لاس رسیدونکی لینک

 
د پاکستان انتخابي کمېشن: سپریم کوټ د انتخاباتو نېټه ټاکلی نه شي
تازه خبر

د پاکستان انتخابي کمېشن: سپریم کوټ د انتخاباتو نېټه ټاکلی نه شي


د پاکستان سپریم کوټ په پنجاب صوبه کې په ۱۴مه مۍ د انتخابونو کولو د فیصلې پر ضد د انتخابي کمېشن خواست نن په لومړي ځل واورېدلو خو د یوې ورځې بحث وروسته یې په دغه خواست نور بحث د مۍ په ۲۳ مه د اورېدلو امر کړی دی
د پاکستان سپریم کوټ په پنجاب صوبه کې په ۱۴مه مۍ د انتخابونو کولو د فیصلې پر ضد د انتخابي کمېشن خواست نن په لومړي ځل واورېدلو خو د یوې ورځې بحث وروسته یې په دغه خواست نور بحث د مۍ په ۲۳ مه د اورېدلو امر کړی دی

د پاکستان انتخابي کمېشن نن د سپریم کوټ د درې کسیزه قاضیانو عدالت ته ووېل چې د انتخابونو لپاره د نېټې ټاکل د سپرېم کوټ کار نه دی.

د انتخابي کمېشن یو بیان وايي چې د ایین (اساسي قانون) تر مخه، دا اختیار ( د ټاکنو د نېټې ټاکل) د بل چا سره دی او بې شکه سپریم کوټ دغه اختیار نه لري.

په پاکستان کې د روان سیاسي اړي ګړي لپاره حکومتي او مخالف ګوندونه د یو بل نه علاوه، حکومتي ادارو لکه، پوځ، او سپریم کوټ باندې د طرفدارۍ او په ګډوډۍ کې د رول لوبولو تورونه پورې کوي.

د پاکستان سپریم کوټ په پنجاب صوبه کې په ۱۴مه مۍ د انتخابونو کولو د فیصلې پر ضد د انتخابي کمېشن خواست نن په لومړي ځل واورېدلو خو د یوې ورځې بحث وروسته یې په دغه خواست نور بحث د مۍ په ۲۳ مه د اورېدلو امر کړی دی.

د انتخابي کمېشن خواست اورېدو په وخت مشر قاضي عطا بندیال ووېل چې کمېشن پخوا د ټاکنو نه کولو لپاره د پیسو د نشتوالي او امنیت دلیل ورکوو خو نن یې د عدالت په اختیار پو ښتنه کړې ده.

عدالت ته د مخالف ډلې پي ټي ای وکیل علي ظفر ووېل چې کمېشن په خپل لومړي ورکړل شوي خواست کې نوې خبرې زیاتولی نه شي.

په پاکستان کې د مۍ ۱۴مه پرون تېره شوه خو په پنجاب کې ټاکنې نه دي شوي. په نورو ټکو کې حکومت د سپریم کوټ حکم پر ځای کړی نه دی.

د پاکستان حکومتي اېتلاف د سپریم کوټ په وروستیو یو شمېر فیصلو نیوکې کوي او تور پورې کوي چې په عدلیه (قضاییه) کې ځېني "هم خیال" قاضیان پرله پسې د پخواني وزیر اعظم عمران خان په حق کې پرېکړې کوي.

حکومتي ګوندونو د اعلا عدلیې پر ضد نن په اسلام اباد کې سپریم کوټ ودانۍ مخې ته مظاهره هم کوي. د دوی مشرانو تر اوسه په خپلو ویناو کې په مشر قاضي او سپریم کوټ سختې نیوکې کړي.

د واکمن ګوند مسلم لیګ مرستیالې مشرې مریم نواز ناستو پلویانو ته ویلي، نن پوځ د ډېموکراسۍ او ایین سره ولاړ دی خو بل لور ته په هېواد کې عدالتي مارشل لا ده.

حکومتي ګوندونو د انتخاباتو په اړه د سپریم کوټ نه د ټول کسیزه قاضیانو د عدالت (بېنچ) غوښتنه کوله خو مشر قاضي ورسره دغه خواست ونه منلو.

د انتخابي کمېشن خواست هغه درې قاضیان ( مشر قاضي عطا بندیال، اعجاز الحسن او منیب اختر) اوري کومو چې په پنجاب کې د مۍ په ۱۴مه د انتخاباتو کولو امر کړی کړی وو.

یادو قاضیانو او ځینو نورو لپاره اوس په مېډیا کې د "هم خیال" توری کارول کېږي. پاکستان کې ځېني وکیلان د مشر قاضي د قضیې اورېدلو لپاره د ججانو د انتخاب په عمل او اختیار هم نیوکې کوي.

بې طرفه وکیلان د دې یو مثال دا هم ورکوي چې ولې په مشر قاضي پسې تر ټولو زیاتې مودې پورې د قاضي په کرسۍ ناست قاضي، قاضي فایز عیسا د مهمو مقدمو (قضیو) اورونې لپاره نه غوښتل کېږي.

په نړۍ کې د عدل څارلو د ادارې، ولډ جسټس پراجېکټ وروستي حساب تر مخه پاکستان د ۱۴۰ ملکونو په فهرست کې په ۱۲۹م مقام کې دی. او په جنوبي اېشیا کې په پینځم مقام دی. نيپال په ۶۹، ورپسې سري لنکا او هندوستان دي.

د ولډ جسټس پراجېکټ تر مخه په جنوبي اېشیا کې تر ټولو کم عدل ( یا په قانون کې د هر سړي برابروالی) په بنګله دېش، پاکستان او افغانستان کې دی. او دا درې واړه اسلامي هېوادونه دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG