لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په سوډان کې د پوځي کودېتا په ضد احتجاجونه دوام لري


د پوځي بغاوت په ضد په زرګونو کسانو په احتجاجونو کې برخه اخیستي او رپورټونه وايي په دې مهال لږ تر لږه اووه کسان وژل شوي دي
د پوځي بغاوت په ضد په زرګونو کسانو په احتجاجونو کې برخه اخیستي او رپورټونه وايي په دې مهال لږ تر لږه اووه کسان وژل شوي دي

په سوډان کې د پوځ دلاسه د سوېلین حکومت د ختېمدو په ضد احتجاجونه دوام لري او د ډاکټرانو او د حکومت د تېلو د کمپنۍ کارکوونکو هم د شورو، چهارشنبې، په ورځ د کودېتا خلاف مظاهرو کې د شاملېدو اعلان وکړو.

د پوځي بغاوت په ضد په زرګونو کسانو په احتجاجونو کې برخه اخیستي او رپورټونه وايي په دې مهال لږ تر لږه اووه کسان وژل شوي دي.

به خرطوم کې یوې ډلې اعلان کړی چې د خالي، شنبې، په ورځ به د دوی په قول په مېلینونو کسان د کودېتا په ضد لاریون کوي.

د پوځ مشر جنرل عبدالفتح البرهان د، نهې، سه شنبې، په ورځ د حکومت د ختموولو دفاع وکړه او ویې وېل دغه ګام یې په ملک کې د خانه جنګۍ د مخنیوي دپاره اخیستی دی.

د رویټرز خبري ادارې ترمخه لرې کړی شوی وزیراعظم عبدالله همدوک خپل کور ته ستن شوی دی. د دې نه وړاندې د هغه د کابېنې خارجه وزیر ویلي وو چې همدوک او د هغه د کابېنې ځینېي نور غړي په نامعلومه ځای کې بندي ساتل شوي دي. جنرل البرهان د نهې، سه شنبې، په ورځ ویلي وو همدوک یې د هغه د تحفظ دپاره خپل کور ته منتقل کړی و.

په کال 2019 کې د سوډان د اوږدې مودې امر عمر البشیر د احتجاجونو په ترڅ کې د لرې کېدو وروسته د پوځ او سوېلین نمایندګانو په اشتراک یو کاونسل جوړ کړی شوی و چې د ملک انتظام وچلوي او د جمهوریت په لورې د سوډان د انتقال رهبري وکړي. د شورو، چهارشنبې، په ورځ د سوډان د تېلو کمپنۍ سوډا پېټ د اعلان وکړو چې د کودېتا په ضد به په سول نافرمانۍ کې شامل شي.

د ډاکټرانو اتحادونو هم د کودېتا په ضد احتجاج کې د شاملېدو اعلان وکړو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG