لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

کرونا وایرس به منځنی ختیځ د اقتصادي کړکېچ سره مخامخ کړي، د ايي اېم اېف خبرداری


جهاد ازغور وویل د کرونا وایرس او د سعودي عرب او روس د یو بل سره په مقابله کې د خامو تېلو قیمتونو کمولو له امله  به د منځني ختیځ اقتصاد ته سخت نقصان رسوي

نړیوالې مالیاتي ادارې انټرنېشنل مانېټري فنډ یا ايي اېم اېف خبرداری کړی دی چې د کرونا وایرس له امله منځني ختیځ د سخت اقتصادي کړکېچ سره مخامخ کېدلی شي.

ادارې د سېمې په حکومتونو غږ وکړو چې دی چې خپل اقتصادونه د بحران نه د بچ کولو دپاره دې په بیړنۍ توګه ګامونه واخلي.

جهاد ازغور چې د منځني ختیځ او مرکزي اېشیا دپاره د ايي اېم اېف مشر دی، د نهې، سه شنبې، په ورځ یې یو رپورټ کې وویل کرونا وایرس د منځني ختیځ د اقتصاد دپاره "لنډ مهاله" یا زر راتلونکی مشکل دی.

جهاد ازغور وویل د کرونا وایرس او د سعودي عرب او روس د یو بل سره په مقابله کې د خامو تېلو قیمتونو کمولو له امله به د منځني ختیځ اقتصاد ته سخت نقصان رسوي.

د ايي اېم اېف چارواکي وویل په منځني ختیځ کې به د اقتصادي کړکېچ تر ټولو زیات بد اثر د سیاحت او د هوټلونو په صنعت وي چې پکې به بې روزګاري زیاته کړي او د کارکوونکو معاشونه یا نتخاګانې به کمې شي.

ايي اېم اېف وايي د کرونا وبا تر ټولو زیات اثر به د عراق، سوډان او د یمن په رنګ جنګ ځپلو هېوادونو غورځیږي.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG