لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بلوڅ طالب علم د بې درکه کېدو په ضد په راولپنډۍ کې نورو بلوڅ زدکوونکو احتجاج کړی


د جون په اتلسمه نېټه د پاکستان د انساني حقونو تنظیم هیومن رایټس کمېشن اف پاکستان، اېچ ار سي پي، په یو بيان کې وویل په ملک کې خلکو په زوره د بې درکه کېدو په پېښو کې هيڅ کمی نه دی شوی او د پښتنو او بلوڅ زدکوونکو په زوره د بې درکېدو پېښې سېوا شوي دي
د جون په اتلسمه نېټه د پاکستان د انساني حقونو تنظیم هیومن رایټس کمېشن اف پاکستان، اېچ ار سي پي، په یو بيان کې وویل په ملک کې خلکو په زوره د بې درکه کېدو په پېښو کې هيڅ کمی نه دی شوی او د پښتنو او بلوڅ زدکوونکو په زوره د بې درکېدو پېښې سېوا شوي دي

د راولپنډۍ د اېرېډ اېګريکلچر یونیورسټۍ بلوڅ طالب عمل فیروز بلوچ د بې درکه خلاف نورو بلوڅ زدکوونکو احتجاج شروع کړی دی.

د فيروز بلوچ ملګري وايي هغه د می د ۱۱ نېټې راهسې په پراسرار ډول بې درکه شوی او په اړه يې تر اوسه څه معلومات نشته چې چېرته ده؟

د فیروز بلوچ د مبینه بې درکۍ خبر نه وړاندې د جون په اتلسمه نېټه د پاکستان د انساني حقونو تنظیم هیومن رایټس کمېشن اف پاکستان، اېچ ار سي پي، په یو بيان کې وویل په ملک کې خلکو په زوره د بې درکه کېدو په پېښو کې هيڅ کمی نه دی شوی او د پښتنو او بلوڅ زدکوونکو په زوره د بې درکېدو پېښې سېوا شوي دي.

اېچ ار سي پي غوښتنه وکړه چې د خلکو په زوره بې درکه کول دې جرم وټاکل شي او رياست دې د ټولو خلکو په زوره د بې درکه کېدو څخه تحفظ ورکولو کنونشن تاييد کړي.

د وي او ای د اردو څانګې د رپورټ ترمخه بلوچ طالب علمانو د فیروز بلوچ د بې درکه کېدو خلاف د اېرېډ ايګريکلچر یونيورسټۍ د دروازې مخې ته احتجاجي کېمپ لګولی و خو احتجاج د څو ورځو نه پس په داسې حال کې ختم کړی شو چې د یونيورسټۍ انتظاميي بلوچ زدکوونکو ته باور ور کړو چې د فیروز بلوچ موندلو دپاره به هر ممکن کوښښ کوي.

پولیس وايي د فیروز بلوچ په موبایل فون کې د نمبرو او د یونيورسټۍ خوا او شا سېکیورټي کېمرو په مرسته د زدکوونکي په اړه د معلوماتو راټولو کوښښونه کوي.

رحیم داد د فیروز بلوچ ملګری او هم د هغه سره په اېرېډ اېګريکلچر یونیورسټۍ طالب علم دی، وي او ای اردو ته څانګې ته یې ویلي د می په یولسمه نېټه، د کومې ورځې راهسې چې فیروز بلوچ بې درکه شوی دی، په هغه ورځ ورته فیروز وویل چې هغه لایبرېرۍ (کابتون) ته ځي.

رحیم داد وايي فیروز بلوچ به اکثر د ماښام په وخت په لايبرېرۍ کې د نورو طالب علمانو سره په مطالعه کې مصروف و.
رحیم داد وايي د می په یولسمه نېټه چې د نهو بجو پورې فیروز ستون نه شو نو دوی پرېشانه شول، د نورو ملګرو نه یې د هغه په اړه پوښتنې وکړې خو چا سره هم د هغه په اړه معلومات نه وو.

رحیم داد وايي وروسته دوی د فیروز والدېن خبر کړل او پولیس سره یې رابط وکړه او د پولیس وېنا وه چې ممکنه ده فیروز د بل چا سره لیدلو ته ورغلی وي. د فیروز فون هم مسلسل بند و او د چا سره یې رابطه نه وه کړې.

د فیروز بلوچ د بې درکۍ په اړه پولیس اېف ايي ار د می په ۱۳ نېټه درج کړو.

د فیروز بلوچ د بې درکه کېدو وروسته رحیم داد وايي د بلوچ زدکوونکو د ویرولو لړۍ دوام لري او یو بلوچ زدکوونکي ته یو تن د ملاقات خبره کړې ده. دغه تن په مبینه توګه ځان د امنیتي اداری غړی بولي. رحیم داد وايي د دې په بنیاد دوی شک کوي چې فیروز په زور بې درکه کړی شوی دی.

رحیم داد وايي د فیروز پلا په تربت کې د پولیس سپاهي دی او د خپل زوي په اړه معلومات ترلاسه کولو کې بې وسه ښکاري.

بلوچ زدکوونکو د فیروز بلوچ د یازیابۍ دپاره اسلام اباد هايي کورټ ته هم خواست کړی دی خو لا یې اورونه نه ده شوي.

د راولپنډۍ د صادق اباد د پولیس تاڼې اېس ایچ او راجه ګل تاج د وي او ای اردو څانګې ته وویل چې د فیروز بلوچ د موبایل ټېلې فون ډېټا اخیستل او د هغه چې د چا سره رابطې وي دغه ډېټا اخیستل شوي دي او زر به په دې لړ کې پرمختګ وشي.

د وي او ای رپورټ وايي د راجه ګل تاج دا خبره رد کړه چې فیروز بلوچ د یونیورسټۍ د دننه څخه غېب شوی دی ځکه چې دوی د یونیورسټۍ دننه ټولي سي سي ټي وي کېمرې کتلي دي خو هغه پکې نه دی لیدل شوی.

د پاکستان په مختلفو تعلیمي ادارو کې بلوچ زدکوونکي وايي د دوی پروفایلېنګ یا څارنه کېږي او ویرول کېږي.

د وي او ای اردو څانګې د رپورټ ترمخه په کراچۍ یونیورسټۍ کې د چینايي ژبې په استاذانو د بلوچ وسله والي ډلي د ښځینه ځانمرګي حمله کوونکي د برید وروسته په لاهور کې د پنجاب یونيورسټۍ نه یو بلوچ طالب علم بې درکه شوی و چې ۲۰ ورځې وروسته ازاد کړی شو.

په اسلام اباد کې د قاید اعظم یونیورسټۍ زدکوونکي حفیظ بلوچ تر د یوې میاشت پورې بې درکه و وروسته پولیس د هغه ګرفتاري څرګنده کړه او په هغه يې د بارودي موادو د ساتلو الزام مقدمه درج کړه او عدالت یې پېش کړو.

د پاکستان پوځ دا خبره ردوي چې په هېواد کې د خلکو په بې درکه کولو کې امنیتي ادارې لاس لري.

د انساني حقونو فعالان په پاکستان کې د خلکو د بې درکه کېدو په اړه وخت په وخت احتجاجونه کوي او تشویش څرګندوي.
د پاکستان حکومت د بې درکه کسانو په اړه يو کمیشن په کال 2011 کې جوړ کړی. د کمشن د شمېرو تر مخه د 2022 د می تر 31 نېټې پورې په پاکستان کې د بې درکه کسانو 8696 مقدمې د کمېشن تر مخې راغلې چې پکې 6458 کېسونه حل کړی شوي او د 2238 نورو کېسونو تحقیقات دوام لري.

یادونه: د دي خبر معلومات د وي او ای اردو څانګي خبریال عاصم علي رانا د رپورټ نه اخیستل شوي دي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG