پاکستان
اکانمېسټ: د ګرانۍ په لحاظ پاکستان د نړۍ څلورم ملک دی

د اقتصادي چارو نړیوالې مجلې اکانمېسټ ویلي د ارجنټاین، برازیل او ترکي نه پس پاکستان د نړۍ څلورم ملک دی چې د ټولو نه زیاته ګراني یا اېنفېشن پکې ریکارډ شوی دی خو وزیراعظم عمران خان وايي په پاکستان کې اوس هم د نړۍ د نورو ملکونو په مقابل کې ګراني کمه ده.
اقتصاد پوهان وايي په پاکستان کې د توانايي او د خوراکي شیانو بیعې یو تر بله زیاتیږي چې زیات منفي اثر يې د کمې امدنۍ په طبقه غورځېږي.
پوهان وايي پاکستان کې مزدورانو ته د حکومت د مقرر کړی شوي کچې سره سمه تنخا یا معاش نه ورکړی کېږي چې له امله یې په ولس کې د ګرانۍ د زغملو توان کمېږي.
خو حکومت وايي په هدفي رعایتونو ورکولو غور کوي.
په اقتصادي چارو نظر ساتونکی فدا حسین وايي په سویلی ایشیايي هیوادونو کې تر ټولو زیاته ګرانی په پاکستان کی ده. هغه زیاتوي د سیمې په په نورو ملکونو کې د ګرانۍ شرح د دریو نه څلور فیصد ده خو په پاکستان کې دغه شرح نهه فیصد ته رسېدلې ده او د تیلو ګیس او بجلۍ بیعې په ریکارډ کچه زیاتې شوي دي.
فدا حسین وايي که په نړی واله کچه په ګرانۍ کۍ اضافه کېږي نو ورسره خلکو امدن سیوا کېږي خو په پاکستان کې کارکوونکو د حکومت مقرر شوي د تخواه کم نه کم 21000 روۍ هم نه ورکړی کېږي.
دی اکانمېسټ مجلې په خپل اوونيز رپوړټ کې ویلي د پاکستان ګاونډي هیواد هند کې ګراني 4.3 فیصده ده او د ګرانۍ په لسټ کی 16م نمبر دی خو د پاکستان د شمېرنې اداره وايي د ملک په کچه مجموعي ګراني د ستمبر په مقابل کې نهه فیصدي زیاته شوې.
دي اکانمېسټ جریده وايي تر ټولو زیاته ګراني په ارجنټینا کی 51.4 فیصده ده ترکي په دویم نمبر 19.6 فیصده او برازیل کی 10.2 کی لس اعشاريه دوه فیصدی سره په دریم نمبر دی او په جاپان کې منفی صفر اعشاریه څلور فیصده تر ټولو کمه ده.
د اکتوبر په لومړۍ نېټه د پاکستان د شمېرنې اداری پی بی ایس په خپل رپوړټ کی ویلي وو د اګست په مقابل کې په ستمبر کې د خوراکي توکو ګرانی د 8.4 فیصده نه 10.8 ته رسیدلې او د غیر خوراکي شیانو قیمتونه 8.5 فیصده ته ګران شوی
د اقتصاد ماهر لحاظ علی وائی د اکانومسټ د شمېرنې د اداری سره سمون خوری او اداره وایی په ښارونو کی ګرانی په ستمبر کی د لس فیصده نه زیاته ده او په ورستو کی د توانائی او خوراکی شیانو بیعی ډیری جګی شوی او دا قیمتونه ډیر زیات دی
د پاکستان د منصوبه بندۍ وزیر اسد عمر ويلي په ملکی کچه د زیاتو بیعو تعلق په نړیواله کچه د ګرانۍ سره دی خو په راتلوونکو څو میاشتو کې د دی د کمېدو څه امکان هم نشته. اسد عمر ویلي په نړیواله کچه په رسد او طلب کې فرق زیات شوی او حکومت په هدفي سبسډی یا رعایتونو ورکولو غور کوي .
See all News Updates of the Day
شهباز شريف موټرسايکل، رکشې او وړو ګاډو دپاره په يو لیټر پټرولو د 50 روپو رعايت اعلان کړی

د پاکستان وزیراعظم شهباز شريف د موټر سايکل، رکشې او وړو [800 سي سي]ګاډو دپاره د پټرولو په یو ليټر د 50 روپو رعايت يا سبسډي ورکولو اعلان کړی دی.
د پاکستان د سرکاري ميډيا [اې پي پي] ترمخه د وزيراعظم په مشرۍ لاهور کې د پټروليم ريليف پېکج غونډه شوې او په دغه غونډه کې د کم امدن او غريبو خلکو دپاره د 50 روپۍ ليټر په حساب د رعايت ورکولو ويل شوي دي.
په خبر کې ويل شوي وزیراعظم لارښوونه کړې چې د پټروليم سبسډۍ عملي کولو پروګرام دې زر تر زره بشپړ کړی شي، او په دغه رعايت ورکولو دې د عمل کولو دپاره ټولې اړونده ادارې د يو بل سره مرسته وکړي او کوټلې تګلاره دې جوړه کړي.
شهباز شريف ويلي، حکومت د سختو مالي مشکلاتو باوجود د غريب ولس د هر ممکنه مرستې هڅه کوي.
څلور ورځې وړاندې پاکستان کې د پټرولو او ډيزلو بيې سېوا کړی شوې وې، يو ليټر پټرول پينځه روپۍ او ډيزل 13 روپۍ ګران کړی شوي وو چې ورسره يو ليټر پټرول 272 روپو او ډيزل 293 روپو ته رسېدلي وو.
د خزانې وزارت ویلي وو د خاور تېل دوه روپۍ 56پېسې ګران کړی شوي چې ورسره د يو ليټر تېلو بیه 190روپو او 29 پېسو ته رسېدلې او د لايټ ډيزلو بيه په خپل ځای 184 روپۍ او 68 پېسې ساتل شوې وه. نوې بيې 16م مارچ نه عملي شوې وې.
پاکستان کې وخت په وخت د پټرول بیې سېوا کول کيږي، او ډېر کم ازرانيږي.
د پاکستان د خزانې وزير اسحاق ډار په لومړي مارچ د پټرولو په يو ليټر کې د پينځه روپو او د خاورو تېلو کې د 15 روپو ارزانولو اعلان کړی او د ډيزلو بيه یې په خپل ځای ساتلې وه. او لايټ ډيزل یې يو ليټر 12 روپۍ ارزان کړي وو.
هغه وخت څيړونکو ويلي وو د تېلو ارزانول عارضي دي دا به بيرته ګرانيږي او د تېلو ګرانېدو سره به عامه ګراني هم سېوا کيږي.
پاکستان چې د اقتصادي مشکلاتو سره مخ دی، وزيراعظم شهباز شريف په 15م مارچ ويلي وو، ايتلافي حکومت ملک د اقتصادي بحران څخه ويستلو او پرمختيا او خوشالۍ په لاره روانولو ټولې ممکنه هڅې کوي.
هغه ويلي وو، د حکومتي پاليسيانو له کبله د ملک ديواليه کېدو خطره ختمه شوې او د نړیوالې مالياتي ادارې [ايي اېم اېف] سره زر د پور د پروګرام تړون وشي.
خو څيړونکي وايي څو پورې چې د نړیوالې مالياتي ادارې سره د پور پروګرام نه وي بحال شوی تر هغې به د ملک ديواليه کېدو خطره موجوده وي.
د عمران خان خلاف د ترهګرۍ د مادې لاندې بله مقدمه درج شوې

پاکستان د پلازميني اسلام اباد پولیسو د اتوار په ورځ د پاکستان تحریک انصاف ګوند د مشر او مخکني وزيراعظم عمران خان ضد د ترهګرۍ د مادې لاندې بله مقدمه درج کړې ده، دا وروسته له هغې چې د عمران خان د پلويانو او پوليسو ترمنځ په اسلام اباد کې نښتې شوې وې.
په ياده مقدمه کې د تحریک انصاف ګوند [پي ټی ايي] د 15 پورې نور مشران هم نومول شوي او تور پرې لګول شوی چې ترهګري یې کړې پولیس افسران یې ژوبل کړي او ژوند یې ورله په خطره کې اچولی وو.
پوليسو ویلي د پي ټي ايي د 61 پورې غړي نيولي او د نورو د نيولو دپاره عمليات روان دي.
عمران خان ویلي، "په اسلام اباد کې پوليس زمونږ د غړو نيول دپاره بې د وارنټ څخه په کورونو چاپې وهي، غړي په کورونو کې موجود نه وي د لسو کالو پورې د عمر ماشومان د کورونو څخه اوچتول کیږي دوی دې خوشي کړی شي".
د خالي په ورځ اسلام اباد کې د پي ټی ايي د غړو او پوليس ترمنځ هغه وخت نښتې شوې وې چې عمران خان د توشه خانې په قضيه کې عدالت ته وړاندې کېدو. په دغه مهال پوليسو اوښکې بهيونکی ګېس کارول شوی اوپوليسو ويلي وو دغه کار یې د پي ټي ايي د غړو د ګټو/ ډبرو ويشتو په ځواب کې کړی وو، په نښتو کې ګڼ کسان ژوبل شوي وو.
د ياد ګډوډي په مهال عمران عدالت ته نه وو رسېدلی او بيا عدالت د هغه د حاضرۍ په ګاډي کې اخستو اجازت ورکړی او د قضيې اورېدنې دپاره بله نېټه 30م مارچ ورکړی شوی وو.
له دغې وړاندې ويل شوي وو د توشه خانې په قضيه کې به په ياده نېټه په عمران خان فرد جرم لګول کېدو.
عمران خان په ځان لګېدلي تورونه رد کړي او د اتوار په ورځ ټیلي ويژن وينا کې یې په خپل کور د پولیس لخوا د چاپې غندنه کړې ده.
هغه "خلکو، پوليس او پوځي چارواکو او ججانو ته ويلي چې په کور یې پوليس بې د وارنټ څخه دغه رنګ عمليات وکړي د دوی ځواب به څه وي؟".
هغه خبرداری ورکړی چې "د هغه د ګوند ګېرولو او ختمولو هڅې به ملک ګډوډي پله بوځي. پاکستان داسې ډګر له راوستل شوی چې حالات د قابو نه بهر کېدی شي او داسې حالات به جوړ شي چې سري لنکا به درنه هېره شي دا به مونږ د ايران د انقلاب په رنګ حالاتو ته بوځي".
د لاهور پوليس چاوراکو ويلي د خالي په ورځ د لاهور په زمان پارک کې د عمران خان په کور عملیاتو کې وسله ترلاسه شوې، او د تېرې اوونۍ په نښتو کې ککړ کسان یې نيولي دي.
د نهې/ سه شنبې د ورځې راهسې په لاهور کې د عمران خان د پلويانو او پوليسو ترمنځ نښتې پېل شوې وې څه وخت چې پوليسو د عمران خان د ګرفتارولو هڅه کوله.
د پي ټي ايي ترمخه "د عمران خان د واک نه لرې کولو وروسته د هغه پرضد د بغاوت، ترهګرۍ، مذهبي سپکاوي او بډو رشوتونو 97 مقدمې درج شوي دي. او د هغه د نااهله کولو هڅې روانې دي".
خو د اطلاعاتو وزیرې مريم اورنګزېب د عمران خان تورونه رد کړي او هغه ته یې "ترهګر" ویلي دي.
په لاهور کې خبريالانو سره په خبرو کې مريم اورنګزېب ویلي، "عمران خان د عدالتونو څخه تښتي قانون ماتوي"، او هغې د عمران خان دغه دعوې ته دروغجنه ویلي چې ژوند ته یې خطره ده او زياته کړې یې ده عمران خان د غنډه ګردۍ او ترهګرۍ د لارې عدالتونه ويرول غواړي.
د حکومتي وزیرانو او پي ټي ايي د مشرانو لخوا د يو بل ضد تاوده بيانونه دوام لري.
[خبر د وي او اې انګرېزۍ په مننه]
بر جنوبي وزیرستان: ماين چاودنه کې لس کلن ماشوم ژوبل شوی

د افغانستان سره په پوله پرتې د خېبرپښتونخوا په قبايلي ضلعې بر جنوبي وزيرستان کې بیا د ځمکني ماين چاودنه شوې چې پکې لس کلن ماشوم ژوبل شوی او درملنې د پاره ډېره اسماعیل خان پوځي روغتون ته وړل شوی دی.
د سيمې نه پوليسو دا پېښه تاييد کړه او وویل دا پېښه د اتوار په مازیګر د سراروغه تحصیل په جنته سیمه کې شوې ده.
د سراروغه پولیس تاڼې چارواکي وایي چاودنه کې د فقیرزاده نومې تن لس کلن زوی حزب الله ټپي شوی دی.
فقیر زاده وویل زوي یې د کور سره په څنګ کې د ځمکې نه د اوبو پایپ راپورته کولو چې چاودنه وشوه هغه وویل ماشوم یې لومړی په خپله سراروغه سیمه کې روغتون ته یوړو او بیا یې د نور علاج د پاره ډېره اسماعیل خان سیمه کې پوځي روغتون انتقال کړو.
هغه وویل روغتون چارواکو دوی ته ویلي چې له خطرې بهر دی.
د روغتون چارواکي وایي چاودنه کې د ماشوم یو لاس پرې شوی په سینه او مخ یې زخمونه راغلي او تر عملیاتو ورسته د ماشوم د روغتیا حالت ښه دی خو روغتون کې به نور څه وخت پاتې وي.
د جنتې سیمې منتخب استازی ویلج چیرمېن رحمان الدین وویل علاقه یې د اوږدې مودې نه د ناامنۍ سره مخ ده او په زیات شمېر کې دغه رقم چاودنې کیږي خو تر داسې ډول پېښو وروسته دوی علاقه نه ایمبولینس او نه په هسپتالونو کې د صحت نورې اسانتیاوې لري.
هغه وویل دغه پېښې وروسته دا ماشوم په خپله شخصي ګاډي کې روغتون ته وړل شوی دی.
هغه وویل دوی چې دوی چې کله د کډوالۍ نه بيرته سيمې ته ستانه کېده، د سيمې د هر قسمه ناامنۍ نه د پاکولو باور ورته ورکړل شوی وو خو په علاقه کې حالات اوس هم د تسلۍ وړ نه دي او د علاقې خلک د سختې پریشانۍ سره مخ دي.
ځایي خلک وایي په علاقه کې د پوځي عملیاتو وروسته په ځمکه کې خواره ماينونه پاتې شوي چې د عامو خلکو ترڅنګ پکې په څاروو چاودنې کیږي او ګڼې مرګ ژوبلې یې اړولې خو د ماینونو پاکولو د پاره څوک ګامونه نه اخلي.
تیر کال 2021 د ځمکني ماین چاودنو ښکار شوي کسانو د یوې میاشتې پورې احتحاجي پرلت کړی وو، او دا احتجاجي پرلت وروسته له هغې ختم کړی شوی وو چې ځایي انتظامیې دوی ته په علاقه کې د ماینونو پاکولو او د ماین ښکار شوو کسانو ته د مرستې ورکولو باور په لیکلې بڼه ورکړی وو.
په دغه احتجاجي پرلت کې د نارينه و ترڅنګ زنانه چې په ټانکورونو او ویل چیرز وې ګډون یې پکې کړی وو.
د پښتون ژغورنې غورځنګ په اولنو غوښتنو کې د ماینونو پاکول شامل دي خو وایي چې تراوسه دا غوښتنه نه ده منل شوې.
د پي تي ایم فعال رحمت شاه وایي تر راه نجات پوځي عملیاتو وروسته چې خلک بیرته خپلو سیمو ته ستانه کړل شوي د ځمکني ماین چاودنو تر ټولو زیاتې پېښې په بر جنوبي وزیرستان کې شوي چې پکې د علاقې 330 کسان د ماين چاودنو ښکار شوي دي په دغه شمېرو کې زیاتره ښځې او ماشومان دي.
په حکومتي کچه دا شمېرې نه دي تاید شوې خو انتظامیه وایي د ځمکني ماین چاودنو کې د وژل شوو او ژوبل شوو کسانو ته د مرستو لړۍ پېل کړی شوې ده او چې د کوم ځایی نه مالومات ترلاسه کوي انتظامیه هغوی ته مرستې ورکوي.
د پاکستان د پوځ مخکني ویاند مېجر جنرل بابر افتخار د تېر کال په پينځمه جنورۍ ویلي وو، په قبايلي ضلعو کې د ماينونو پاکولو دپاره 95 ټيمونه په ځای کړی شوي دي او د ماينونو پاکولو په وخت امنیتي سرتیري وژل شوي او ژوبل شوي هم دي.
په ورستيو کلونو کې د پاکستان پوځ د افغانستان سره په پوله جنوبي او شمالي وزیرستان کې د وسله والو خلاف عملیات کړي او يلي يې دي چې سیمه یې د وسله والو نه خالي کړې ده خو د سیمې اوسيدونکي وايي د علاقې امنیت د تسلۍ وړ نه دی.
منظور پشتین: پښتون وطن ته د نوي جنګ پلان راوړل شوی

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتين د بلوچستان صوبې په لورالايي کې ولسي جلسې ته د وينا پر مهال په پښتونخوا او نورو سيمو کې د انامنۍ تازه پېښو ته په اشارې سره وويل چې استعماري قوتونو يو وار بيا دې سيمې ته نوی جنګ راوړی، په اتفاق به یې مخنیوي کيږي.
هغه وویل، "استعماري قوتونه لګيا دي چې دې خاورې ته يې نوې اسلحې راوړې دي، نوي طرزونه راوړي دي، نوی ترتيب يې جوړ کړی دی، زمونږ او ستاسو په وينو يې ډالر وګټل، مونږ په هيڅ قيمت پر خپله خاوره نا امني نه منو، او د هغې د مخ نيوي لپاره يې هر قيمت ادا کولو ته تيار يو، دې مخنيوی يوازې په اتفاق کيږي او چې پښتانه په اتفاق شي بيا يې ماتې نا ممکنه ده".
د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ او د پاکستان د قامي اسمبلۍ غړي علي وزير له څه کم دوه کاله بند راخوشي کېدو په وياړ جوړه شوې دې ولسي غونډې کې له بېلا بېلو سيمو څخه په زرګونه نارينه او ډيری ښځينه فعالو شرکت درلود.
غونډې ته په وينا کې علي وزير وويل د پښتنواو افغانونو پر وطن له تېرو څو لسيزو را هيسې جنګونه روان دی، لا هم دا لړۍ روانه ده.
"د دې وطن د هر فکر رنګ قام او قبيل خلک له ترهګرۍ سره مخ شوی، اوس وخت راغلی دی چې ټول سره يو شو".
په خپله وينا کې منظوﺭ پشتين وويل، په پاکستان کې د پښتنو سر خوندي دی نه يې وسايل خوندي دي, منظوﺭ پشتين په خپله وينا کې ﺯياته کړه, د پښتنو پر وطن تر ترتيب شوي پلان لاندې نا امني جوړه کړل شوې او له هم دې کبله د پښتنو وطن او وجود له خطر سره مخ دی.
ښاغلي پشتين وويل، چې د پښتانه وکيلان ووژل شوه، د پښتنو مشران وژل شوي خو د هغوی له کورنيو سره انصاف نه دی شوی.
"دلته زمونږ وجود له خطر سره مخ دی، زه زاړه مثالونه نه درکوم، لنډ مثال درکوم ، د کوټې لسګونه وکيلان ووژل شوه، په بوري ( لورالايي) ښار کې د ارمان لوڼي وينه توی شوه، عثمان کاکړ ووژل شو، د عوامي نېشنل ګوند عبيدالله کاسی په زنځيرونو کې تړل شوی، ويډيو يې نن هم پر پښتون قام قرض پرته ده، وايي دا د ايف سي وال مې وژنې پېسې ورکړی، اسد اڅکزی (د عوامي نېشنل ګوند پخوانۍ وياند) له په مياشتو مياشتو ورک وو او بيا يې داسې مړی پېدا شو چې د کتلو نه وو، د خالقداد بابړ د مرګ قيصه در ياده کړئ، مور يې نن هم په ميلونو ميلونو د خپل زوی تر قبره مزل کوي، د بوري يو ماشوم اسرار د مرګ انصاف ورنه کړ، خو چې مونږ د انصاف لپاره احتجاج کوو بيا موږ نيول کېږو او پر مونږ مقدمې درج کوي".
پشتين وويل، پښتون وطن د دنيا له وسايلو ډک دی خو اختيار يې نه لري او له حکومت څخه يوه کوڅه او پوخ سړک په سوال غواړي.
هغه وويل چې د اتفاق پر ځای پښتانه په قبيلوي او سيميز تقسيم، خپل منځي نفرتونه او دښمنۍ کې ښکېل دي ځکه پر وطن د روانې بد امنۍ په مخ نيوي کې مشکل لري.
په بلوچستان صوبه کې بارانونو لس تنه مړه کړي - په ژوب کې اوبو وړی يو تن لا هم ورک دی

بلوچستان - د لېويز چارواکو په وينا، د خالي/شنبې په ورځ د بلوچستان صوبې د اواران سیمې په تحصیل جهاو کې په ګاډي کې سپاره 8 تنه اوبو وړي دي.
د لېویز د چارواکو په خبره، په پېښه کې مړه شوي اته واړه کسان د يوې کورنۍ و چې ماشومان هم په کې شامل دي.
وايي د باران له اورېدو سره په ياده سيمه کې خوړ راغلی چې د اغېزمنې کورنۍ موټر په خړو اوبو ګډ شوی او په کې سپاره اته کسان يې له ځانه سره وړي دي. وروسته د دې کسانو جسدونه په بېلا بېلو سيمو کې موندل شوي او کورنۍ ته يې سپارل شوي دي.
د ضلع ژوب د لېويز چارواکو په وينا، دوه ورځې وړاندې د جمعې په وﺭځ د ژوب دېره ګۍ سيمه ته نېږدې د باران اوبو دوه تنه وړي چې د يوه مړی يې موندل شوی او د مسعود خان په نامه پنځلس کلن ځوان لا هم ورک دی چې د موندنې عمليات يې روان دي.
د چاﺭواکو په وينا چې يادو کسانو هلته غواوې او مېږې پوولې چې د باﺭان اوبو یووړل.
د بلوچستان وزیراعلی میرعبدالقدوس بزنجو په اواران کې د مړه شوو له کورنۍ سره خواخوږي ښودلې ده. هغه د اوران چارواکو ته امر کړی چې له اغېزمنې کورنۍ سره دې هر ډول مرسته وشي او د بارانونو له کبله بندې لارې دې د خلګو د تګ راتګ لپاره خلاصې وساتلی شي.
د یو بل خبر ترمخه، چارواکي وایي چې تازه شوې ږلۍ د صوبې په پښتني سيمو کې کښت و کروندو ته په لويه کچه زيان رسولی چې حکومت يې په تفصيل راټولول وبوخت دی.
د افتونو پر وخت مرستندويه صوبايي ادارې - پي ډي ايم اې - رپورټ دی چې د جمعې او خالي/شنبې په ورځ د بلوچستان د سرښار کوئټې په شمول په بېلا بېلو پشتون او بلوڅ مېشتو سیمو - اواران، کېچ، ګوادر، ژوب، مسلم باغ، قلعه سیف الله، کاڼ مهترزي او زیارت - کې طوفاني بارانونه شوي او په زياتره پښتني سيمو کې ږلۍ د خلکو کښت کروندو ته زيات زيان رسولی دی.
د ادارې د چارواکي مقبول جعفر په وينا په زيارت، سنځاوی، مسلم باغ، قلعه سيف الله ، خضدار، اواران او ځينې نورو سيمو کې ږلې شوې ده. هغه وايي د غنمو کښتونو، د مڼو يا سېبو د ونو په ګډون ټولې ګل شوې ونو ته ﺯيات ﺯيان ﺭسېدلی دی، او د دوی اداره د شوي نقصان په اړه پوره تفصيلي رپورټ جوړوي او له حکومت سره به يې شريکوي.
وزیر اعلا قدوس بزنجو د موسمیاتو محکمې او پي ډي ايم اې ته هم امر کړی چې د موسمي حالاتو سره سم دې د سفر کوونکو لپاره لارښوونې او د پوهاوي چارې اعلان کړی شي او د ټولو ضلعو مرستیال کمشنران دې د موسم په اړه خلکو ته خبرتيا ورکوي.
د کوټې په سردار بهادرخان پوهنتون کې استاده او چاپېريال پوهه نيلوفر جميل وي او اې ډيوه ته د ټيلي فون د لارې وويل، "د پسرلي يا بهار بارانونه دي، دا له اوله توقع وه چې کېده به. د دې بارانونو ګټه او تاوانونه دواړه وي، خو چې کومه ږلۍ شوې هغې په زياته کچه تاوان ځکه اړولی چې ونو ګلان نيولي و او ږلۍ هغه رژولي. دا د موسمي بدلون يا کلايمنټ چېنج برخه ده، خو زموږ د خلکو او حکومت پدې اړه کوم تياري نشته ځکه هم زيات تاوانونه کېږي".
د پي ډي ايم اې رپورټ دی چې په بلوچستان کې د کال 2022 م په جون، جولايي او اګست په مياشتو کې د پشکال يا د وسې بارانونو او سېلابونو له کبله د ايالت 34 ضلعې اغېزمنې شوي دي.
رپورټ زیاتوي چې په ايالت کې له 60 زره څخه زيات کورونه په نيمايي او په پشپړه توګه نړېدلي دي، چې بيا رغونه يې پينځه سوه اربه روپۍ لګښت غواړي.
پاکستان د سېلاب ځپلو او بيا رغونې لپاره له نړۍ څخه د مالي مرستو د غوښتنې غونډه د اقوام متحده په مرسته روان کال د جنورۍ کې کړې وه چې په کې تر څلوېښتو زیات ملکونو نمايندګانو ګډون کړی وو.
د یادې غونډې پس د پاکستان وزيراعظم ميا محمد شهباز شريف ويلي وو د جنېوا په غونډه کې د9.7 ډالرو مرستو ژمنې ورسره شوې چې هم دغو پیسو به بيا د سېلاب ځپلو د بحالۍ کارونو باندې ولګول شي.
خو د زياترو سيمو اغېزمن لا هم له حکومته ګله من دې چې مرستې ورسره ندي شوې.