د معذورانو نړیواله ورځ - د چمن معذورانو احتجاجي لاریون کړی
د پاکستان د نورو ښارونو په شان د بلوچستان ایالت په بېلا بېلو ښارونو کې هم نن د معذورانو نړیواله ورځ لمانځل شوې. د دې ورځې په مناسبت د چمن ښار ځايي معذورانو احتجاجي لاریون کړی او د حکومت نه یې د خپلو حقونو غوښتنه کړې. د چمن معذوران کومې ستونزې لري او د حکومت نه کومې غوښتنې لري؟ نعمت الله سرحدي یې حال وړاندې کوي.