانستان د دوي په منځ کې ولاړ دی.
د امریکې تهینک ټینک یا د څیړونو ادارې (Atlantic council) کې په افغانستان باندې د خبرو په وخت د ښاغلي Dobbins نه علاوه، د پاکستان پخواني ډپلومیټ ریاض محمد خان او په واشنګټن کې د افغانستان پخوانې سفیر سید جواد هم خبرې کړي.
پخواني پاکستاني سفیر وویل اسلام اباد نه خو افغانستان او نه هم طالبان خپله اثاثه ګڼي. نوموړې دا خبرونه هم رد کړل چې ګنې طالبان به بیرته افغانستان کې واک تر لاسه کړي. خو زیاته یې کړه چې پاکستان افغان طالبانو سره هغه شان چلن نه شي کولې کوم چې یې القاعده سره کړی.
افغان سفیر سید جواد وویل افغانستان کې سیاسي / امنیتي/ ټولنیز او اقتصادي انتقالي مرحلی روانې دي. هغه په دغو ټولو کې د چیلنجونو سره سره خوشبینې هم وښوده خو واېي افغانان دا تپوس کوي چې په نړۍ او سیمه کې دوي چرته ولاړ دي. هغه زیاته کړه ښه خبره دا ده چې په کومو ولایتونو کې امنیت افغان ځواکونو ته سپارل شوي، هلته په خلکو کې اندیښنه نه لیدل کیږي.
د ځینو پخوانیو خطاګانو په حقله د خبرو په وخت جېمز ډابېنز وویل یوه خطا دا وه چې په لومړی سر کې سوله ساتې ځواکونه افغانستان کې ځایې پر ځایې نه شول او دویمه دا چې طالبانو سره د روغې جوړې خبرې مخکښې پکار وی.
XS
SM
MD
LG