لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بره دير : نښته کې يو عسکر او لږ ترلږه شپږ جنگيالي وژل شوي


د سرچينو وينا ده دامنيتي ځواکونو په ځوابي کارروايۍ کې لږ ترلږه شپږ جنگيالي وژل شوي دي.
د سرچينو وينا ده دامنيتي ځواکونو په ځوابي کارروايۍ کې لږ ترلږه شپږ جنگيالي وژل شوي دي.

د خيبرپښتونخوا په بره دير سيمه کې د افغانستان له لوري د پاکستان خاورې ته د اوړيدونکو جنگيالو او پاکستاني عسکرو ترمينځ شوې نښته کې يو عسکر او لږ ترلږه شپږ جنگيالي وژل شوي دي.
په دغه پيښه کې دوه عسکر ژوبل شوي هم دي.
د سيمې څخه سرچينو ډيوه ريډيو ته وويل دبره دير دبين درې په کړاکړ سيمه کې چې د افغانستان دپولې سره نزدې پرته ده تيره شپه يو شمير جنگيالو دپاکستان خاورې ته دوراوړيدو هڅه کوله چې په دغه مهال هغوي دپاکستاني پوځيانو سره مخامخ شول او په هغوي يې ناتاره ډزې پيل کړې چې په نتيجه کې يې يو عسکر ووژل شول.
د سرچينو وينا ده دامنيتي ځواکونو په ځوابي کارروايۍ کې لږ ترلږه شپږ جنگيالي وژل شوي دي.
دبره دير دبرا ول دتاڼې دپوليسو يو چارواکي شيرزاده خان ډيوه ريډيو ته وويل دتندلارو او امنيتي ځواکونو ترمينځ دغه نښته دخالي په ماښام شوې ده.
په پيښه کې دوژل شوي عسکر نوم ثقلين او دژوبل شوؤ عسکرو نومونه نعمان او ارشد ښودل شوي دي
له دې وړاندې هم دافغانستان څخه جنگيالو په سرحدي سيمو کې په پاکستاني پوځيانو بريدونه ترسره کړي چې پکې د50ؤ څخه زيات پاکستاني عسکر وژل شوي دي.
دپاکستان دوزيراعظم سيد يوسف رضا گيلاني او پوځ دسرلښکر جنرل اشفاق پرويز کياني په شمول لوړپوړو پاکستاني چارواکو په افغانستان دتندلارو لخوا دسرحدي بريدونو اودورولو غږ کړى خو افغاني چارواکي هم تور لگوي چې دهغوي په سرحدي سيمو کې دپاکسنان له لوري گولې داغل کيږي.
دپاکستان پوځ دغه تورونه رد وي خو دا مني چې کيدى شي په هغوي دبريدونو کوونکو تندلارو دتعقيب په مهال ځينې گولې په افغان خاوره غورځيدلې وي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG