پاکستان
يو سل او پينځويشت کاله وشو چې د ډيورنډ کرښې پښتانه وېشلي دي
يو سل او پينځويشت کاله وشو چې د ډيورنډ لانجمنې کرښې پښتانه په لر او برکې وېشلي پراته دي. پاکستان دغه کرښه رسمي او د افغانستان اولس او مشران يې فرضی کرښه بولي.
په دولسم نومبر کال ١٨٩٣ کې د برطانوي هند په نمايندگۍ د سر موتمر ډيورنډ او د افغانستان د پاچا عبدالرحمان خان تر منځ په رسمي توگه پرېکړه شوې وه چې د ډيورنډ کرښه به د دواړو هېوادونو پوله وي.
افغان تاريخ پوه او دانشور حبيب الله رفيع وايي د ډيورنډ د کرښې په رسمي توگه منل کوم لیکلی سند نه لري او دا چې د انگريز سره په غير رسمي توگه دا کرښه منل د کمزوري پاچا عبدالرحمان خان مجبوري وه.
په يو وخت په شمال کې د زار روس نه خپلې پولې ساتل او په شرق کې د غزيدونکي برطانوي هند سره ډغره وهل عبدالرحمان خان ته ډېره گرانه وه نو ځکه يې هم د برطانيه سره عارضی سودابازي وکړه.
په پاکستان کې هم يو شمير قام پاله سياسي گوندونه د ډيورنډ کرښه د انگرېز د پښتنو د ويشلو پلمه بولي خو د ډيورنډ په کرښه د ښکاره دريز د خپلولو نه ډډه کوي. د پښتنو د مقبول غورځنگ پښتون تحفظ موومنټ دريز خو نيغ په نيغه د ډيورنډ په کرښه نه دی څرگند شوی خو په لويو لويو جلسو کې د لر او بر يو افغان چغه وهي.
د افغان پاچا امان الله خان د انگرېز نه په نولسم اگست کال ١٩١٩ کې د افغانستان د استقلال واگي په مستقمه توگه اخستل د افغانستان د ازادۍ په معنا گڼل کيږي خو په اصليت کې د اگست په نولسمه نيټه د برطانوي هند د هېواد د خارجه چارو اختيار بيرته گټل وو چې د عبدالرحمان خان له وخته د انگرېز په لاسو کې و.
په کال ١٩۴٧ کې د پاکستان د جوړيدو نه وروستو د ډيونډ د کرښې د يوې غاړې د پښتنو واکمن پاکستان او د بلې افغانستان وگرځېدل. د ډيورنډ کرښه عملي پوله پاتې نه شوه کله چې روسي ځواکونه افغانستان ته ورغلل او پاکستان چې امريکا او د نړۍ نورو هېوادونو په ملاتړ، په لکونو افغانانو ته بغير د بنديزونو پاکستان ته د راتللو لار پرانستله.
ددې خبرې ورستو او بیا د ټول افغان جنگ په وخت کې د ډيورنډ د کرښې هيڅ بین المللي اهميت پاتې نه و او پاکستان ته چې کوم افغانان د کډوالو په توگه ورغلي وو د هغوی نه مجاهدین جوړ کړل شو او په اسانه د ډيورنډ په دواړه خواو يې تگ راتگ کولو.
دا کار د طالبانو په دوره کې نور هم اسان و ځکه چې طالبانو د خپل امارت بنياد داسې ايښودل غوښتل چې د هغوی د مفکورې تر مخه د مسلمانانو په منځ کې پولې نه وي.
خو څيړونکي وايي دا هم د پاکستان يو منصوبه وه چې د افغانستان اختيار يې په مستقيمه توگه په خپل لاس کې اخستل غوښتل. د طالبانو د دورې نه لا ډېر مخکې ډاکټر نجيب الله په وار وار ويلي وو چې پاکستان ترې د ډيورنډ د کرښې په رسمي توگه د منلو غوښتنه کوي. ډاکټر نجيب الله ته د هغه پلويان د ډيورنډ د کرښې شهيد هم وايي.
د عوامي نيشنل گوند مشر اسفنديار ولي خان وايي د پاکستان د داخله چارو پخواني وزير نصرالله بابر ورته ويل چې يو ځل يې د طالبانو د مشر ملا عمر سره په قندهار کې ليدلي وو او د ډيونډ د کرښې په رسمي توگه د منلو غوښتنه يې ترې کړې وه چې د ښاغلي بابر په وينا، ملا عمر پرې ډېر بد منلي وو. د پاکستان د دوه پښتون پاله سياسي گوندونو عوامي نيشنل پارټي او پښتونخوا ملي عوامي پارټي دريز دی چې د ډيورنډ د کرښې فيصله به د دواړو خواو اولسونه کوي.
د افغانستان پخواني صدر حامد کرزۍ د خپلې دورې په اخر کې دا دعوه کړې وه چې د پاکستان سره يې د هېواد اړيکې ځکه سمې نه شوې چې پاکستان د ډيونډ کرښه ورباندې په رسميت منل غوښتل او ښاغلی کرزی وايی د پاکستان د دغې غوښتنې منلو ته کله هم تيار نه و.
د افغانستان د اوسنې صدر ډاکټر اشرف غني دريز هم د نورو افغانانو نه بدل نه دی او وايي د ډيورنډ لانجمنه کرښه د حکومتونو د وس خبره نه ده ځکه چې د ډيورنډ د کرښې د منلو او نه منلو اختيار يواځې د کرښې دواړه خواو ته پراته اولسونه کولی شي.
که يو خوا د پاکستان د پوځ مشر جنرل ضيالحق په وخت کې د ډيورنډ کرښه د افغان جهاد په نامه له منځه وتلې وه نو نن يې د پاکستان پوځي چارواکي لکه د برلن د ديوال په شان په ازغن تار او د وسپنې په جنگلو تړي.
په وسني پاکستان کې د انگرېز د وخت پاتې دوو شخړو ته په بيل بيل نظر کتل کیږي ځکه چې د پښتنو په تقسيم ډيورنډ کرښه مستقيم سرحد غواړي خو د کشميريانو تقسيم نه مني او د هند سره گډه پوله د لاين اف کنټرول په نوم يادوي.
See all News Updates of the Day
کراچۍ: د ډزو پېښه کې دوه چينايان ژوبل شوي
د پاکستان غټ اقتصادي ښار کراچۍ کې د ډزو په پېښه کې دوه چينايي وګړي ژوبل شوي، پوليس وايي چينايي وګړو يوه شخصي کارخانه کې کار کولو او د کارخانې د ساتونکي په ډزو ژوبل شوي او روغتون ته منتقل کړل شوي دي.
دا پېښه نن په پينځم نومبر د کراچۍ ښار په سايټ علاقه کې شوې ده.
د کراچۍ ښار د جنوبي زون د پوليسو مشر، ډي آی جي اسد رضا د پېښې په اړه مطبوعاتو سره خبرو کې وويل، چينايي وګړي د لبرټي ټکسټايل يا جامو د کارخانه کې کار کوي، دوی د ډيفنس نه دلته راځي.
هغه وویل، چينايان چې نن سهار دې کارخانې ته راغلل، دلته د دې کارخانې يو خپل او یو بل ساتونکی موجود وي، دوی د يو سره خبرې اړولي او بيا پرې يو ساتونکي ډزې کړي دي.
نوموړي زياته کړه، دوی د پېښې پلټنې پيل کړي چې د پېښې اصل حقيقت څه دی او په شا یې کومې کړۍ دي، دا ټول معلومات راټولولی شي.
د سيند صوبې د کورنیو چارو وزیر ضياالحسن لنجار ويلي، د سايټ تاڼې په علاقه کې د ساتونکي او چينايانو ترمنځ جګړه شوې، پېښه کې د ککړ ساتونکي د نيولو لارښوونه یې کړې ده.
نوموړي د چينایانو او نورو غېر ملکي وګړو ته امنيت ورکوونکو شخصي کمپنيانو د معلوماتو او پلټنو کولو ويلي چې د دغو کمپنو د ساتونکو ذهني او بدني معاينه دې وشي.
نوموړي د پېښې رپورټ غوښتی دی.
د رویټرز خبري ادارې ترمخه، د کراچۍ لياقت نېشنل روغتون ویاند ويلي، روغتون ته دوه ژوبل چينايان ور وړل شوي درملنه یې روانه ده د يو روغتيايي حالت پکې سخت دی.
د سرچينو ترمخه، يو چينايي وګړو دوه او بل اته ډزه لګېدلی دی. خو پوليس چارواکو په دغې اړه په رسمي توګه څه نه دي ویلي.
دا پېښه په داسې وخت کې شوې چې تېر د اکتوبر د مياشتې په شپږمه نېټه د شپې خواوشا 11 بجې د کراچۍ د نړيوال ميدان په خله کې د چینايانو په قافله بريد کې دوه چينايان وژل شوي او يو ژوبل شوی وو.
چين د دغه بريد سمدستي وروسته د پاکستان نه غوښتنه کړې وه چې د چينايي وګړو د خونديتوب دپاره ضروري ګامونه پورته کړي.
د کراچۍ د نړیوال هوايي ميدان نه بهر په چینايي قافله شوې چاودنې ته د کراچۍ پوليسو په خپل رپورټ کې ځانمرګی بريد ویلی چې د ګاډي د لارې شوی وو.
د پوليس رپورټ ترمخه، په برید کې دوه چينايان او يو بل تن د وجود ټکړې ترلاسه شوې، او څو ګاډي تباه شوي وو.
د ياد بريد زمه واري لاقانونه ګرځول شوي تنظيم بلوچستان لبرېشن ارمي، بي اېل اې منلې وه.
د پاکستان وزیراعظم شهباز شريف د کراچۍ بريد غندلی او ويلي يې وو، "په دې ناوړه پېښه کې ککړپاکستانيان نه شي کېدای، بلکې د پاکستان دښمنان دي. سمدستي پلټنې پيل کړل شوي چې پېښه کې ککړ کسان معلوم او د قانون منګولو ته راوستل شي".
په 29م اکتوبر د چین سفیر جيانګ زاي ډونګ اسلام اباد کې راجوړ يو سيمينار ته په وينا کې په ولسي کچه پاکستان کې د چينايي وګړو د ساتنې په اړه اندېښنې څرګندې کړې وې.
هغه ويلي وو، پاکستان به د چينايي وګړو، ادارو او پروژو ساتنه پياوړي کړي او خلکو ته به سخته سزا ورکړي څوک چې په چينايي وګړو خونړو بريدونو کې ککړ دي.
د چينايي سفير د بيان په غبرګون کې د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياندې ممتاز زهرا بلوڅ ویلي وو، چين په پاکستان کې په سرمایه کارۍ او ترقیاتي کارونو کې مدد کوي او دلته د کارکوونکو چینايي وګړو حفاظت د پاکستان ذمه واري ده خو په ولسي کچه د چين لخوا د خپلو وګړو د ساتنې په اړه اندېښنې د پاکستان او چين د سفارتي ادابو پرضد دي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت په دې ورستيو کې ويلي وو چې په تېرو شپږو کلونو کې د پاکستان دننه په چينايي وګړو نزدې اووه حملې شوې دي، 16 هغه چينايي وګړي پکې وژل شوي چا چې د پاکستان دننه د سي پېک په پروژو کار کوو.
د چين حکومت يو ځل بيا په پاکستان غږ کړی، چينايي وګړو ته دې موثره امنيت برابر کړي او د ترهګرو پرضد یې د دواړو هيوادونو د ګډې مبارزې ټينګار کړی دی دی.
جنوبي وزيرستان: وسله وال بريد کې د سي ټي ډي پوليس اهلکار په ګډون درې تنه وژل شوي
د افغانستان سره په پوله د ناامنۍ ښکار ضلعې کوز جنوبي وزیرستان کې د نامالومه وسله والو په بريد کې د تر هګرۍ ضد پولیس سي ټي ډي (کاونټر ټیررزم ډیپارټمنټ) اهلکار عثمان او د هغه دوه ملګري، مصطفا او یونس په ځای وژل شوي دي.
پولیس پېښه تاييد کړې او وايي دا پېښه د شپې ناوخت د ضلعې مرکز واڼه په دژه غونډۍ سیمه کې په اعظم ورسک سړک شوې ده، دغه ځای د واڼه ښار څخه پينځه کیلومیټره جنوب لویدیځ پله پروت دی.
د دوی په وینا د وړاندې نه پټو برید کوونکو لومړی د هغوي په ګاډي توغندی داغلی او بیا یې پرې ناتاره ډزې کړې چې په نتیجه کې درې سره کسان په ځای وژل شوي دي.
د اعظم ورسک د تاڼې چارواکي وايي د وژل شوو کسانو پېژندګلو د مصطفا، یونس، او عثمان په نومونو شوې ده، په هغوی کې دوه عام وګړي او یو د سي ټي ډي اهلکار عثمان دی.
پولیس وايي د پېښې وروسته ټوله سیمه په ګېره کې اخستل شوې او پلټنې یې پیل کړي دي.
د پوليسو مشر فرمان الله ویلي، د لومړنیو معلوماتو له مخې، دا یو ترهګریز برید بلل کيږي، او داسې ښکاري چې د سي ټي ډي اهلکار عثمان یې اصلي هدف وو.
تر اوسه پورې د پېښې زمه واري چا نه ده منلې.
دوه ورځې وړاندې، د همدې سیمې په یو بله پېښه کې د حکومت ملاتړی طالب وسله وال اریانه وزیر هم د نامالومه کسانو لخوا وژل شوی وو، چې د هغې پېښې زمه داري تحریک طالبان پاکستان په غاړه اخیستې وه.
د اکتوبر په میاشت کې په صوبه کې 46 بريدونه شوي چې پکې 53 امنیتي سرتېري او 80 کسان وژل شوي وو.
دا بریدونه په داسې وخت کې کېږي، چې د پاکستان پوځ د تېرو 20 کلونو راهیسې د ترهګرۍ پر وړاندې پوځي عملیات کوي. دا عملیات په ملاکنډ او پخوانیو قبایلي سیمو کې روان دي.
د پاکستان انسټیټیوټ فار کنفليکټ اينډ سيکيورټي سټډيز د تازه رپورټ ترمخه يواځې په اکتوبر مياشت کې د پاکستان دننه ترهګریزو بریدونو کې 198 کسان وژل شوي چې پکې 98 ترهګر ، 62 امنيتي چارواکي او 38 عام وګړي وو.
د امنیتي چارو کارپوهان وايي که څه هم د ترهګرو په ضد د امنيتي ځواکونو لخوا هره ورځ د اطلاعاتو په بنياد عملیات کیږي خو بيا هم د تشدد پيښې نه تم کیږي.
د خالي په ورځ په دویم نومبر هم د خېبر پښتونخوا په جنوبي ضلعو لکي مروت او جنوبي وزيرستان کې د امنیتي ځواکونو په ګزمه او کاروان بریدونه شوي وو چې پکې د یو پوځي افسر په ګډون 16 پوځیان ټپيان شوي وو.
تر دغه پېښې دوه ورځې وړاندې د اکتوبر په په 30مه په بنو کې هم د پوځ او وسله والو ترمنځ سختې نښتې شوې وې، چې پکې د یو پوځي مېجر په شمول درې پوځیان وژل شوي او پنځه نور ټپيان شوي وو.
د پاکستان د پوځي مشرانو د ملازمت مودې پينځه کاله کولو منظوري ورکړل شوې
د پاکستان پارلیمان پرون په څلورم اکتوبر ناوخته د پوځي سرلښکر، ارمي چيف او نورو ځواکونو د مشرانو د ملازمت موده پينځه کاله کولو، او سپريم کورټ د ججانو شمېره یې د 17 نه 34 ته سېوا کولو ترڅنګ شپږ قانوني مسودې په اکثريت رای سره منظورې کړي دي.
پارلیمان کې اپوزيشن د قانوني مسودو وړاندې کولو په وخت سخت احتجاج کړی او نعرې یې وهلي دي.
یادې قانوني مسودې د قومي اسمبلۍ او سېنېټ دواړو څخه منظور کړل شوي او صدر بيا لاسليک کړي دي.
د قامي اسمبلۍ د سپيکر اياز صادق په مشرۍ د اېوان غونډه کې د قانون وزير، اعظم نزير تارړ د سپريم کورټ د ججانو د شمېرې سېوا کولو قانوني مسوده وړاندې کړې، چې ترمخه به یې د سپريم کورټ د ججانو شمېره د 17 نه تر 34 پورې سېوا کولی شي.
له دغې وروسته بيا په سپريم کورټ کې د پرېکټس اېنډ پروسيجر اېکټ وړاندې کړل شوی، کوم چې وړاندې ارډيننس وو، د قامي اسمبلۍ نه د منظورۍ وروسته به اېکټ يا قانون جوړ شي.
پارلیمان کې د اسلام باد د ججانو شمېرې سېوا کولو قانوني مسوده هم وړاندې کړل شوې چې له مخې به یې شمېره د نهه نه 12 ته سېوا کړل شي.
د قانوني مسودو وړاندې کولو په وخت قامي اسمبلۍ کې اپوزيشن سختې نعرې وهلي، خو قانوني مسودې وړاندې کړل شوي او منظوري یې ورکړل شوې ده.
د قانون د وزیر د قانوني مسودو وروسته د دفاع وزير خواجه د پاکستان پوځي قانوني، ارمي اېکټ 1952، د سمندري ځواک قانون يا نيوي اېکټ 1961 او د هوايي ځواک يا اييرفورس اېکټ د 1953 کې هم د بدلون منظوري ورکړل شوې ده.
يادې قانوني مسودې هم د قامي اسمبلۍ او سېنېټ نه منظورې کړل شوي چې ترمخه به یې د پاکستان د درې سره ځواکونو د مشرانو د ملازمت موده پينځه کاله وي.
ويل شوي، په پوځ کې د جنرل د ريټايرډ کېدو د قاعدې اطلاق به په پوځي مشر نه وي، د هغه تعيناتي، بيا تعيناني يا د هغه د ملازمت د مودې غځولو په صورت کې به د پوځ مشر د جنرل په توګه کار کوي.
د پرېکټس اېنډ پروسيجر ترميمي قانوني مسوده کې ويل شوي، که ممکن وي نو د آرټيکل 184 د شق درېم لاندې د آييني بنچ فيصلې خلاف به لارجر بنچ کې په 30 ورځو کې اپيل کېدی شي.
ويل شوي، پرېکټس اېنډ پروسيجر بل اطلاق به د 26م اييني بدلون نه وړاندې په ځای وي.
د قانوني مسودو وړاندې کولو په وخت د پاکستان تحریک انصاف د پارلیمان غړو سخت احتجاج کړی، نعرې یې وهلي او د قانوني مسودو پاڼې یې شلولي دي، خو بيا هم قانوني مسودې په اکثريت سره په هو او نا کې منظورې کړل شوي دي.
د پارلیمان نه بهر د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر بېرسټر ګوهر مطبوعاتو سره خبرو کې وويل، حکومت د قانون جوړولو د لارې د ججانو شمېره سېوا نه کړه، بلکې د خپلې خوښې ججان راوستل غواړي او د خپلې خوښې فيصلې پرې کول غواړي.
هغه ويلي، د وسله والو ځواکونو د مشرانو دپاره شوې قانوني سازۍ طريقه غير اييني او غير قانوني ده، په دې مسله بحث پکار وو.
د پاکستان د ځايي مطبوعاتو ترمخه، د قانوني مسودو منظورولو وروسته د پاکستان قايم مقام صدر يوسف رضا ګېلاني ټولې لاسليک کړي دي.
پاکستان وايي ځواکونو يې د افغانستان نه را اوړېدونکي پينځه وسله وال ووژل
پاکستان د ګل، دوشنبې، په ورځ وویل امنیتي ځواکونو يې هغه پينځه وال ووژل چې د افغانستان څخه جنوبي وزیرستان ته راننوتل.
د پاکستان پوځ په یو بیان کې وویل د ګل، دوشنبې، په ورځ سحر د لمر خاته نه وړاندې يې عسکرو د "خواریجو" یوه ډله په حرکت وليدله چې پاکستان ته د داخلېدو کوښښ يې کولو خو ناکامه کړی شوو.
د پاکستان پوځ د خواریجو ټکی د کالعدم وسله والې ډلې تحریک طالبان پاکستان، ټي ټي پي، د سله والو دپاره استعمالوي.
پاکستاني چارواکي وايي ټي ټي پي د افغانستان د خاورې څخه په پاکستان کې حملې ترتیبوي خو د افغانستان واکمن طالبان د پاکستان دغه خبره ردوي، وايي پاکستان دې په امنیت کې د خپلې ناکامۍ پړه په طالبانو نه وراچوي.
د پاکستان پوځ دا هم وویل په شمالي وزیرستان کې يې د استخباراتي معلوماتو په بنیاد عملیات وکړل او د ټي ټي پي یو کمانډر يې ووژلو.
د پوځ په بیان کې د افغانستان د طالبانو په حکومت غږ وشو چې خوارېج دې نه پرېږدي چې د افغانستان خاورې د پاکستان خلاف استعمال کړي او د سرحد انتظام دې "موثره" کړي.
افغانستان او پاکستان ۲۶۰۰ سرحد لري چې د ډیورنډ کرښې په نامه هم یادېږي.
ملګرو ملتونو ټي ټي پي د افغانستان په خاوره د ټولو نه لوی ترهګر تنظیم بللی دی.
افغان طالبان وايي د ټي ټي پي په شمول هېڅ چا ته اجازت نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د نورو ملکونو خلاف استعمال کړي.
په سوات کې جرګه وايي پوځي چاوڼۍ ته به نوره "یو انچ" زمکه هم ورنه کړي
د سوات د کبل تحصیل د دیارلسو کلیو جرګې فېصله کړې ده چې هغوی به نوره "یو انچ" زمکه هم پوجي چاؤڼۍ دپاره نۀ ورکوي او تېره زمکه د هغوی نه په ناپوهۍ کې اخستل شوې ده.
د کبل تحصیل د دیارلسو کلیو د مشرانو دا جرګه د اتوار، یکشنبې، په ورځ د ايرپورټ خواته په ډهېرۍ فټبال ګراؤنډ کې وشوه چې د ټولو کلیو مشرانو او ځوانانو او د حلقې د صوبائي اسمبلۍ غړي سلطان روم په کې ګډون وکړو.
د جرګې ګډون وال سلطان محمد خان وویل "مخکې مونږ پوهه نۀ وو نو زمونږ زمکې یې رانه ډېرې ارزانې اخستلې وې خو اوس مونږ خپلې زمکې په هېڅ قېمت نۀ ورکوو."
جرګې ته وېنا کونکو وویل چې د فوجي چاؤڼۍ دپاره د دوی څخه شپږ زره کناله زمکه په ډېر کم قیمت اخستل شوې ده او اوس اته زره کناله زمکه نوره ورڅخه اخستل کېږي او د دې دپاره سروی شروع شوې ده.
د جرګې یو غړي ریاض احمد وویل مخکې د یو فټ زمکې قیمت ۱۷ سوه روپۍ و خو د دوی نه صرف په ۲۶۰ روپۍ فټ اخستل شوې ده.
جرګې ته وېنا کونکو وویل چې دا د هغوي د پلار نیکۀ جائيداد دی او هغوي په هېڅ قیمت خپلې نورې زمکې د ډي اېچ ای یا د نورو سکیمونو دپاره ورکولو ته تیار نۀ دي. جرګه کې د سیمې شاعر د چاؤڼۍ په حقله خپل شعرونه هم وویل.
جرګې ته وېنا کونکو وویل چې د دوي زیاتې زمکې زرعي دي او په دې د جوار غنمو نه علاوه سبزیانې او مېوې هم کېږي، په کومو زمکو چې نخښې لګولی کېږي هلته لوی لوی کلي هم دي او ظاهره ده چې دا کورونه به ورانېږي او خلق به بې کوره کېږي څنګه چې مخکې خلق بې کوره شوی دی.
د جرګې غړي سلطنت خان وویل د سیمې د زمکو په اړه وویل په دې کې زرعي زمکې هم شته، کمرشل زمکې هم او په څۀ کلو کې په سوونو کورونه هم دي نو چې دا کورونه وران شي نو خلق به چرته ځي.
جرګې په شریکه فېصله وکړه چې ټول قام خپلې زمکې ورکولو ته تیار نۀ دی او یو انچ زمکه به په کروړ روپۍ هم څوک حکومت له نۀ ورکوي او کۀ حکومت په زور د زمکې اخستو هڅه وکړه نو د دې کلو د خلقو ردعمل به ډېر زیات سخت وي.
په دې حقله د فوځ د ویاند ادارې موقف اخستو دپاره د وي او ای ډیوه خبریال ايي اېس پي ار ته اي مېل وکړو خو ۲۴ ساعته پس يې هم جواب ترلاسه نه شو.
Forum