لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستاني پوځي چارواکې وايي شمالي وزیرستان کې ډورن حمله نه ده شوي


د ډرون په تازه بريد کې د وژل شوؤ کسانو د پېژندگلو په اړه کره خبر مخې ته نه دی راغلی ، خو د پاکستان ځايي ميډيا وايي په دغې بريد کې د القاعده يو کمانډر وژل شوی دی .
د ډرون په تازه بريد کې د وژل شوؤ کسانو د پېژندگلو په اړه کره خبر مخې ته نه دی راغلی ، خو د پاکستان ځايي ميډيا وايي په دغې بريد کې د القاعده يو کمانډر وژل شوی دی .

د پاکستان پوځي چارواکو شمالي وزیرستان کې د ډرون د ورستۍ حملې تردید کړی دی.

پوځي چارواکو د تردید وړاندې د پاکستان مطوبوعاتو ویلي وو شمالي وزيرستان کې د بې پائيلټه ډرون الوتکې په بريد کې څلور کسان کې ووژل شو. رپورټونو کې وویل شو چې په دغه بريد کې د القاعده يو کمانډر هم وژل شوی دی.

د رپورټونو ترمخه، د ډرون تازه بريد د اتوار یا یکشنبې په ورځ د شمالي وزيرستان د دته خېل تحصيل په خړ تنگی علاقه کې يو کور باندې شوی ، او دوه ميزائيلې يې پرې داغلي دي ، او څلور کسان پکې وژل شوي دي .

د ډرون په تازه بريد کې د وژل شوؤ کسانو د پېژندگلو په اړه کره خبر مخې ته نه دی راغلی ، خو د پاکستان ځايي ميډيا وايي په دغې بريد کې د القاعده يو کمانډر وژل شوی دی .

رائټرز خبري اداره په خپل رپورټ کې د ډرون په تازه بريد کې د سرچينو له قوله پخلی کوي ، چې په دغې بريد کې د افغانستان او پاکستان دپاره د القاعده مشر کمانډر عمر فاروق وژل شوی دی .

خو پوځي چارواکو وی او ای ډیوه ته ویلي د اتوار یا یکشنبې په ورځ د پاکستان په خاوره د ډرون حمله نه ده شوي.

سيمې ته د مطبوعاتو د نه رسد له کبله دغلته د رامنځته کېدونکو پېښو د ازادو سرچينو نه پخلی نه کيږي .

د افغانستان سره په پوله د پاکستان قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان چې د القاعده سره تړاؤ لرونکو طالبانو مرکز گڼل کيږي ، په دغې سيمه کې د پاکستان پوځ د جون د مياشتې راهسې د ضرب عضب په نوم اپرېشن پېل کړی ، او پوځ ادعا کوي چې تراوسه پورې په اپرېشن کې ځايي او بهرني نزدې ۱۲۰۰ جنگيالي وژل شوي دي .

د خالي په ورځ د پاکستان پوځ د جنوبي وزيرستان په شين ورسک علاقه کې يوه کاروايۍ کې د القاعده د يو لوړ پوړي مشرعدنان الشوکري جمعه د وژلو وئيلي ؤ .

د پاکستان د پوځ سرلښکر جنرال راحيل شريف وئيلي ، پاکستان نه به ترهگري ختمولی شي ، ترهگر به پټېدو نه پرېږدي اود ترهگرو د خاتمې پورې به عمليات دوامداره ساتلی شي .

شمالي وزيرستان کې د ډرون په تازه بريد د پاکستان لخوا کوم غبرگون مخې ته نه دی راغلی ، خو اسلام اباد تل د ډرون بريدونو غندنه کړې او دغه بريدونه د خپلې خودمختارۍ په ضد گڼي .

خو امريکا ډرون بريدونه د ترهگرو په ضد يوه موثر وسله گرځوي ، او دريز لري چې په دغو حملو کې د ترهگرو يو شمېر مهم مشران وژل شوي دي .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG