لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

زورورې زلزلې په تايوان کې نهه تنه وژلي او د 800 زيات ټپيان کړي


په ټيليويژنو د زلزلې نقصانونه ښودل شوي چې په دغه غرېزه سيمه چرته چې ابادي ډېره نشته غټ غټ وداني پکې کاږه شوي. زلزله په ځايي وخت د سحر اته بجې شوې چې خلک کارونو او سکولونو ته په لاره وو.
په ټيليويژنو د زلزلې نقصانونه ښودل شوي چې په دغه غرېزه سيمه چرته چې ابادي ډېره نشته غټ غټ وداني پکې کاږه شوي. زلزله په ځايي وخت د سحر اته بجې شوې چې خلک کارونو او سکولونو ته په لاره وو.

خبري اداره رايټرز ليکي دا په پينځويشت کاله کې په تايوان کې غټه زلزله وه چې د وړومبنو اطلاعاتو ترمخه نهه تنه پکې مړه او د 800 نه زيات زخميان شوي. په رييکټر سکيل د زلزلې زور 7.2 درجې و.

د خبرونو ترمخه هغه 50 تنه بې درکه دي چې په هوالين ښار کې د نيشنل پارک اړخ ته روان وو او چارواکي وايي امدادي کارکونکو پوړۍ/اندرپايې وکارولې او د باريو/کيړکيو د لارې يې په ودانو کې ګېر شوي خلک وژغورل.

په ټيليويژنو د زلزلې نقصانونه ښودل شوي چې په دغه غرېزه سيمه چرته چې ابادي ډېره نشته غټ غټ وداني پکې کاږه شوي. زلزله په ځايي وخت د سحر اته بجې شوې چې خلک کارونو او سکولونو ته په لاره وو.

يو شپېته کلن تن چنګ يو لېن چې د سرښار تايپي په يو هسپتال کې کار کوي وايي “ډېره زوروره زلزله وه. داسې ښکارېده چې دا کور به راپرېوزي”.

يوه ښځه چې په هوالين کې بي اينډ بي کاروبار چلوي او خپله پېژندګلو د چن په نوم کوي وايي “په وارخطايۍ کې مې خپلو ويرېدلو مېلمنو ته تسلي ورکړه. دا مې په ژوند کې تر ټولو تېزه زلزله وليده”.

د زلزلې مرکز 15.5 کيلوميټره ژور و چې له سوبه يې په سويلي جاپان او فېلپين کې د سونامي خبرداري هم ورکړل شوي وو خو بيا وروستو بيرته واخستل شو.

امدادي کارونه دوام لري او ځای په ځای يې په غټه کچه د سيمې لوړې برخې رانړولي او د جړقونو د وجې په تايپي کې سبوی هم د څه وخت د پاره بنده شوې وه خو وروستو بيا ډېر لاينونه بيرته خلاص شوي دي.

د اور مړولو اداره وايي کارکونکي يې لګيا دي او په سورنګونو کې ګېر شوي خلک ژغوري چې دوه پکې جرمنيان هم دي خو وايي د هغه پنځوستو سيلانيانو درک ورسره نشته چې په څلور بسونو کې هوټل پله روان وو.

د تايوان نوي منتخب شوي ولسمشر لی چينګ ټي د يو پرېوتلي وداني مخ ته خبريالانو ته ويلي دا وخت تر ټولو مهم کار د خلکو ژغورل دي او وايي ممکن ده ريل سروس به د زيارت په ورځ په ځای شي.

د تايوان د هوايي ځواک چارواکي وايي شپږو اېف 16 جنګي جهازونو ته يې لږ زيان اوړېدلی خو وايي ډېر زر به مرمت کړل شي.

د چاپان موسمي اداره وايي د زلزلې زور 7.7 درجې و چې په سويلي جاپان کې يې د سونامي وړې وړې چپې هم راوستلي.

په فيلپين کې چارواکو د سمندر په غاړو ابادو صوبو کې خلکو ته خبرداری ورکړی و چې اوچتو ځايونو ته وخيژي. په چين کې هم زمکه ښورېدلې خو د زيان اوړېدو اطلاعات ترلاسه شوي نه دي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG