لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان:دوحه کې به دافغان طالبانو دفتر ډير زربيا پرانستل شي


دپاکستان دخارجه دفتر وياند اعزاز احمدچوهدري دزيارت په ورځ وئيلي دي چې په دوحه کې دافغان طالبانو تړل شوى سياسي دفتر به يوځل بيا ډير زر پرانستل شي.
تيره مياشت دقطر په پايتخت دوحه کې افغان طالبانو خپل سياسي دفتر پرانستى ؤ.
خو طالبانو سره دخبرو اترو عمل ته سخته ضربه هاغه مهال ورسيده کله چې دغه دفتر ته دافغانستان داسلامي امارت په نوم ورکولو اؤ پرې دسپين بيرغ ځړولو له امله افغان حکومت اعتراض وکړو اؤ احتجاجاً يې امريکا سره په امنيتي تړون خبرې اترې وځنډولې.
په خارجه دفتر کې هفته وار بريفنگ ته دوينا په مهال اعزازاحمدچوهدري وويل پاکستان ته دافغانستان دصدر حامد کرزي ددورې نيټې ته به هم ډير زر غوڅ شکل ورکړل شي.
وياند وويل کابل ته په روانه اوونۍ کې دخپل سفر په مهال دقومي سلامتۍ صلاح کار سرتاج عزيز افغان صدر حامد کرزي ته دپاکستان ددورې باضابطه بلنه ورکړې وه.
په قبائيلي سيمو کې دبې پائيلټه امريکائي جاسوسي الوتکو ياډرون دحملو په اړه اعزازاحمدچوهدري وويل چې دامريکا دخارجه وزير جان کيري پاکستان ته په راروانه دوره کې به هغه سره دغه معامله راپورته کولى شي.
په دغه موقع دخارجه دفتر وياند دپاکستان هاغه دريځ يوځل بيا تکرار کړو چې ډرون حملې دپاکستان دخپلواکۍ ،علاقائي سالميت په ضد دي اؤ په دغه معامله نړيوال بحث هم شروع شوى دى.
هيله کيږي دامريکا خارجه وزير به د٢٨ اؤ ٢٩ جولا ئي ترمينځ دپاکستان سفر وکړي اؤ ددغه هيواد دسياسي اؤ پوځي قيادت سره به په يو شمير مهمو معاملو خبرې اترې وکړي.
دشکيل افريدي په معامله وياند په ډاگه کړه چې امريکائي چارواکو ته پاکستان څخه دشکيل افريدي امريکا ته دسپارلو په اړه کوم درخواست نۀ دى کړى.
شکيل افريدى هاغه بندي پاکستاني ډاکټر دى ، چې په ايبټ اباد کې داسامه بن لادن په ضد دخفيه امريکائي پوځي کارروايۍ څخه دمخه يې دويکسينيشن دجعلي کمپائن په چلولو سره سي ائي اى سره دهغه په درک لگولو کې مدد کړى ؤ.
  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

ځانګړې ویډیوګانې

ماهرین په کور د ساتل شوو څاروو د ښه صحت دپاره شنه ګیاه اهمه بلي
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG