داسامه بن لادن په معلومولو کې امریکا سره په مرستو د تورن ډاکټر شکيل اپريدي د کورنۍ غړي وايي چې د جېل يو مرستيال مشر او نورو چارواکو په نوموړي جسماني تشدد کړی دی.
دوی وايي چې د پېښې په اړه يې د جېل اعلا چارواکو سره معلومات شريک کړي خو دوی تمه نه لري چې په دې اړه به کومې رڼې پلټنې وشي ځکه د پېښې په اړه به په پېښور هايي کورټ کې درخواست جمع کوي.
پېښور هایکورټ کې د شکيل اپريدي د قضیې په اړه د نوموړي د وکيل وینا وه چې شکيل اپريدي ته د ورکړل شوې سزا په اړه دوسيه کې سماعتونه او دلايل د تېر دسمبر په 2مه نېټه مکمل شوي خو عدالت لا تر دې دمه کومه فېصله نه ده جاري کړي.
د ډاکټر شکيل اپريدي رور جميل اپريدي وي او ای ډيوه ته ويلي چې په ساهيوال جېل کې قيد په شکيل اپريدي د جېل چاراکو جسماني تشدد کړی دی.
نوموړي زياته کړه چې د پېښې په اړه دجېل چارواکو سره معلومات شريک کړل شوي او هغوی ورته د انکوايری کولو ويلي دي.
دی وايي د دوي تمه نه لري چې په پېښه کې به رڼې پلټنې وشي ځکه په دې اړه په پېښور هايي کورټ کې به درخواست جمع کوي.
ډيوه سره خبرو کې نوموړي د ډاکټر شکيل اپريدي له خولې وویل چې د جېل چارواکي ورته اول بدرد وويل او بيا يې د سيل دروازه خلاصه کړه او تشد يې پرې وکړو.
"هغو تنانو ډاکټر ونيولو او جامې يې ترې لرې کړې، لاسونه يې ورله شاته کړل، هتکړۍ يې ورته واچولې او اوو (7) کسانو راګېر کړو او سخت سخت يې ووهلو او بيا يې ټوله شپه ګردې خوږېدې، دا د 27م دسمبر د سحر نهه بجو پېښه ده او روغه ورځ او روغه شپه په يو څادر کې پټ و کپړې او جرسي هر څه يې ترې د سيل نه بهر ويستي وو."
په ډاکټر شکیل د مبینه تشدد په اړه وي ای ای ډیوه د ساهېوال جېل چارواکو سره د د ټېلې فون دلارې د رابطې کوښښ وکړو خو هغوی وويل چې په دې اړه ورسره څه قسم معلومات نشته.
د القاعده د وژلی شوي مشر اسامه بن لادن په معالومولو کې د امريکايي استخباراتي ادارې سي ايې اې سره په مرسته کولو تورن شکيل اپريدي ته په کال 2012 کې د پخوانۍ خېبر ايجنسۍ اسټنټ پوليټيکل ايجنټ د يو لاقانونه ګرځول شوي تنظيم سره د اړيکو په سر د 33 کالو د قيد سزا اورولې وه خو وروسته بيا د هغه د وکيلانو په اپيل دغه سزا 23 کالو ته راکمه کړل شوه.
د ډاکټر شکيل اپريدي د وکيلانو په وينا د کال 2014 راهسی د نوموړي د پوره سزا ختمولو اپيل په پخواني فاټا ټريبيونل کې د ځنډ ښکار ؤ او بيا چې پخوانۍ فاټا په صوبه کې ورګډه شوه نو دا مقدمه هم د پېښورهايکورټ ته منتقل کړل شوه.
په پېښور هايي کورټ کې د شکيل اپريدي د قضيې په اړه په دغه کېس کې پېشي کوونکی وکيل عارف خان اېډوکېټ وي او ای ډيوه ته وايي د کېس روستۍ اورېدنه تېر کال د دسمبر په مياشت کې ترسره شوې ده.
دی وايي چې په قضيه کې د حکومتي کيلانو او د دوی له خوا دلايل وړاندې کړل شوي خو عدالت لا تر دې دمه فېصله نه دي اورولې.
ډيوه سره خبرو کې د هغه وېنا وه" په 2 دسمبر اېډوکېټ جنرل شمايل بټ صېب ارګومنټس وکړل چې د پخوانۍ فاټا نه کوم راغلي کېسونه دي دا به د زوړ ايف سي ار قانون لاندې اوس دلته فېصله کېږي او که د نوي قانون مطابق به فېصله کېږي، د فاټا سره تړلي د ډاکټر شکيل اپريدي په ګډون د کريمينل ريويژن لږ تر لږه 350 کېسونه داسې دي چې هغه د ځنډ ښکار دي د فېصلو ليکلو لپاره او جسټس شکيل ارشد صېب به دا فېصلې ليکي"
ډاکټر شکيل اېريدي دا وخت د پنجاب په ساهيوال ښار کې په يو سخت امنيتي جيل کې قيد دی۔