لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سټېټ بېنک: په 2022 کال کې د پاکستانۍ روپۍ په مقابله کې ډالر 22 فيصده ګران شوی


نن په دويمه جنورۍ په پرانستي مارکیټ کې د يو يورو په مقابله کې د پاکستانۍ روپۍ قيمت 264روپۍ او 50 پېسې وو. د متحده عرب اماراتو يو درهم بيعه 69روپۍ او سعودي ريال په 65 روپۍ او 90 پېسې خرڅېدو
نن په دويمه جنورۍ په پرانستي مارکیټ کې د يو يورو په مقابله کې د پاکستانۍ روپۍ قيمت 264روپۍ او 50 پېسې وو. د متحده عرب اماراتو يو درهم بيعه 69روپۍ او سعودي ريال په 65 روپۍ او 90 پېسې خرڅېدو

په پاکستان کې د روپۍ په مقابل کې ډالر يوه روپۍ نور ګران شوی او په ازاد مارکيټ کې د يو ډالر بيعه 255 روپۍ ته زياته شوې ده، او مرکزي بېنک وايي په انټر بېنک مارکيټ کې يو ډالر په 226 روپۍ او 43 پېسو دی. او مرکزي بېنک وايي په تير کال 2022 کې د روپۍ په مقابله کې امریکايي ډالر 22 فيصده ګران شوی وو.

اقتصاد پوهان وايي، د انټر بېنک مارکيټ او پرانستي مارکيټ ترمينځه د ډالر د زيات فرق له امله يو درېم مارکيټ هم جوړ شوی چې پکې د ډالر بيعه تر ټولو زياته ده.

اقتصاد پوهه محمد فهيم وايي، په مارکيټ کې يو درېم متوازي مارکيټ جوړ شوی او د هغې بنيادي وجه دا ده چې بېنکونه ډالر نه ورکوي او په متوازي مارکيټ کې ډالر په ګرانه بيعه خرڅيږي چې له امله يې په مارکیټ کې د ډالر بيعه د 252 نه 256 روپو ته زياته شوې ده.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل، هم دا وجه ده چې د ډالر بيعه نوره سېوا کيږي. هغه زیاته کړه که چرته د ډالر خپل قيمت مقرر کړی شي نو مارکیټ به د غېر یقيني صورتحال څخه بچ شي.

د پاکستان مرکزي بېنک وايي د تير کال 2022 د جولايۍ په اخر کې د روپۍ په مقابله کې د يو ډالر پیعه 240 روپو ته رسېدلې وه، خو بيا په اګست کې د ډالر بيعه 214 روپو ته راکوزه شوه او په ستمبر کې يو ځل بيا د ډالر بيعه 239 روپو ته رسېدلې وه.

د مرکزي بېنک د شمېرو ترمخه د کال 2022 د مارچ راهسې د روپۍ په مقابله کې د ډالر بيعه د 177 روپو نه د دسمبر د 30 نېټې پورې 226 ته رسېدلې وه، او د روپۍ بيعه 22 فيصده کمه شوې ده.

د اکتوبر په مياشت کې د خزانې وزير اسحاق ډار ويلي وو چې د ډالر قيمت به د 200 روپو نه راکم کړي، او هغه وخت اقتصاد پوهانو د اسحاق ډار دغه دعوه رد کړې او ويلي يې وو د پاکستان اقتصاد د دې خبرې ګنجایش نه لري چې ډالر د 200 روپو نه راکم کړی شي.

اقتصاد پوهه طاهر امين وايي په کال 2022 کې د اته بېنکونو خلاف پلټنې پېل کړی شوې وې، په دغو بېنکونو تور وو چې ډالر يې په مصنوعي توګه ګران کړی وو.

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې هغه وویل، د پاکستان غېر ملکي زر مبادله ذخيره په ریکارډ کچه کمه شوې چې له امله يې پاکستانۍ روپۍ د فشار لاندې ده او په مارکيټ کې ډالر نه مېلاويږي او د بهر هېوادونو نه کار کوونکي خپلې پېسې د بېنکونو نه علاوه په نورو راليږي.

د پاکستان مرکزي بېنک وايي، دا وخت د بېنک سره غېر ملکي زر مبادله ذخيره پينځه اربه او 82 کروړه ډالره ده. او د نړيوالو کرنسيانو يا روپو په مقابله کې پاکستانۍ روپۍ خپل قدر کم کړی او نوره هم کميږي.

نن په دويمه جنورۍ په پرانستي مارکیټ کې د يو يورو په مقابله کې د پاکستانۍ روپۍ قيمت 264روپۍ او 50 پېسې وو. د متحده عرب اماراتو يو درهم بيعه 69روپۍ او سعودي ريال په 65 روپۍ او 90 پېسې خرڅېدو.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG