لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان الېکشن کمېشن د قومي اسمبلۍ په 33 حلقو د مارچ په 16 د انتخاباتو اعلان کړی 


الېکشن کمېشن چې اوس د ضمني انتخاباتو اعلان کړی په دغو حلقو کې د خېبرپښتونخوا نه، اېن اې 4 سوات 3، اېن اې 17 هري پور 1، اېن اې 18 صوابۍ 1، اېن اې 25 نوښار 1، اېن اې 26 نوښار 2، اېن اې 32 کوهاټ، اېن اې 38 ډېره اسماعيل خان 1 او اېن اې 43 خېبر 1 شاملې دي
الېکشن کمېشن چې اوس د ضمني انتخاباتو اعلان کړی په دغو حلقو کې د خېبرپښتونخوا نه، اېن اې 4 سوات 3، اېن اې 17 هري پور 1، اېن اې 18 صوابۍ 1، اېن اې 25 نوښار 1، اېن اې 26 نوښار 2، اېن اې 32 کوهاټ، اېن اې 38 ډېره اسماعيل خان 1 او اېن اې 43 خېبر 1 شاملې دي

د پاکستان الېکشن کمېشن يا د ټاکنو کمېشن اعلان کړی چې د قومي اسمبلۍ په 33 حلقو به په 16م مارچ ضمني انتخابات کولی شي.

د قومي اسمبلۍ په يادو حلقو کې اته حلقې د خېبرپښتونخوا او يوه د کوټې ده، پاتې د پنجاب او کراچۍ دي.

الېکشن کمېشن د جمعې په ورځ خپل اعلان کې وویل په يادو حلقو به د 16م مارچ ضمني انتخابات کولی شي.

په 17م جنورۍ د قومي اسمبلۍ سپيکر راجه پروېز اشرف د پاکستان تحريک انصاف ګوند د35 غړو استعفاګانې منظورې کړې وې او د انتخاباتو کمېشن د پارليمان د منتخب غړو په توګه د دغو ټولو کسانو د رکنیت د منسوخۍ اعلان کړی وو.

د تحریک انصاف غړو د تېر کال په اپرېل مياشت کې وروسته له هغې په يو ځای استعفاګانې ورکړې وې چې د باور د رایې په نتیجه کې عمران خان د وزيراعظمۍ څخه لرې کړی شو خو سپيکر هغه وخت یواځې د 11 غړو استعفاګانې منلې او ويلي يې وو چې پاتې کسان به په انفرادي ډول د تصديق دپاره را غواړي.

په 17 جولايي چې د کوم غړو استعفاګانې منظور کړی شوې په هغوی کې د دفاع مخکینی وزير پروېز خټک، فواد چوهدري، شهريار اپريدی، علي امين ګنډاپور، نورالحق قادري، مراد سعيد، عمر ايوب خان، اسد قيصر، راجه خرم شهزاد نواز، علي نواز اعوان او اسد عمر، صداقت علي خان، غلام سرور خان او شیخ راشد شفیق شامل دي.

له دې سره سره د بهرنیو چارو د مخکیني وزیر شاه محمود قريشي، حماد اظهر، ثناء الله مستي خېل، شفقت محمود، ملک عامر ډوګر، فهيم خان، سيف الرحمان، محمد عالمګير او د ښځینه غړو پر ځانګړو څوکیو د زرتاج ګل او کنول شوزب استعفاوې هم منل شوې وې.

له دغې وروسته سپيکر د تحریک انصاف ګوند د قومي اسمبلۍ د پاتې غړو استعفاګانې هم منظور کړې او د ياد ګوند د قومي اسمبلۍ د ټولو غړو استازيتوب ختم کړی شوی وو.

الېکشن کمېشن چې اوس د ضمني انتخاباتو اعلان کړی په دغو حلقو کې د خېبرپښتونخوا نه، اېن اې 4 سوات 3، اېن اې 17 هري پور 1، اېن اې 18 صوابۍ 1، اېن اې 25 نوښار 1، اېن اې 26 نوښار 2، اېن اې 32 کوهاټ، اېن اې 38 ډېره اسماعيل خان 1 او اېن اې 43 خېبر 1 شاملې دي.

د بلوچستان نه پکې اېن اې 265 کوټه 1 شامله ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG