لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

فلسطیني چارواکي وايي په غزه کې د اسرایل په تازه بریدونو کې لسګونه کسان وژل شوي


اسرایل د چهارشنبې- شورو په ورځ په غزې نور بریدونه کړي چې پکې فلسطیني چارواکو د لسګونو کسانو د وژنې اؤ ژوبل کېدو خبر ورکړی دی.

د خان یونس سره په نزدې ښار کې د ناصر هسپتال مشر عاطف الحوت له مخې په جنوبي غزه کې د کېږدیو په یو کیمپ د اسرایل حمله کې لږ تر لږه 21 کسان وژل شوي اؤ 28 نور ژوبل شوي دي.

اسرایلي پوځ ویلي چې د هغوي الوتکو په سیمه کې د ترهګرۍ فعالیتونو کې ککړ د حماس وسله وال په نښه کړي دي.

هسپتال ته لږ تر لږه د 15کسانو مړي ور وړل شوي خو د وژل شوؤ کسانو سمه شمېره معلومول ځکه ګرانه وه چې د ډيرو کسانو وجودونه ټوټې شوي وؤ، د ځېنو سرونه نه وؤ یا هم سوځېدلي وؤ.

اسرایلي الوتکو د ماواسي سیمه په نښه کړې چرته چې په یو پراخه ساحلي کیمپ کې په لکونو بې کوره شوي کسان میشت دي.

روغتیایي چارواکو ویلي چې تر دې وړاندې د غزې په نورو سیمو کې شوؤ حملو کې د څلورو ماشومانو په ګډون اته کسان وژل شوي وؤ.

د خان یونس سیمې اوسیدونکو ویلي د اسرایلي پوځ لخوا د سیمې د خالي کولوو د نوي امر نه یوه وروسته وروسته اسرایلي ټانکونو پرمختګ کړی اؤ فلسطیني وسله والو هم په سیمه کې راکټونه داغلي دي.

د استوګنې په سیمو کې د ګولیو لګېدو نه وروسته یو شمیر کورنۍ د لویدیځې سیمې المواسي په لوري کوچېدلي چې بشري همدردرۍ لپاره غوره کړل شوې سیمه ده.

د فلسطین اؤ ملګرو ملتونو چارواکي وایي چې په غزې کې یوه سیمه هم خوندي نه ده پاتې شوې اؤ ددې سیمې په 2.3 ملینه وګړو کې زیاتره بې کوره شوي دي.

په سیمه د بېړنیو خدمتونو ادارې ویلي چې یوه بله اسرایلي هوایي حمله کې په غزه ښار کې درې کورونه په نښه کړل شوي چې پکې لږ تر لږه 10 کسان وژل شوي اؤ ګن شمیر نور ژوبل شوي دي.

دغه ادارې ویلي چې یو شمیر کسان اوس هم د ملبې لاندې ګېر دي اؤ د راویستلو لپاره د مرستې فعالیتونه دوامداره دي.

روغتیايي ماهرانو ویلي چې د منځنۍ غزې په سیمو شوؤ دریوؤ هوایي حملو کې 11 کسان وژل شوي چې هغې کې شپږ ماشومان اؤ یو ډاکټر هم شامل دي .

هغوي ویلي چې د وژل شوي کسانو څخه پینځه هغه دي چې د یوې بېکرۍ مخې ته په کتار کې ولاړ وؤ.

همدا شان طبي ماهرینو ویلي چې د مصر د پولې سره نزدې په رفح کې د ټانک نه په شوؤ ډزو کې نهه نور فلسطینیان وژل شوي دي.

اسرایلي پوځ د فلسطیني روغتیایي چارواکو لخوا په ورکړل شوؤ دې معلوماتو په سمدستي توګه څه تبصره نه ده کړې.

اسرایل وایي چې د حماس وسله وال اکثره د استوګنې سیمې، سکولونه اؤ هسپتالونه د ډهال په توګه کاروي خو حماس ددې تردید کوي اؤ په اسرایلي ځواکونو د ړندو بریدونو تورونه لګوي.

په غزه کې جنګ په اسرایل د حماس د حملې نه شروع شوی دی. په اسرایل د حماس په حمله کې تر 1200 پورې کسان وژل شوي او تر 250 پورې نور کسان حماس یرغمال نیولي وو.

د حماس د حملې په جواب کې اسرایل د فلسطیني مسلح ډلې خلاف په غزه کې جنګ شروع کړی چې د غزه د صحت وزارت وايي تراوسه په کې44500 نه زیات فلسطینیان وژل شوي دي چې زیاتره ښځې او ماشومان دي. اسرایل وايي په غزه کې په زرګونو وسله وال هم وژل شوي دي.

امریکې او نورو مغربي ملکونو د ایران ملاتړي حماس او حزب الله ترهګر تنظیمونه ګرځولي دي.

Forum

Recommended

XS
SM
MD
LG