لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان انتخابات 2024: الېکشن کمېشن د 3240 امېدوارانو کاغذات نامزدګي رد کړي


د پاکستان الېکشن کمېشن اعلان کړی په اتمه فرورۍ به په ملک کې عام انتخابات وي او په انتخاباتو کې د برخه اخستونکو امېدوارانو د کاغذات نامزدګۍ او ختمي فهرست جاري کولو دپاره عمل دوام لري
د پاکستان الېکشن کمېشن اعلان کړی په اتمه فرورۍ به په ملک کې عام انتخابات وي او په انتخاباتو کې د برخه اخستونکو امېدوارانو د کاغذات نامزدګۍ او ختمي فهرست جاري کولو دپاره عمل دوام لري

د پاکستان الېکشن کمېشن د کال 2024م په عامو انتخاباتو کې د برخه اخستونکو امېدوارانو د کاغذات نامزدګۍ شمېرې خپرې کړي دي. ويل شوي، د قومي اسمبلۍ او صوبايي اسمبليانو د جنرل څوکيو دپاره 25951 امېدوارانو د نامزدګۍ کاغذونه جمع کړي وو.

د الېکشن کمېشن ترمخه، په 25951 امېدوارانو کې د سړو يا نارينه و امېدوارانو شمېره 24698 او ښځينه امېدوارانو شمېره 1253 ده.

الېکشن کمېشن په اېکس (پخواني ټويټر) شريکو کړو شمېرو کې ويلي، ريټررننګ افسرانو د 3015 نارينه او 225 ښځو امېدوارانو د نامزدګۍ کاغذونه رد کړي دي او ویل شوي، د 22711 امېدوارانو د نامزدګۍ کاغذونه منظور کړی شوي دي.

د پاکستان الېکشن کمېشن اعلان کړی په اتمه فرورۍ به په ملک کې عام انتخابات وي او په انتخاباتو کې د برخه اخستونکو امېدوارانو د کاغذات نامزدګۍ او ختمي فهرست جاري کولو دپاره عمل دوام لري.

د الېکشن کمېشن ترمخه د پرون راهسې د کاغذات نامزدګۍ رد کولو يا منظورېدو په حواله خواستونه جمع کړی شوي دي.

الېکشن کمېشن ویلي، د 10م جنورۍ پورې به په اپيلونو فېصلې اورول کيږي او په 11مه جنورۍ به د امېدوارانو ختمي فهرست جاري کولی شي، په 12مه جنورۍ امېدواران کولی شي چې د نامزدګۍ کاغذونه واپس اخلي او په 13مه جنورۍ به امېدوارانو ته انتخابي نخښې ورکول کيږي.

د پاکستان د تحریک انصاف ګوند د مشر او پخواني وزیراعظم عمران خان په ګډون د دغه ګوند د یو شمېر مرکزي او صوبایي مشرانو د نامزدګۍ کاغذونه رد کړل شوي دي خو د مسلم لیګ (ن) ګوند د مشر نواز شریف، د هغه رور شهباز شریف او لور مریم نواز کاغدونه بیا منظور کړی شوي دي.

د خېبر پښتونخوا نه د قامي او صوبایي اسمبلۍ لپاره چې د پي ټي آی د کومو امېدوارانو کاغدونه رد کړی شوي، په هغو کې د سوات نه مراد سعید، سلیم الرحمان، , فضل حکیم، ډاکټر امجد، د بر دیر نه صبغت الله ، دمردان نه عاطف خان ،علي محمد خان ،افتخار مشواڼی، عبدالسلام اپریدی،د پېښور نه شیرافضل خان مروت ، شاندانه ګلزار ،شیر علي ارباب، دباجوړ نه ګل ظفر او انور زیب ،د نوښار نه میا عمر کاکاخیل، د صوابۍ نه اسد قیصر او شهرام خان ترکۍ، د کوهاټ نه شهریار اپریدی، د کرک نه شاهد خټک، د ملاکنډ نه جنید اکبر،د مانسهرې نه اعظم سواتي شامل دي.

همدا شان د کوز دیر نه د ملک لیاقت علي خان، محمد اعظم خان، ملک شفیع الله ، ملک همایون، د بر چترال نه د سکندر المک او عبدالمالک ، د ایبټ اباد نه د مشتاق غني اود ډیره اسماعیل خان د علي امین ګنډاپور کاغذونه هم مسترد کړل شوي دي.

تحريک انصاف په ټولنیزه رسنۍ ایکس خپل يو بيان کښې ويلي دي چې د عمران خان په شمول د پارټۍ د مهمو مشرانو څه باندې 90 فيصده د نامزدګۍ کاغذونه مسترد شوي دي او د دې په مقابله کښې سل په سلو کښې د نورو ګوندونو د نامزدګۍ کاغدونه منل شوي دي.پي ټي آی تور لګولی چې ریټرننګ افسرانو، پولیسو، نګران حکومت او الیکشن کمېشن د انتخاباتو په اوله مرحله کې د نواز شریف د سهولت کارانو رول لوبولی دی.

الېکشن کمېشن د پي ټي آی تازه تورونو ته کوم ځواب نه دی ويلی خو له دې وړاندې یې تل دغه ډول تورونه رد کړي دي.

د رپورټونو ترمخه، د پاکستان الېکشن کمېشن د پېښور هايکورټ لخوا پاکستان تحریک انصاف ګوند ته د بېټ د انتخابي نخښې بيرته ورکولو فېصله چېلنج کړې او پېښور هايکورټ به سبا د الېکشن کمېشن لخوا د نظرثانۍ په خواست اورېدنه کوي.

په 26م دسمبر د پېښور هايکورټ د پاکستان تحریک انصاف ګوند نه د "بېټ" د نخښې بيرته اخستو د الېکشن کمېشن فېصله معطل کړې وه.

له دغې درې ورځې وړاندې د پاکستان الېکشن کمېشن د تحریک انصاف ګوند د پارټۍ په کچه (انټرا پارټي) انتخابات رد کړي وو او د ګوند څخه يې په راتلونکو انتخاباتو کې د "بېټ" انتخابي نخښه بیرته اخستل شوې وه.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG