لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنوبي وزیرستان:دزمکې په لانجه د دوؤ قبیلو ترمنځ نښته پیل شوې ده


د خېبر پښتونخوا په قبایلي ضلعه جنوبي وزیرستان کې د دوؤ ځایي قبیلو ترمنځ د ځمکې دشخړې پسر نښته پیل شوې ده چې پکې دواړو خواته ته درنه او سپکه وسله کارول کیږي.

د علاقې پولیس وایي دا نښته دجنوبي وزیرستان مرکز واڼه په ګورګوره سیمه کې د زلي خېل او خواجل خېل قبیلو ترمینځه د ځمکې دشخړې په سر د زیارت د ورځې سحر نه پېل شوې ده اؤ زیاتوي امنیتي مامورین سیمې ته رسیدلي دي او هڅه کوي چې دا جنجال په سوله ییز ډول هوار کړي.

د ځایي خلکو په وینا د دغو دواړو قبیلو تر منځه دشاملاتو په ځمکه دغه جنجال د تیرې څه مودې راهسې روان ؤ چې نن د یو بل پرخلاف يې ډزې شروع کړې دي.

ددې پیښې پرضد سیمه يیزو خلکو او د سیاسي ګوندونو مشرانو واڼه بازار کې اعلانونه کړي او د ډز بندي دپاره یې ملي پاڅون شروع کړی دی.

د پاکستان پیپلز ګوند ځایي مشر عمران مخلص وویل سپین بیرغونه په لاس دا ملي پاڅون دپیښې ځائ ته روان شوی چې د دواړو قبیلو ترمینځه ډز بندي وکړي .

هغه ووول په زرګونو خلکو لښکر کشي شروع کړې او که مخه یې ونه نیول شي دا به زیات ځاني نقصان جوړ کړي.

د خواجل خېل قبېلې سره تړاؤ لرونکې او په علاقه کې د عوامي نیشنل ګوند مشر ایاز وزیر وويل د قبایلي سیمو په خېبر پښتونخوا صوبه کې له ورګډیدو وروسته دغلته اوس هم هغه پخواني قبایلي روایات شتون لري.

هغه وویل ضلعې انتظامیې او پولیس ددغه شخړې هواري د پاره کوم زړه پورې ګامونه پورته نه کړل چې له وجه یې داشخړه په وسله واله جګړه بدله شوه.

هغه وویل دا تاوان بیا په کلونو،کلونو په دښمنیو بدل شي.

د زلي خېل قبیلې یو مشر ملک شیر محمد وویل که څه هم اوس قبايلي سیمو ته عدالتي نظام هم غځول شوی خو دغلته هم د زمکو د شخړو په هواري کې ډېره موده لګي.

هغه وویل ددې ستونزې له امله د دوئ رشتې متاثره کیږي او د قبیلو ترمینځ ټول عمر لپاره بیا کرکې پیدا شي.

هغه دا هم وویل چې ددې پیښې له امله په علاقه کې ژوند په ټپه ودریدلی دی.

د علاقې د پولیسو مشر ډي ایس پي اقبال بلوچ وایي سره د نفرۍ د پیښې ځائ ته رسیدلی او زیاته يې کړه
په نښته کې تر اوسه د کوم ځاني زيان مالومات مخې ته نه دي راغلي خو هغه وویل پوليس هڅه کوي چې د دواړو خواو ترمنځ ډزبندي وکړي او مورچې پرې خالي کړي.

هغه وایي د دواړو طرفونو پرضد یې مقدمې درج کړي 12 کسان یې نیولي او د هغوي پرضد به قانوني چلند کیږي.

قبایلي ضلعې چې په خیبر پښتونخوا صوبه کې ورګډې شوي له هغې وروسته پرله پسې دغلته د زمکو د ملکیت د شخړو په سر دغسې نښتې کیږي چې تر اوسه پکې په لسګونو کسانو خپل ژوند بایللی او دغه نښتې بیا په دښمنیو بدلیږي چې تر پېړیو،پېړیو دوام لري.

تیر کال په لسم مارچ د خېبرپښتونخوا د هغه وخت حکومتي ویاند کامران بنګش په يوه خبري غونډه کې ویلي وؤ چې د قبایلي علاقو محرومۍ ختمولی شي او د بنيادي حقونو د خوندي کولودپاره قوانين قبایلي علاقو ته غځول شوي دي.

کامران بنګش ويلي وؤ صوبې د 2020م کال د دسمبر په میاشت کې په قبايلي ضلعو کې د شخړو د هواري دپاره متبادل نظام قانون جوړ کړی د کوم لاندې چې به جرګه جوړيږي او جرګه او د علاقې خلک به په خپله د شخړو د هوارولو دپاره درېم ګړي ټاکي او د هغو درېم ګړو فېصلې ته به عدالتي ملاتړ ترلاسه وي او عدالت به دغه فېصلې ته قانوني بڼه ورکوي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG